د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د کرنې اونۍ په ترڅ کې ۱۰ زره او ۶۸۵ نوې کرنیزې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د کرنې وزارت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په دغو پروژو کې د پیاز او کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونه او د انارو او مڼو ساتنې په پار صفر انرژۍ سړې خونې شاملې دي او همداراز د سبو او مېوو د سلګونو لمریزو وچوونکو دستګاوې هم وېشل شوې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي په وينا، ددغو نویو کرنیزو پروژو رغنیزې چارې د ياد وزارت لخوا مخته وړل شوي او لګښت يې هم ددې وزارت د پراختيايي بودجې څخه ورکول شوی چې څه باندې پنځه میلیارده افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
هغه وويل، دغه پروژې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې له لارې په ۳۴ ولایتونو کې پلي شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
ښاغلي رستمي زياته کړه، ددغو پروژو ۹۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت لخوا او لس سلنه لګښت يې د برخمن شويو بزګرانو لخوا ورکړل شوی دی.
د کرنې وزارت ویاند وایي چې، ددغو کرنیزو پروژو په پلی کېدو سره د وارداتو په برخه کې ټیټوالی، د صادراتو په برخه کې زیاتوالی، د کرنیزو محصولاتو غوره پروسس او له مصرف څخه د زیاتو کرنیزو محصولاتو د یوې برخې له خوساکېدو څخه د مخنیوي سربېره ۲۵۰ زره کاري فرصتونه هم رامنځته شوي دي.
د کرنې وزارت د مسؤلينو په وينا، د يادو پروژو بشپړېدل به د خوړو پر خونديتوب، د عايداتو پر زياتوالي او د بزکرانو پر اقتصادي ودې مثبتې اغېزې وکړي.