د افغانانو نوروز د طالبانو په پردي ذهنیت بریالی کیږي

سپین ګل                                                                                                                                      

د نوي لمریز کال د پيل په درشل کې د طالبانو د رژیم چارواکو بیا د تېر په شان د نوروز دودیز کولتوري جشن د نمانځلو مخالفت کړی او له خلکو یې غوښتي، چې دغه جشن ونه نمانځي.

له نوروز سره د طالبانو د دښمنۍ دلیل هڅه کیږي، چې مذهبي وښودل شي، خو واقعیت دادی چې ددغې دښمنۍ تر شا بېلابېل نور لاملونه دي.

د نوروز لرغوني دودیز جشن د مخنیوي لپاره د طالبانو خبره یوازې او یوازې همدا ده، چې ګواکې دا جشن ناروا دی او مسلمانانو نه دی نمانځلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د خپلو ډېرو نورو فتواوو او ادعاوو په شان په دې اړه هم طالبانو کوم دیني اساس نه دی وړاندې کړی.

د نوروز مدافعان استدلال کوي او په حقه دي، چې نوروز جشن څو زره کلنه سابقه لري او افغانان د سیمې د دغه ګډ میراث د شریکانو په توګه حق لري، چې خپل دا کولتوري او تاریخي سېمبول ژوندی وساتي.

طالبان، په دې اړه چې نوروز یو لرغونی – کولتوري جشن دی کنه، بحث کولو ته نه دي تیار؛ ځکه اساساً د طالب په نوم پدیده په بحث او د بل چا په نظر اوریدو قطعاً باور نه لري.

دا ‌ډله په هره ناخوښه موضوع کې یې یوه کلیشه یي اصطلاح وړاندې کوي او وایي دا یا هغه کار له « اسلامي، ملي او د کولتوري ارزښتونو» سره په ټکر کې دی.

دوی تراوسه له ملي او کولتوري ارزښتونو څخه خپل برداشتونه وړاندې نه کړای شول او د اسلامي ارزښتونو په اړه یې وړاندې کړي برداشتونه خو روښانه ده، چې ټولو اسلامي هېوادونو رد کړي او د « افراطي او تروریستي» ارزښتونو په توګه نومولي دي.

طالبان د افغانستان له لوړو- ژورو پېښو په ډک تاریخ کې لومړني او یوازیني خلک دي، چې د نوروز لرغونی او کولتوري جشن یې ناروا او حرام اعلان کړی او حتا په ځینو مواردو کې یې د نمانځونکو په وهلو ډبولو لاس پورې کړی.

د طالبانو استادان، چې د افراطیت په سیمه ییزو سوداګرو مشهور شوي، په تېرو څو لسیزو کې یې له ټولو لاس کې لرلو امکاناتو او نړیوال ملاتړ څخه په افغانستان کې د خپلو اجیرو او تکفیري فکر لرونکو وسله والو څخه د افغانستان د ویجاړۍ لپاره ګټه واخیسته. د پاکستان د رامنځته کیدو په پيل کې، رامنځته شوې سرحدي اختلافونه او ناندرۍ په پاکستان کې دننه، د دغو سیاستونو د توجیه کولو پلمه شوي وو، خو اوس دا واکمن اقلیت او د وژنو او افراطیت سوداګر دومره په دغه وینو لړلي صنعت کې مخته تللي، چې د افراطیت او وژنې لګولي اور یې د ډیورنډ کرښې په هغه غاړه کې هم لمبې کوي او د دین، فرهنګ او ژوند په اړه افراطي تفسیرونه یې میلیونونه خلکو ته د سیمې د دوزخ ګرځولو سبب شوي دي.

د طالبانو استادانو او خپله دغې ډلې د نوروز له حرام او ناروا اعلانولو سره د خلکو زیاتو پوښتنو سره مخامخ دي، چې باید ځواب ورکړي.

دوی باید ووایي، چې آیا افغانستان د یوه لرغوني او بډای کولتور لرونکي هېواد په توګه مني کنه؟ که هو، نو ولې یې د نوروز په شان لرغونی کولتوري جشن ردوي او که دغه لرغونی او بډای کولتور لرونکی هېواد په رسمیت نه پېژني، دوی څوک دي، چا، له کومې راوستي او پر یوه ستر ملت مسلط کړي دي؟

دوی چې د « اسلامي، ملي او کولتوري ارزښتونو» یادونه کوي، هغه ارزښتونه فزیکي وجود لري او که د طالبانو د ډېرو نورو خبرو په شان خیالي او غیر واقعي دي؟

طالبان باید روښانه کړي، چې آیا د دوی له زیږیدو او حاکمیدو مخکې په دومره سلګونه کلونو کې افغانان مسلمانان که کاپر وو؟ آیا دوی افغانستان تازه مسلمان کړی، چې یوه برخه مهم کولتوري ارزښتونه یې د غیر اسلامي توب په پلمه ردوي او دښمني ورسره کوي؟

د نوروز پر وړاندې د طالبانو دریځ، په هره برخه کې د دې بې منطقه، ړندې او پردۍ ډلې د دریځونو د نه حقانیت بېلګه دی.

طالب د نورو تعریفونو ترڅنګ، د یوه زاړه او مردود فکر د تمثیل او استازیتوب پدیده ده.

دا فکر د ژوند او انسانیت د مزاحمت لپاره رامنځته شوی. د وحشت او دهشت د خپرولو لپاره رامنځته شوی. د پرمختګ او تمدن د دښمنۍ ارمان لري او دې ارمان ته د رسیدو او زرګونه کاله پخوا ته د خلکو د فکر او تصوراتو د ستنولو لپاره له هرې نا انساني او ممکنه وسیلې کار اخیستل ځانته جواز بولي.

دا ډله او تصورات یې که په لنډ مهاله ډول په جبر او وحشت خلک د ځان تابع کوي، خو اوږد مهاله دوام او بریالیتوب یې دومره نا ممکن دي لکه د شپې د نه سبا کیدو لپاره چې څوک له خدای تعالی او طبیعت سره جګړه کوي.

زوړفکره طالب او نوروز سره دښمني یې هم له شک پرته، همداسې یوه نا ممکنه او ناکامیدونکې دښمني ده، چې دا ځل به تر تېر ځل بیا سخته ماتې خوري او ښایي په بیا نسکوریدو سره سم نابود شي.

طالب باید نه یوازې نوروز؛ بلکې ټولو داسې نورو بې اساسه، بې منطقه او ناکامه دښمنو سره مخه ښه وکړي. که داسې ونه کړي، طبیعي ده چې د هرې بلې ناحقه او غیر طبیعي پدیدې په شان خپله د طبیعي واقعیتونو پر وړاندې ماتې خوري او له غرونو سره په سر جنګولو خپل ځان نابودوي، ځکه یو ۴۰ میلیوني ملت دا نه شي زغملای، چې یوه بې هویته سوټه په لاسه ډله یې تاریخي او کولتوري ارزښتونه تکفیر او په نمانځلو یې دوی سره تشدد وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button