د واک انحصار؛ ملا هبت الله: له ما پرته څوک د دولتي ځمکو د وېش او پلور حق نه لري

۸صبح، کندهار: د طالبانو نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده ته په يوه منسوب لیک کې راغلي، چې له ده پرته د طالبانو نور چارواکي او ادارې د دولتي ځمکو د وېش، پلور او له یوې ادارې څخه بلې ته د لېږدولو حق نه لري.

د طالبانو د رژيم د چارو ادارې ويلي، چې ملا هبت الله دغه پريکړه نن کړې او خپلو چارواکو ته اعلان کړې ده.

نوموړی په وروستيو کې په پرله پسې ډول د واک په انحصار او د طالبانو د نورو ډلو په منزوي کولو تورنیږي.

هبت الله اخندزاده ته په منسوبه یوه بله پریکړه کې نوموړي طالب چارواکو ته ويلي، چې له خپلو لاس لاندې ادارو څخه خپل ګومارلي زامن ګوښه کړي.

په وروستيو کې د واک او امکاناتو د وېش پر سر د ملا هبت الله او نورو طالب چارواکو د سختو اختلافاتو خبر ورکړل شوی.

د ملي امنیت پخواني رئيس رحمت الله نبیل پرون وویل، چې هبت الله د ماليې وزارت په ۶۰ ميليارده عوايدو ځانته په کندهار کې ۴۰ زره کسيز قومي لښکر جوړ کړی، چې د امکاناتو د حیف و میل په غبرګون کې ېې د ماليې وزير ملا هدايت الله بدري له خپلې دندې استعفا کړې ده.

طالبانو د خپلو وروستيو اختلافاتو او بدلونونو په اړه څه نه دي ويلي.

Back to top button