د ملا متقي«بېتقوا» مقاله
لیکوال: سپین ګل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، چې مخالفان یې« بېتقوا متقي» بولي، دده په نوم یوه خپره شوې مقاله کې، له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول امریکا څخه، چې طالبانو مخکې « کفري هېواد» بوله، د « ګډ کار» غوښتنه کړې ده.
د متقي په نوم دغه مقاله، الجزیرې ټلویزون په خپله انګلیسي وېب پاڼه کې خپره کړې ده.
که افغان لوستونکي دا مقاله ولولي، په سختۍ سره به باور وکړي، چې دا مقاله یوه طالب مقام لیکلې ده، ځکه ژبه او ادبیات یې هیڅ له افغانانو سره د طالبانو کارول شوې او کاریدونکې ژبې ته ورته نه دي.
طالبان معمولاً افغانان له اوږدو آیتونو، د خپلو مشرانو او جنګیالیو له قصیدو او د خپلو مخالفانو له کنځلو وروسته په زشته، متشدده او سپوره لهجه مخاطب کوي او د رعیت، په اصطلاح له اسارته د خلاص کړو خلکو او نورو له پامه لویدلو خلکو نظر ورته کوي.
د نړیوالو او خاصتاً امریکا متحده ایالاتو په نوم د ملا متقي له ادرسه خپره شوې دغه مقاله بیا نه د لوی خدای په نوم پیل شوې، نه پکې د طالبانو د ځانمرګو او نورو جنګیالیو جګړې یادې شوي او نه د افغانستان د ګټلو ادعاوې لري.
دا مقاله که له امیرخان متقي پرته د کوم بل متقي په نوم خپره شوې وای او د طالب ملایانو او مبلغینو نظر پرې غوښتل شوی وای، خامخا به یې اوله خبره همدا وه، چې دا څنګه متقي دی، چې مقاله یې هیڅ« تقوا» نه لري.
دلیل به یې دا و، چې یو ملا او متقي- د یوه طالب چارواکي په توګه- څنګه د خدای تعالی(ج)، پیغمبر(ص)، قرآنکریم، آحادیثو، اصحاب کرامو او نورو له اساس ګرځولو پرته مقاله لیکي؟
ملا امیرخان متقي، چې په افغانستان کې یې د طالبانو د شل کلنې جګړې پر مهال، له پاکستان څخه د دغې ډلې تبلیغاتي جګړې ته، د پاکستاني استخباراتو د جوړ کړو روایتونو متنونه ژباړل او د پاکستاني او طالب مبلغینو مشر همغږی کوونکی و، طالب مبلغینو ته ویلي وو، چې له پورتنیو اساساتو پرته پيل شوې مقالې، ویناوې او خبرې د «لویدیز او کفارو» د فکري غلامانو اړوند دي او که هر چا داسې خبرې کولې، پوه شئ، چې کاپر شوی او پردي کولتور ته کار کوي.
د مقالې عنوان« فرصتونه او مسؤلیتونه» ټاکل شوي او هڅه شوې، چې د ټولو واقعیتونو خلاف طالبان د فرصتونو په مانا پوهیدونکي او مسوولیت منونکي وښيي.
یاده مقاله د طالبانو بیا واکمنیدل یو « تحول» بولي، په داسې حال کې چې د متقي په ګډون ډېر طالب مشران د افغانانو د مخاطبولو پر مهال خپله بیا واکمني د ۴۲ هېوادونو ماتې، د افغانستان فتحه کول، د اشغال د لمنې ټولول او څه او څه بولي!
ملا متقي په همدې ډول د دوی رژیم د افغانستان په تېرو ۴ لسیزو کې، لومړنی خپلواک، واکمن، متحد او مسؤل حکومت یادوي، نړیوالو سره د ښه تعامل، په کور دننه د ځانګړي متنوع جوړښت د رامنځته کیدو او پر اکثریت او اقلیت د افغانستان د نه وېشلو ادعاوې کوي.
دا ادعاوې یې په داسې حال کې دي، چې پر واک او امکاناتو د طالب مشرانو د اختلافاتو د اوج، د یو بل خلاف د لښکر جوړونې، پنجشېر کې د طالبانو د یوې تبعیض خورونکې ترانې او اتڼ ویډیو، د دوی له لوري د واک د قومي او سمتي انحصار خبرونه د رسنیو سرټکي دي.
متقي نړۍ، خاصتاً امریکا ته په دې لیکنه کې دوی سره د خبرو غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې په کور دننه یې له ټولو افغان لوریو، ان کابل کې ورسره د محاصره یو شمېر طالب پلوو سیاستوالو سره یې د خبرو غوښتنې رد کړي.
د طالبانو یوه مشهور لابي کوونکي پخواني چارواکي عمر زاخېلوال، چې ویل کیږي د پاکستان په اشاره یې طالبانو سره د جمهوري نظام پر مهال هم د پردې تر شا پټې معاملې لرلې، په یوه وروستۍ مرکه کې شکایت وکړ، چې طالبانو پرې قیودات وضع کړي او د دوی په شان خپلو خواخوږو سره هم خبرو او مشورو ته نه حاضریږي.
