۸صبح، کابل: د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد په قطر کې د ځينو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دوشنبه د کب پر ۱۴مه پر خپله ایکسپاڼه په قطر کې د ځينو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د محمدیعقوب مجاهد د ګډون خبر ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې: «محمدیعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د امیر نایب الشیخ عبدالله بن حمد ال ثاني، همدا راز د قطر د دفاع وزیر او رییس ارکان سره په داسې حال کې ولیدل چې د ګڼو نورو هېوادونو د دفاع وزیران هم ورسره و.»
د دغې غونډې د اجنډا په اړه نور جزییات وړاندې شوي نه دي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد او لوی درستیز فصیحالدین فطرت پرون قطر ته تللي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي ویلي چې مجاهد او فطرت به د دې سفر په لړ کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
نوموړي یادونه کړې چې هغوی به د دغه هېواد د «دیمدیکس دفاعي» نندارتون کې هم ګډون وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دا ډله له قطر سره نږدې اړیکې لري.