د امریکا او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې د سولې له یو اړخیز تړون څخه که د بریالي کېدو تمه کېږي نو اړتیا ده چې پراخ شي ځکه په افغانستان کې جګړه هېڅکله یوازې کورنۍ جګړه نه وه او یو څو اړخیز نړیوال تړون کولی شي چې پای ته یې ورسوي او افغان لورو ته د دې وړتیا ورکړي چې د خپل هېواد د اداره کولو راتلونکی وټاکي. د ملګرو ملتونو په مشرۍ د منځګړتوب یو دوه اړخیز جوړښت چې واشنګټن او بروکسل په ګډه پکې همکاري وکړي د دغه هدف د تر لاسه کولو لپاره ښه لاره جوړولی شي. په سیمهييزه او نړیواله کچه به د دغه جوړښت دنده د جګړې مدیریت وي تر څو د هغه لوري لپاره بهرنی ملاتړ ودروي چې نه غواړي د سولې په بهیر کې ګډون وکړي او د هغې نهايي هوکړې لپاره د ملاتړ ژمنه وکړي چې د افغانستان اکثریت خلکو ته د منلو وړ وي. دا چې نه افغان حکومت او نه هم طالبان له ورته بهرني ملاتړ پرته نه جګړه ګټلی شي او نه هم د راتلونکي نظام جوړښت پر نورو منلی شي نو دا په افغانستان کې دننه د جګړې د ختمولو لپاره پايېدونکې زمینه جوړوي.
یوه ګڼ اړخیز جوړښت ته اړتیا ځکه بيړنۍ ده چې اوسنۍ هوکړه یوازې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر شرایطو تمرکز لري او د پایېدونکې سولې په اړه په ځايي او سیمهييزه کچه مهمو لومړيتبونو ته په رسیدو کې ناکامه ده. د دغو ستونزو له حل پرته، د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره افغانستان د ۱۹۹۰مو کلونو په څېر یو وار بیا له کورنیو جګړو سره مخ کېدی شي. د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ ادارې د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د تړون په شتون پورې نه دي تړلي او دا هر څه يې د طالبانو د هغې غوښتنې په مقابل کې منلي چې د خپلې اورپکۍ د پای ته رسولو یوازينی شرط يې له وړاندې راهیسې د بهرنیو ځواکونو وتل بلل. په داسې حال کې چې د ټرمپ ادارې استدلال وکړ چې د افغانستان د حکومت راتلونکی به د حکومت او طالبانو تر منځ په خبرو کې روښانه کېږي، په دې برخه کې ناکامه شوه چې یو اوربند حتمي کړي چې افغان حکومت پرې د ۲۰۲۰ په سپټمبر کې د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو له خوشي کولو وروسته ټینګار کاوه چې د خبرو د ښه پرمختګ لپاره اړين دی. د امریکا د نهو پخوانیو سفیرانو په ګډون ګڼو لویدیځو چارواکو چې د په افغانستان په موضوعاتو کې ډېره تجربه لري اندېښنه څرګنده کړه چې دغې هوکړې د ډېر لږ څه په مقابل کې په افغانستان کې په نړیواله کچه د په رسمیت پېژندل شوي حکومت د مشروعیت مراندې لا کاواکه کړې چې امریکا محتدو ایالتونو ېې د نږدې دوو لسیزو لپاره ملاتړ وکړ.
دا چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په یو اړخیز ډول وتل ښايي د لا ډېر ګواښونکي کورني جنګ لامل شي هغه اندېښنه ده چې د افغانستان حکومت او ټول ګاونډیان يې په ګډه لري. د همدې لپاره، افغانستان یوه له هغو ګوتو په شمېر موضوعاتو دی چې د امریکا، روسیې، ایران او چین تر منځ پکې همکارۍ ټکر نه کوي: د افغانستان د جګړې ختمېدل د ټولو په ګټه دي. امریکا کولی شي له اروپايي ټولنې سره له ګډ او نږدې ایتلاف څخه ګټه واخلي؛ دا کولی شي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د داسې سیمهييز جوړښت له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي چې له مسکو او بېجېنګ یې هم وار له مخه ملاتړ وشي. اروپايي ټولنه د داسې څو اړخیزو دیپلوماتیکو نوښتونو د رامنځته کولو مخينه لري چې د ټرمپ د ادارې پر مهال ګوښه شوي او له پامه غورځېدلي وو او په دغه بهیر کې بېرته پیلېدی شي. پر دې سربېره د اروپايي ټولنې ګڼ غړي د ناټو غړيتوب هم لري چې په افغانستان کې په خپل ماموریت کې ځواکونه لري، هغه څه چې د امريکا ولسمشر جوزېف بایډن د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په ۱۹مه په مونیخ کنفرانس کې د وينا پر مهال پرې اعتراف وکړ. ښاغلي بایډن هلته ژمنه وکړه چې «د افغانستان په اړه مخ پر وړاندې تګ پر مهال به له خپلو ناټو ملګرو سره له نږدې سلامشورې کوي». څو اړخیزې همکارۍ ته د اروپايي ټولنې او امریکا ستنېدل به د ۲۰۲۰ د مارچ په لسمه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې هم نوې ساه پو کړي چې په افغانستان کې د سولې بهیر يې د روانې جګړې د پای ته رسولو پر لور مهم ګام بللی او ژمنه يې کړې وه چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره به پایېدونکی ملاتړ وکړي. دغه پرېکړهلیک مني چې هر ډول سیاسي جوړجاړی باید د سولې بهیر د وروستۍ پایلې په توګه ښځو، ځوانانو او لږکیو یا اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.