متقي، چې رژیم یې هره ورځ د مستندو اسنادو په ملتیا د ګڼو پخوانیو افغان سرتېرو په نیولو، شکنجو او وژلو تورنیږي، په دې مقاله کې پر افغانانو د تپلي دغه حالت څخه په انکار، د افغانانو اقتصادي او بشري ناورین امریکا ته واسطه کړی او ویلي، چې د افغانستان بانک کنګل کړې بانکي زېرمه دې ازاده او پر طالبانو بندیزونه دې ایسته کړي.
هغه په عین حال کې د امریکا دغه فشارونه، له امریکا سره د طالبانو د دوحې د معاملې خلاف عملونه ګڼلي او ویلي، چې په دې اړه دغه هېواد کومه سیاسي او اخلاقي توجیه نه لري.
ملا متقي، چې د طالبانو د ډلې له رامنځته کیدو د دغې ډلې له لومړنیو ویاندویانو څخه و، په ډېرې سپین سترګۍ په افغانستان کې د هر څه د ګل و ګلزارتوب ښودنه کوي او له امریکا پوښتي، چې دوی سره د ظاهراً توند چلند په اړه دې خپله سیاسي او اخلاقي توجیه وړاندې کړي؟
هغه یو مخ هېر کړي، چې څوک به ورنه وپوښتي چې ښاغلیه! د ډلې له رامنځته کیدو دې تر ننه، د زرګونه جنایتونو په اړه کومه دیني، سیاسي او اخلاقي توجیه لرې، که د تل په شان قسم خورئ، چې یوه څاڅکې وینه مو نه ده تویه کړې او د هېواد یوه لویشت مو هم نه ده ویجاړه کړې؟
د نوموړي له بېسارو سپین سترګیو او ادعاوو داسې ښکاري لکه افغانستان چې افغانستان نه؛ بلکې فنلینډ وي، چې د نړۍ تر ټولو خوښ هېواد اعلان شوی وي او طالبان پکې د تر ټولو ښو اخلاقو تمثیلونکي حاکمان وي!
د طالب وزیر مقاله د دوی له خولو له ویل کیدونکو نورو همېشنیو او خندونکو دروغو هم ډکه ده، خو تر ټولو مهم ټکی یې دا دی، چې ولې یو طالب مقام د ځان او اړوندې تکفیري ډلې پر ټولې« تقوا» پښې ږدي او د دوی په اصطلاح له کفارو سره د « ګډ کار» غوښتنه کوي؟
آیا دا هماغه طالبان نه دي، چې تل به یې ویل: کفار د مسلمانانو نه ملګري کیږي او که څوک دا خبره نه مني، هغه هم کافر دی!
آیا دا هماغه طالبان نه دي، چې امریکا سره د دوحې معاملې له لاسلیک وروسته یې د جمهوري نظام او ځواکونو خلاف جګړه تر ټولو سخت حالت ته یوړه او ویل یې، چې د دوی په باور د « کفارو ملګري» تر هغوی ډېر ورته مطلوب دي او ژر باید ووژل شي.
د طالب وزیر مقاله په داسې وخت خپریږي، چې د امریکا سیګار ادارې طالبانو سره د بشري مرستو په نوم د امریکا د لسګونه میلیونه ډالرو د ترسره کیدو افشاګري کړې او طالب مشرانو یې خپلو جنګیالیو او افغانانو ته په اړه سپیناوی نه دی کړی.
د امریکا پر لور د طالبانو ځغاستل او پر دې ډلې د دغه هېواد او نورو هېوادونو پټ او ښکاره شفقت لا نور څرګندوي، چې د لویو استخباراتي پروژو لپاره دا رامنځته شوې ډله او بهرني ملاتړي یې په پراخه کچه ژور تعاملات لري او داسې تبلیغاتي تکتیکونه د دوی د لا نور ممکن نیږدې والي مقدمه سازي ده.
مخکې لیدل شوي، چې ځینو لویدیزو رسنیو د حقاني شبکې د مشر او د ځانوژونکو فکري او آرماني څېره سراج الدین حقاني او نورو ترهګرو د سپینولو لپاره د دوی په نومونو مقالې خپرې کړي او په نویو استخباراتي پروژو کې د ظاهري رول لوبیدو ته یې توجیه سازي کړې ده.
افغانان، خاصتاً طالب جنګیالي که لږ هم عقل او شعور یې پيدا کړی وي له خپلو مشرانو باید وپوښتي، چې ولې ورځ تربلې« بېتقوا» کیږي او د افغانانو او بهرنیانو د مخاطبولو پر مهال یې د خبرو او لیکلو ورته منلي دود ګرځولي جهادي او جنګي ادبیات بدلیږي؟