د ښځو وژنه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو زشته کړنه ده، چې له دوی سره کرکه څرګندوي. د افغانستان په څېر ټولنه کې، دغه عمل جرم نه ګڼل کېږي، ان یوه بده او ډېره حساسه پدیده هم نه ښکاري. افغانستان، حتی پلازمینه یې کابل، چې د روښانتیا ټاټوبی دی، څو کاله وړاندې په خورا وحشتناکه بڼه د ښځو د وژنې د یوې پیښې شاهد و. د کابل ښار په زړه کې د فرخندې ملکزاده وژنه په افغاني ټولنه کې د ښځو د وژنې د جرمونو د عادي والي یوه څرګنده بېلګه ده. همدارنګه، لیدل کیږي چې په تیرو دوو کلونو کې د طالبانو لخوا یا په غیر مستقیم ډول د طالبانو له ملاتړه د ښځو د وژنې پېښې، د ټولنې د غوسې یا لږ تر لږه د ښځو لپاره د خواخوږۍ لامل شوي نه دي. تاسو شاید پوښتنه وکړئ چې په افغانستان کې هیڅ سړي دا اعلان نه دی کړی چې “د ښځو ځای هدیره ده”. خو دا څرګنده ده، چې د ښځو وژل په افغاني ټولنه کې عادي خبره ده. دا حقیقت چې د ښځې وژل زموږ د ټولنې د تل لپاره د خوب رګ هم نه خوځوي په دې مانا چې لا تر اوسه خلکو د دې وړتیا نه ده موندلې چې ښځه د انسان په توګه وپېژني او د سپېڅلي کتاب( قرآن) له مخې، چې خلک پرې باور لري، د ټولو انسانانو برابروي ومني. ښایي دا غلطه نه وي چې ووایو په افغانستان کې د ښځو وژنه یو ارزښت دی.
لوستونکي به فکر کوي، چې په افغانستان کې یوازې ښځې نه وژل کیږي او د ښځو د وژنو سطحه د نارینه وو په پرتله ټیټه ده او له کلونو راهیسې نارینه دي، چې د ښځو په پرتله په مختلفو لارو وژل شوي. بیا ممکن لوستونکي دې نتیجې ته ورسېږي چې د دې وژنو پر وړاندې هم د ټولنې او عامو خلکو غبرګون لکه د نارینه وو د وژنو په شان دی. دا هم کیدای شي ووایي، چې ټولنه او خلک د نورو بې عدالتیو، د ښځو د وژنو او پېښو په اړه هم بې پروا دي. نو ستونزه څه ده؟ څه اړتیا ده چې د ښځو وژل له نارینه وو څخه جلا ذکر شي او هغه بېل بحث شي. د یو انسان وژل، که نارینه وي یا ښځینه، په مساوي ډول جرم او غیر انساني عمل دی. هغه څه چې په افغانستان کې د ښځو وژنه په جلا، د پام وړ او حساس بحث بدلوي، دا دي چې ښځه، د ښځینه توب په خاطر وژل کېږي، د ټولنې فرهنګي او فکري جوړښت یې وژل توجیه کوي او د خلکو باور پرې د تایید مهر لګوي او په دې ډول دا وژل په یو ډول عادي کوي. باید هېرنه کړو چې افغانه ښځه د پردې تر شا ده. هغه مخلوق چې وسله یې نه ده پورته کړې او چاړه یې پرته له دې چې خواړه پرې کړي، بل څه ته لاس کې نه ده نیولې. افغانه ښځه د هغو پېښو خاموشه نندارچي ده چې نارینه وو رامنځته کړي دي. هغه، په هغه جګړه کې سوځول شوې چې هغې نه و پیل کړی او په داسې ګډوډۍ کې ټوټه ټوټه شوی چې هیڅ برخه یې نه پکې درلوده. افغانه ښځه، د نارینه وو په څیر، د خلکو وژلو ته ملا نه تړي. که څه هم دا مخلوق په هیڅ جګړه کې ښکاره رول نه درلود، افغانه ښځه، د هر نارینه له وژل کیدو سره ووژل شوه. دا بې ضرره مخلوق، پرته له دې چې نور ووژني، ووژل کیږي.
