د کابل د ځینو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي او بنسټیزو خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي. د سړکونو او کوڅو خرابوالی، د څښاک اوبو او برېښنا نشتوالی او همداراز د روغتیايي مرکزونو کمښت هغه مهمې ستونزې دي چې د دغو سیمو اوسېدونکي ورسره مخ دي. د دغو سیمو اوسېدونکي زیاتوي چې ډېری کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د تګ راتګ، اوبو برابرولو او روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره د اضافي لګښتونو د ورکولو توان نه لري. د دوی په وینا، د دوی د اوسېدو ځایونو ته نږدې د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له امله د ناروغانو د درملنې لپاره، په ځانګړې توګه په بېړنیو مواردو کې اړ کېږي چې د ښار مرکز ته مراجعه وکړي.
دغه اوسېدونکي وایي چې په ځینو کوڅو او د تګ راتګ په لارو کې د سړکونو خرابوالی په ځانګړې توګه د بارانونو په موسم کې، تګ راتګ ستونزمنوي او ماشومان او عمرخوړلي کسان له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي. دوی د هغو سړکونو او څلورلارو پر بیا ویجاړولو او بېرته رغولو نیوکه کوي چې مخکې جوړې شوې دي او وايي، طالبان هغو سیمو ته هېڅ پاملرنه نه کوي چې لا هم د سړک، څښاک اوبو، برېښنا او روغتیايي مرکزونو له کمښت سره مخ دي.
د کابل د کمپنۍ سیمې اوسېدونکی حمید (مستعار نوم) وايي چې د دې سیمې اوسېدونکي له لومړنیو ښاري اسانتیاوو او خدمتونو بېبرخې دي. د هغه په وینا، که څه هم کمپنۍ په پلازمېنه کې موقعیت لري، خو د دې سیمې اوسېدونکي له داسې ستونزو سره مخ دي چې په ځینو مواردو کې یې د ژوند شرایط د یو شمېر ولایتونو له اوسېدونکو هم ستونزمن کړي دي.
د کمپنۍ دغه اوسېدونکی وايي: «موږ په پلازمېنه کې ژوند کوو، خو برېښنا، اوبه او مناسب سړک نه لرو. زموږ د ماشومانو لپاره ښوونځی ډېر لېرې دی او په سیمه کې د ماشومانو د لوبو لپاره مناسب ځای او پارک هم نشته. حتا لېني موټرونه هم زموږ په مسیر کې تګ راتګ نه کوي. کله چې څوک ناروغ شي یا بېړنۍ ستونزه رامنځته شي، په ډېرې سختۍ موټر پیدا کولای شو. له بلې خوا، د سړکونو وضعیت ډېر خراب دی او ناروغ د لېږد پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي. دوړې هم ډېرې دي او زموږ ساه اخیستل یې ستونزمن کړي دي.»
حمید زیاتوي چې د کمپنۍ ډېری اوسېدونکي له ښه اقتصادي وضعیته برخمن نه دي او ورسره هممهاله له ډېرو بنسټیزو ښاري خدمتونو هم بېبرخې دي. هغه وايي: «د کمپنۍ ډېری خلک ښه اقتصادي وضعیت نه لري، خو له اقتصادي ستونزو سره سره، له ډېرو دولتي خدمتونو هم بېبرخې یو. کوڅې د شپې تیاره وي او ان زموږ کورونه هم د برېښنا د نشتوالي له امله په تیاره کې وي. روغتیايي اوبه نشته او زموږ ډېر ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.»
د کابل د کمپنۍ سیمې یو بل اوسېدونکی نعیم (مستعار نوم) وايي چې د ښار په ځینو برخو کې هغه سړکونه او څلورلارې چې مخکې جوړې شوې دي، ویجاړېږي، خو هغو سیمو ته چې لا هم د سړک جوړولو او لومړنیو خدمتونو برابرولو ته اړتیا لري، کافي پاملرنه نه کېږي. هغه وايي: «طالبان هغه سړکونه او څلورلارې ویجاړوي چې جوړې شوې دي؛ خو کابل ښار ته نږدې سیمو کې د سړکونو، ښوونځیو او د اوبو رسولو سیسټم جوړولو ته هېڅ پاملرنه نه کوي.»
نعیم زیاتوي چې په کمپنۍ کې د هغو کورنیو چې مالي توان یې ډېر دی او د کمعاید لرونکو کورنیو ترمنځ د ژوند د شرایطو توپیر لا ډېر محسوسېږي. هغه وايي: «هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې نسبتاً ښه دی، د ځان لپاره یې لمریزه برېښنا برابره کړې او شخصي موټر لري؛ خو زموږ په څېر د هغو کسانو لپاره چې ښه مالي توان نه لري، دلته د ژوند شرایط ډېر ستونزمن دي. له بلې خوا، نه کافي پیسې لرو او نه مناسبه دنده چې وکړای شو یوې ښې سیمې ته کډه وکړو. موږ هم انسانان یو او عمر مو تېرېږي، خو یوه ورځ مو هم رښتینې هوساینه نه ده تجربه کړې.»
