د ننګرهار سيمه ييز چارواکو په تېرو دوه اونيو کې د ۱۴۰ طالب وسله وال د وژل کېدو خبر ورکر

۸صبح، ننګرهار
راپور: حفيظ الله علي خېل

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د درېیمې پلي لوا مسؤلین وایي، د ننګرهار په شېرزاد او حصارک ولسوالیو کې د تېرو ۱۴ ورځو  په موده کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ۱۴۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۴۴ ټپیان دي او سل کړیو څخه زیات ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.

د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر د عملیاتو په پایله کې طالبانو ته اوښتې مرګ ژوبله تائيدوي او وايي چې، د شېرزاد، ګندمک، قاضیانو کلي، پنکزي، صواتیانو کلي او د طوطو سیمې د ترهګرو له شتون څخه پاکې شوي دي.

طالب وسله وال بیا وایي، په دغو ولسوالیو کې یې ګڼو دولتي سرتېرو ته تلفات اړولي او د هغوی نقلیه وسایط يې هم ویجاړ کړي دي.

له بل پلوه نن سهار د خوږياڼيو ولسوالۍ اړوند چمتلې چوک ته څېرمه دوه وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

یوې ځایي سرچینې ۸صبح ته وویل چې، یادو کسانو غوښتل د سړک پر غاړه ماين ځای پر ځای کړي، چې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.

ننګرهار د هېواد په ختيځ کې يو له نا امنه ولايتونو څخه دی. امنيتي مسؤلينو ويلي دي چې، د تېرو دوه اونيو په ترڅ د دې ولايت ځینو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ درنې جګړې شوي دي.

موده مخکې د ملي امنيت رييس، احمد ضيا سراج ويلي ؤ چې طالبانو په کندهار او هلمند کې له ماتو وروسته د ننګرهار ناامنه کولو باندې تمرکز کړی دی.

پر دې سربېره، د ننګرهار ولايت مرکز، جلال اباد ښار کې هدفي وژنې او د مقناطيسي ماينونو چادونې هم ډېرې شوې دي.

په وروستيو ورځو کې د داعش ډلې ډېر شمېر جنګيالي هم د دې ولايت په ځينو سيمو کې نيول شوي او يا وژل شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button