۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې یوه بوډا سړي د بې وزلۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې دغه پېښه نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۸مه) د دغه ولايت د شاهوليکوټ ولسوالۍ په حسنزوی کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د دغه سړي له جيب څخه يوه عريضه هم ترلاسه شوې، چې قرباني کس په کندهار کې د طالبانو له والي څخه د مرستې غوښتنه کړې وه.
ددغه بوډا سړي په عریضه کې ویل شوي چې دوی د خوړلو لپاره هیڅ نه لري او د هغه اته کسیزه کورنۍ د مرګ له خطر سره مخ ده.
په کندهار کې ځايي طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د کورنیو اقتصاد په بې سارې توګه راټیټ شوی، چې له امله یې د ځوانانو او لویانو ترمنځ د ځانوژنې پېښې زیاتې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د کندهار په څلورمه امنيتي حوزه کې يوه پنځوس کلن سړي ځان وژنه کړې وه.