د ښځو وژل د هغوی د جرم له امله نه؛ بلکې په ټولنه کې د ښځو د مساوي موقف او په ټولنه کې د نارینه او ښځو تر منځ د نه منلو وړ اړیکو له امله رامنځته کیږي. دا خبرې هېڅکله په دې معنا نه دي، چې نارینه وژل کېږي او لیکوال دا ادعا نه کوي، چې د ښځو وینه، د نارینه وو تر وینې رنګینه ده. خو دا باید هېر نه شي چې په ټولنه کې د ښځو وژل د کلتوري دستګاه له خوا توجیه کیږي، په اکثرو مواردو کې روا او منل کیږي او خلک په دې توګه، په دې اړه د اندیښمن کیدو پرځای، دغو پېښو ته په عادي نظر ګوري. د ښځو وژل یوه نړیواله پدیده ده. د لومړي ځل لپاره د 19 پیړۍ په پیل کې، ښځینه وژنه د جان کري لخوا د یوې اندیښنې په توګه مطرح شوې وه چې باید ورته پام وشي. وروسته د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې دا موضوع د ډانا رسل له خوا په بروکسل کې د ښځو پر وړاندې د جرمونو په محکمه کې راپورته شوه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر سرلیک لاندې د دې ډول وژنو د معرفي کېدو لامل شوه. دې مسلې ته پاملرنه، د دې لامل شوې چې ابعاد او عوامل یې مطالعه شي. په لویدیځ کې د فیمینیسټ څپې په پورته کیدو سره، د فیمینیزم په اړه یوه نوې کړکۍ پرانیستل شوه او د جنسیت مطالعې وده وکړه. په افغانستان کې د ښځو وژنې مسله د خلکو په ذهن کې د یوې نسبتاً نوې پدیدې په توګه بحث شوې او پېښو ته یې په رسنیزو راپورونو کې انعکاس ورکول کیږي. دا ډول وژنې نوې خبره نه ده، چې په دې لسیزو کې د رسنیو له خوا مطرح شوې ده؛ بلکې دا پدیده د دې خاورې له تاریخه تر ننه پورې موجوده ده او چوپه خوله پاتې ده.
د تاوتریخوالي ډولونه
د افغان ښځو پر وړاندې نننی تاوتریخوالی، په ځانګړې توګه د ښځو وژنې د جوړښت، کلتوري او مستقیم تاوتریخوالی لاندې راوستل کیدی شي. په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د کتابونو او رسنیو موضوع نه ده، خو په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په کتلو سره یې ښې بېلګې وړاندې کېدای شي. دا څرګنده ده چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی پراخه ساحه لري، په دې مقاله کې لیکوال هڅه کوي د ښځینه وو د وژنې جنایت ته په جوړښتي نظر وګوري. واقعیت دا دی، چې په دغو پېښو کې د ټولنې جوړښت او فرهنګ مستقیمه ونډه لري. په دې ډول، د دې ستونزې بحث کولای شي د ښځو د وژلو د ریښو په موندلو کې مستقیمه مرسته وکړي.
که څه هم د نورو ټولنیزو مفاهیمو په څیر د تاوتریخوالی په معنی هیڅ توافق نه دی شوی، او دا کلمه په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو په اړه یو کلیشه یي بڼه لري، او لکه څنګه چې باید وي، هغسې مفهوم نه ادا کوي. خو سره له دې، د ځینو خلکو د نظر په رڼا کې، د دې مفکورې یو ښه تعریف د هغو لیکوالانو څخه ترلاسه کیدی شي چې هڅه یې کړې د تاوتریخوالي نوي ابعاد په ګوته کړي او له عمومي سطحي تفاهم څخه یې لرې کړي. جان ګالټونګ لومړنی کس دی چې د “جوړښتي تاوتریخوالي” اصطلاح یې کارولې ده. د هغه په وينا، کله چې په يوه ټولنه کې جوړښتي تاوتريخوالى او فرهنګي تاوتريخوالى ننوځي، نو فزيکي او مستقيم تاوتريخوالى عادي کېږي. هغه جوړښتي تاوتریخوالی داسې تعریفوي، چې په عمومي توګه د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي جوړښتونو له لارې فزیکي یا رواني زیان یا محرومیت رامینځته کوي، او کلتوري تاوتریخوالی د کلتور هغه اړخونو ته هم اشاره کوي چې د فزیکي او جوړښتي تاوتریخوالی د توجیه کولو یا مشروع کولو لپاره کارول کیږي.
