د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا متحده ایالاتو د دفاعي پوهنتون استاد ډاکټر علي احمد جلالي وايي، چې طالبان او داعش له یو بل سره په کړنو کې کوم فرق نه لري.
ډاکټر جلالي په یوه تازه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د سیمې يو شمېر هېوادونه طالبان د داعشیانو د ځپلو لپاره ښه وسيله بولي، دا خبره وکړه.
هغه پوښتنه وکړه، چې د دغه فکر لرونکي بايد ځواب ووايي، چې د طالبانو کړنې له داعش سره څه توپير لري؟
ډاکټر جلالي زياته کړه، چې طالبان ورځ تر بلې د خپلو کړنو له امله له نړيوال تجرید سره مخامخ دي.
د هغه په وينا، د دغې ډلې حاکميت په لومړي ګام کې د څه باندې يو نيم کال له تېريدو سره د نړۍ هېڅ کوم هېواد په رسميت ونه پېژانده، اوس پرې د بندیزونو لړۍ پیل شوې او لیرې نه ده، چې امريکا متحده ايالات او نور هیوادونه يې د يوې حاکمې تروريستي ډلې په توګه وپېژني.
د کورنيو چارو دغه پخوانی وزير زياتوي، چې طالبان نړۍ او امریکا سره د قطر د سولې تړون په عملي کولو مکلف دي او له دې پرته به ېې نړيوالو سره تعامل ممکن نه وي.
هغه په ورته وخت کې، د طالبانو خلاف د جنګیدونکو ډلو د راتلونکي نړيوال ملاتړ وړاندوينه هم کوي او وايي په امریکا او نورو هېوادونو کې په دې اړه هم بحثونه روان دي.
ډاکټر جلالي باور لري، چې نړيوال له طالبانو څخه د دوی د اصلي هويت پوښتنه کوي او غواړي پوه شي، چې د دوی پريکړې د کندهار د ملايانو توند لارې ډله کوي او دوی د همغوی په مسير روان دي او که افغانانو او نړيوالو سره تعامل غواړي وکړي.
علي احمد جلالي په ورته وخت کې، د طالبانو خلاف د په کور دننه پاڅون وړاندوینه کوي او وايي د وخت له تېرېدو او د طالبانو د استبداد له شدت سره د نورو استبدادي رژيمونو په شان د طالبانو خلاف هم د ولسي پاڅون امکان موجود دی.
طالبانو د ډاکټر جلالي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د دوی پر ځينو مشرانو د امریکا متحده ایالاتو له لوري د ويزو د بنديزونو په غبرګون کې ېې له امریکا متحده ایالاتو غوښتي، چې د خبرو له لارې ورسره ستونزې حل کړي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ته په منسوبو ويناوو کې بیا په پرله پسې ډول ټینګار کیږي، چې امريکا او نړۍ سره په تعامل کې له شرعي اصولو نه تیریږي.