د کابل د تنګيکوټ سیمې اوسېدونکی بلال (مستعار نوم) هم په دې سیمه کې د لومړنیو اسانتیاوو او بنسټیزو خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي. د هغه په وینا، د سړکونو او کوڅو خرابوالی، د څښاک اوبو او برېښنا نشتوالی هغه مهمې ستونزې دي چې د دې سیمې اوسېدونکي ورسره مخ دي.
د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «شاوخوا ۱۰ کاله کېږي چې په تنګيکوټ کې ژوند کوم. که څه هم دا سیمه د کابل ښار له مرکزه یوازې شاوخوا ۲۰ دقیقې واټن لري، خو موږ لا هم له لومړنیو اسانتیاوو بېبرخې یو. مناسب روغتون نه لرو او د کوڅو وضعیت هم ډېر خراب دی. دوړې په بېساري ډول ډېرې دي او هېڅ شنه او زرغونه سیمه نشته. دلته مناسب مارکېټ هم نشته او ډېر هغه توکي چې خلک ورته اړتیا لري، نه موندل کېږي.»
د کابل د خیر خانې کوتل اوسېدونکې زهرا (مستعار نوم) وايي چې په دې سیمه کې د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالي او شته ستونزو د دوی ورځني کارونه ستونزمن کړي دي.
د کابل دغه اوسېدونکې وايي: «موږ په کوتل کابل کې ژوند کوو؛ داسې ځای چې د څښاک اوبه نه لرو، موټر په اسانۍ نه پیدا کېږي او له درېیو کلونو ډېر وخت کېږي چې د سړک د خاورو او دوړو له امله په اسانۍ ساه نه شو اخیستلای. ان دوړې او خاورې زموږ کورونو ته هم راننوځي. موږ نجونې ساعتونه د سړک پر غاړه انتظار باسو، خو موټر په ډېرې سختۍ پیدا کېږي او د ورځنیو کارونوپر مهال له ستونزو سره مخ یو. له بلې خوا، اوبه نه لرو او اړ یو چې هم د څښاک اوبه واخلو او هم د مینځلو او د کور د نورو اړتیاوو لپاره له ټانکره اوبه برابرې کړو. دې وضعیت زموږ پر کورنیو ډېر لګښتونه تحمیل کړي دي.»
د کابل د فرزې ولسوالۍ اوسېدونکی شکور (مستعار نوم) وايي چې د روغتون، برېښنا او څښاک اوبو نشتوالی د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له مهمو ستونزو دی. د هغه په وینا، د فرزې اوسېدونکي ان د عادي ناروغیو د درملنې لپاره هم اړ دي چې خپل ناروغان کابل ښار یا سرای خواجه ته ولېږدوي.
د فرزې دغه اوسېدونکی وايي: «فرزه له کابل ښاره له ۳۰ دقیقو ډېر واټن نه لري، خو لا هم برېښنا او مناسب روغتون نه لرو. که څوک ان پر یوې عادي ناروغۍ اخته شي، اړ یو چې هغه کابل ښار ته ولېږدوو. د ښځو د زېږون لپاره هم مناسب روغتون نشته. د څښاک اوبه هم نه لرو او هغه چینې او کاریزونه چې پخوا وو، وچ شوي دي. ښوونځی هم ډېر لېرې دی او د لېرې پرتو کلیو ماشومان ښوونځي ته د رسېدو لپاره اوږد واټن وهي.»
شکور زیاتوي چې د مناسب سړک نشتوالی هم د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له جدي ستونزو دی او په ډېرو سیمو کې ان هغه لارې چې سړک ته ډېره اړتیا لري، نه دي جوړې شوې. د هغه په وینا، په ځینو سیمو کې خلکو په خپل شخصي لګښت د سړکونو جوړولو ته اقدام کړی دی. هغه وايي: «څو کاله کېږي چې د برېښنا ستنې یې لګولې دي، خو هر ځل ژمنه کوي چې برېښنا به وصل شي او تر نن ورځې پورې دا کار نه دی شوی. ډېری خلک اړ دي چې د سیند له اوبو استفاده وکړي چې روغتیايي نه دي. ان مناسبه نانوایي هم نه لرو او له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»
شکور زیاتوي: «له دې ولسوالۍ ډېر حاصلات راټولېږي، خو په بدل کې یې خلکو ته کافي عامه خدمتونه نه وړاندې کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي وو چې په افغانستان کې د لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د ماشومانو روغتیا له خطر سره مخ کوي.
یونیسف راپور ورکړی و چې دغه وضعیت د مخنیوي وړ ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي. د یونیسف په وینا، په افغانستان کې ۵۵ سلنه کورنۍ لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.