د ښځو وژلو کې، د جرم لامل په مرتکب یا د جرم په صحنه کې نه موندل کیږي. بلکې، دا باید په ټولنیزه نابرابرۍ کې وموندل شي، د واک ویش، قوانین او محدودیتونه (جوړښتي تاوتریخوالی) عقیدې، ارزښتونه، نورمونه او مذهبي توجیهات (کلتوري تاوتریخوالی). په تېرو وختونو کې له دغو دوو لاسونو څخه یوه یې کمزورې (او تاوتریخوالی) وه، ځکه چې لږ تر لږه د پخواني حکومت قوانین د ښځو د خوندیتوب په هدف جوړ شوي وو. خو نن ورځ هغه رژيم چې واک په لاس کې لري او د ټولنې خلک دواړه د ښځينه وو د ځپلو لپاره په ګډه کار کوي.
د ښځو وژنې د جرم اصلي لامل “کلتوري تاوتریخوالی” دی، چې د توجیه کولو رول لوبوي. کلتوري تاوتریخوالی د جوړښتي تاوتریخوالي د سپینولو پر لور عمل کوي او مستقیم او فزیکي تاوتریخوالی رامینځته کوي. که کلتوري تاوتریخوالی په ټولنه کې د جوړښتي تاوتریخوالی په لاره کې د اسانتیا رول ونه لوبوي، مستقیم تاوتریخوالی به له ستونزو او خنډونو سره مخ شي. د ښځو وژنې په شان عمل کې کلتور تل د توجیه کولو رول لوبولی او د قاتل سره په ملګرتیا کې یې دې جرم ته مشروعیت ورکړی دی.
د ټولنې د وګړو په کلتوري-مذهبي نظام کې ښځې د یوه خپلواک انسان په توګه له یوه خپلواک هویت سره نه پیژني. په افغاني ټولنه کې ښځه هویت لري، خو دا هویت یې خپل او خپلواک نه دی، دا هویت له یوه سړي څخه سرچینه اخلي، مثلاً: “د فلاني خور، د فلاني ښځه، د فلاني لور، او د فلاني مور”. په داسې کلتوري چاپیریال کې ښځه د خپل بدن او نوم خاونده نه ده، بلکې د بل چا ملکیت دی. ډیری وختونه، ښځې “عزتمنې” ګڼل کیږي. د ښځو جسدونه د کلتوري، قومي او مذهبي هویت ساتونکي ګڼل کیږي. په دې ډول چې نارینه ځانونه د هغه بدن ساتونکي او مالکان ګڼي او غواړي د هغه نورمونو سره سم چلند وکړي چې دوی یې په ذهن کې لري. د ښځې د بدن سره د ملکیت اړیکه ټینګول د مذهب او عکس العمل دودونو څخه رامینځته کیږي چې د نارینه وو په واک کې دي.
