۸صبح،پروان: ځايي سرچینې وايي چې په پروان کې د طالبانو او د آزادۍ جبهې د ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښتې نه وروسته، یادې ډلې، د سالنګ ولسوالۍ لږترلږه ۱۰۰ تنه اوسېدونکي نیولي دي.
سرچینو نن جمعه د وري ۲۵مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دغه شمېر کسان په تېرو دوو ورځو کې ددغې ډلې ضد پوځي جبهو سره د همکارۍ په تور، د سالنګ له بېلابېلو برخو نیول شوي دي.
طالبان، د سلګونه جنګیالیو په لېږلو او په سالنګ ولسوالۍ کې د غیرپوځیانو په نیولو سره، ددغې ډلې د احتمالي مخالفو ډلو په لټه کې دي.
پردې سربېره، طالبانو په تېرو دوو ورځو کې ددغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې کور په کور تلاشي هم پیل کړې او د سیمې خلکو ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړي دي. تر دې چې یو شمېر کورنۍ له طالبانو نه د وېرې له امله له خپلو هستوګنځیو نه تښتېدلي دي.
بل لوري ته، طالبانو ددې ولسوالۍ په قلاتک سیمه کې د آزادۍ د جبهې د یو تن قومندان (فهیم سالنګي) کورنۍ ته د نوموړي د ځنازې د لمانځه اداکولو اجازه نده ورکړې.
د سرچینو په وینا، طالبانو په تاوتریخوالي سره، د نوموړي قومندان په ځنازه کې د سیموالو د ګډون مخنیوی کړی دی.
په همدې حال کې، سرچینې ادعا کوي چې طالبانو یوازې د فهیم سالنګی د کور ښځو ته د نښتې له سیمې د مړي د لېږدولو اجازه ورکړې ده.
طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې د آزادۍ د جبهې غړی فهیم سالنګي، ددغې جبهې له شپږ تنو نورو سره، دوشنبې شپه (وري ۲۱مه) له طالبانو سره په نښته کې، د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په غرونو کې ووژل شو.