د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ طالبانو د غونډې په څنډه کې د چین او ایران له چارواکو سره وکتل

۸صبح، کابل: د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه جوړه شوه. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت سرپرست د چین او ایران له چارواکو کتلي دي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د لومړۍ ورځې غونډه نن پنجشنبه د وري ۲۴مه، په عمومي غونډه کې د امیرخان متقي له حضور پرته جوړه شوه.

په دې غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له دغه هېواد سره یې د همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي، چې د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ سوله ییزه، باثباته او خوندي پوله حیاتي او د ټولو خواوو په ګټه ده.

غړو هېوادونو زیاته کړې ده، چې طالبان باید د پولې په اوږدو کې د ناقانونه فعالیتونو څارنه او مخنیوی وکړي.

په همدې حال کې د چین او ایران د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په حاشیوي کتنو کې پر امنیت، نشه یي توکو، په افغانستان کې د ثبات لپاره پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا تکل ویلي دي چې، د چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو له دوی سره د اقتصاد، امنیت او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو څلورمه غونډه نن (پنجشنبه د وري ٢٤مه) د ازبکستان په پلازمېنه سمرقند کې پيل شوه او تر سبا پورې به دوام ولري.

د دغې غونډې په څنډه کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران چارواکو د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د لګولو شویو محدودیتونو پر لیرې کېدو ټینګار وکړ.

ورته لیکنې

Back to top button