د ښځو ډېری وژنې د ناموسي وژنو او ناموسي وژنو په نوم کېږي. ناموسي وژنه یو نړیوال جرم دی چې د افغانستان په څیر په دودیزو او تړلو ټولنو کې په پراخه کچه کیږي. دا ډول وژنې معمولا د کورنۍ د نارینه غړو یا ښځینه خپلوانو لخوا د “غیرت پاکولو” لپاره کیږي. ناموس پالنه، چې د افغاني ټولنې له ارزښتونو څخه شمېرل کېږي، زموږ د ټولنې په جوړښتونو کې دومره ځای پر ځای شوی چې د ښځو وژنه یې د منلو وړ او ورځنی شی ګرځېدلی دی. د ناموسي وژنو پېښې هغه مهال پېښېږي، چې د کورنۍ نارینه فکر وکړي د کورنۍ عزت او وقاریې په خطر کې دی. په ټوله کې، ناموسي وژنې د دودیزو پلرنيو اخلاقو څخه د سرغړونې پر وړاندې غبرګون دی. زموږ په ټولنه کې ډېرځله ښځې هغه مهال وژل کیږي، چې د نارینه وو له لوري له ورته ویستل شویو کرښو په سرغړونو تورنې شي. د بېلګې په توګه، که يوه ښځه له پردیو نارينه وو سره اړيکې ولري، اجباري واده ته راضي نه شي، له مېړه څخه طلاق وغواړي، له داسې سړي سره واده کول چې کورنۍ يې نه مني، د هغه سړي واده نه منل چې کورنۍ يې غواړي، او دې ته ورته قضیې. سږ کال له بېلابېلو ولایتونو څخه د ښځو د وژنې په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي او د دې وژنې لامل د “ناموس په مسله” کې ریښې لري. د بېلګې په توګه، یوه کونډه شاهجي د ثور د میاشتې په ۲۳ مه نېټه د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د خپل ورور له خوا، له واده د باندې اړیکې لرلو په تور ووژل شوه. له دې پېښې درې ورځې وړاندې په بادغیس ولایت کې یوه بله ۵۰ کلنه امیندواره مېرمن د خپل مېړه له خوا وژل شوې وه او د وژنې لامل یې له واده د باندې اړیکه ښودل شوې وه. په غور، پکتیا، اروزګان، بلخ او فاریاب ولایتونو کې هم د ښځو د وژنې پېښې ثبت شوې دي. په تازه پېښه کې په کندهار ولایت کې د یوې مېرمنې د خاوند له خوا د وژلو خبر ورکړل شوی، چې تر اوسه یې انګیزه نه ده معلومه.
د ټولنپوهنې له نظره، د دې پديدې له ارزونې سره ويلای شو، چې ناموسي وژنې د ټولنيز وجدان د زخمي احساساتو د پوره کولو لپاره ترسره کېږي او د هغو کسانو لپاره سزا ده چې ټولنيز نظم يې ننګولی او د ټولنې له اصولو يې سرغړونه کړې ده. له همدې امله،ناموسي وژنه د غیر اخلاقي، سرغړونې او غیر معمولي ټولنیز چلند د مخنیوي لپاره یو میکانیزم دی چې د فعالینو څارنه او کنټرول لري. کله چې ناروا دودونه زیانمن شي، د نارینه وو د غیرت پالنې رګونه وپړسیږي او د عامل د وژلو لپاره لاس په کارکیږي. دا ډول وژنې معمولا د “با غیرته” وروڼو او “ناموس پرستو” پلرونو لخوا ترسره کیږي. که څه هم په ډېرو سیمو کې دغه جرم د کورنۍ شخصي بلل کېږي او پټ پاتې کېږي؛ خو که حاکم نظام د ناموس وژل جرم ګڼي، قاتل تعقیبوي. هغه څه چې زموږ په هیواد کې موجودیت نه لري.
د يادونې وړ ده، چې په رسنيو کې د ښځو د وژل کیدو زياتې پېښې نه خپرېږي، هغه پېښې چې خپریږي هم، د ځان وژنې او کورني تاوتريخوالي نوم ورکول کیږي.
د طالبانو لخوا د ښځو وژل او له قاتلینو سره د هغوی ملګرتیا
جوړښتي تاوتریخوالی، هغه تاوتریخوالی دی چې د حکومت په حکمونو کې څرګندیږي او د هغو کسانو لخوا پلي کیږي چې سیاسي واک لري. طالبان د داسې خلکو ښکاره بېلګې دي. د ښځو د وژنې جنایت، د طالبانو د فکري اساس له مخې، د منلو او تطبیق وړ عمل دی. د دې ډلې په وینا، د ښځو وژل نه یوازې جرم نه دی؛ بلکې داسې څه دي چې سترګې پرې پټیدای شي. په انټرنیټ کې د ساده لټون او په ورځپاڼو کې د ورځني راپورونو په لوستلو سره، یو څوک کولی شي په اسانۍ سره د طالبانو تر واک لاندې د ښځینه وژنو پر لوړ شمیر پوه شي. هغه څه چې موږ په خبرونو او راپورونو کې لولو، د دې ډول وژنو یوه کوچنۍ برخه ده. د راپورونو له مخې، د ښځو مرموز مرګونه، د ښځو او ځوانو نجونو د جسدونو موندل پرته له دې چې قاتلین یې معلوم شي، په بې ساري ډول زیات شوي دي. په دغو جسدونو کې د شکنجې او ساه اخیستنې نښې لیدل شوي او په ځینو نورو کې د سړو یا ګرمو وسلو نښې لیدل شوي دي.
طالبان هم خپله د ښځو قاتلین دي او هم یې د قاتلانو ملګري دي. د طالبانو له خوا د ښځو د وژلو ډېرې بېلګې شته. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې ډېرو ښځو د طالبانو په وهلو او ډبولو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دې ډلې، زرمینه د ۱۳۷۸ کال د سلواغې په ۲۵مه د کابل ولایت په غازي سپورتي لوبغالي کې ووژله. لږترلږه دېرش زره خلک د دې پیښې شاهدان وو. په تېرو شلو کلونو کې هم، طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې ګڼې ښځې وژلې دي. له دې ډلې، دیارلس کلنه رخشانه په غور ولایت کې د طالبانو له خوا سنګسار شوې وه. دغه راز په غور ولايت کې د طالبانو د يوه قوماندان د زوى له خوا د زرمينې وژل د دغې ډلې د غړو له خوا د ښځو وژنې يوه بله بېلګه ده. طالبان پر ښځو د فزيکي تاوتريخوالي سربېره، دوی شکنجه کوي، زنداني کوي، د عامو خلکو پر وړاندې يې په وهلو ټکولو لاس پورې کوي او يا يې په نوروډولونو ځوروي او جنسي تېری ورباندې کوي. له همدې امله، د یوې ډلې لپاره چې په حقیقت کې ښځې وژني او له ښځو سره ناوړه چلند کوي، د قاتلانو او وحشي خلکو سره ملګرتیا یوه عادي خبره ده. د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند او د دغې ډلې د مشر د ښځو ضد حکمونه هم له تاوتریخجنو او وژونکو کورنیو سره د طالبانو د همکارۍ څرګندوي.
د طالبانو په رژیم کې د هغو نارینه وو پر وړاندې کوم ممانعت نشته، چې لاسونه یې د ښځو په وینو رنګ شوي وي. د ښځو پر وړاندې د دې ډلې ځورونې او تاوتریخوالی ښيي، چې دوی د ښځو اراده ردوي او نه مني، د ښځو وژلو ته هم پام نه کوي. د دې خبرې ښکاره بېلګه د هغو امن کورونو ختمول دي چې ښځې یې له تاوتریخوالي څخه خوندي ساتلې وې. همدارنګه، د ښځو د وژنې د مخنیوي لپاره هیڅ مخنیوی قانون موجودیت نه لري. هغه ښځې چې له تاوتریخوالي سره مخ دي قانوني خوندیتوب نه لري. د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه او بندیزونه د ښځو د رواني زیانونو سربیره، د هغوی ژوند په مستقیم ډول له خطر سره مخامخ کړی دی. د ښوونځيو د دروازو تړل او د ښځو له کار کولو منع کول، په ټولنه کې د ناهیلۍ او بېوزلۍ د زیاتوالي لامل شوي، چې کولی شي د ښځو د وژنې سبب شي.
د ښځو وژنه او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي نور ډولونه داسې نه دي، چې مخنیوی یې ونه شي. د دې پېښو مخنیوی په مختلفو عملي حل لارو کیدای شي؛ له تاوتریخوالی سره مخامخو میرمنو لپاره له کوره بهر د سرپناه رامنځته کول، د زیانمنو میرمنو پیژندل، د مرستندویه بنسټونو زیاتوالی، د هغو افکارو او باورونو سره مقابله چې د ښځینه وژنو سبب کیږي، او همدارنګه د عامه افکارو بدلول ترڅو د ښځو او نارینه وو ترمنځ اړیکه بدله کړي. مخکښ او پوه خلک، رسنۍ او د عدالت غوښتنې بنسټونه کولی شي د پوهاوي، کلتور جوړونې، د ذهنیت بدلولو او د تاوتریخوالی سره مخامخو میرمنو د لاسنیوي لپاره په ګډه مرسته وکړي.