په افغانستان کې د جګړې د بڼې بدلون
په افغانستان کې د جګړې ختمولو ته څو اړخیزه لاره چاره موندل چې د ځواکونو له ایستلو هاخوا مهال ته هم غځېږي د دې ستونزې او د مخ پر وړاندې لارې د بڼې بدلون ته اړتیا لري. د دغه ډول لارې چارې نشتوالی او په افغانستان کې د امریکا او ناټو ماموریت ته د یوه سیمهييز لید نشتوالی پر امریکا د ۹/۱۱ ترهګريزو بریدونو په غبرګون کې د ځانګړي پوځي غبرګون پر مهال د جګړې د پیل وختونو ته ورګرځي. افغانانو او د سیمې ګڼو هېوادونو ته جګړه له هغه مهال هم وړاندې پیل شوې. دوی يې ریښې په ترهګریزو ډلو کې نه ګوري بلکې د سړې جګړې د مهال زيږنده يې بولي چې هغه مهال د واشنګټن او مسکو د رژیم بدلولو پالیسۍ د افغان دولت د ړنګېدو او د طالبانو او له هغه وروسته په هېواد کې د بهرنیو ترهګرو القاعده د څرګندېدو لامل شو. په داسې حال کې چې امریکا یوازې په افغانستان کې د ترهګرۍ په ماتولو او جګړه متمرکزه پاتې شوه د امریکا او اروپايي حکومتونو له خوا ګمارل شوو مطالعو موندلې چې افغانان تر ډېره په ښه حکومتولۍ او اقتصادي پراختیا خوښ وو.
په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان له برید وروسته امریکا په داسې حال کې چې باور يې دا و چې د ترهګرۍ ضد ستونزې سره مخ ده ځان يې له نارغندو پالیسیو سره مخ ولید. د ملت جوړونې د ټولیزې لارې چارې پر ځای يې غوره ييزه یا انتخابي لاره غوره کړه او کله چې نوی حکومت جوړېده مات شوي طالبان یې د بون له بهیره بهر پرېښودل او ځان یې سره له دې پاکستان ته نږدې کړ چې هغوی له ډېر پخوا راهیسې د افراطیت ملاتړ کاوه. پاکستان اوس طالبانو ته پناهځای ورکوي او کافي اندازه پوځي ملاتړ ورکوي تر څو خپله اورپکي پرې ژوندۍ وساتي او دا بهیر له ۲۰۰۴ کال راهیسې را روان دی چې دې چارې د افغانستان جګړه د کورنۍ اورپکې پر ځای پر یوه نیابتي یا پراکسي جګړه بدله کړې. د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې د امریکا د استخباراتو یوه مخکښ تحلیلګر په افغانستان کې د امریکا ماموریت هومره له تېروتنو ډک وباله چې د پاکستان حکومت د امریکا مالي مرستې بېرته طالبانو او حقاني شبکې ته ورځي چې پر امريکايي عسکرو بریدونه وکړي. په تېرو نولس کلونو کې په افغانستان کې د پاکستان لخوا ملاتړ شوې اورپکي د امریکا او ناټو د سلګونو مېلیاردونو ډالرو د هدر کېدو او د دغې ټلوالې له ۳۵۰۰ د ډېرو سرتېرو د وژل کېدو او د دې د لس برابره ډېرو افغان ملکیانو د وژل کېدو لامل شوې.
په افغانستان کې جګړه هېڅکله خالصه کورنۍ جګړه نه وه بلکې قوي سیمهييز تړاوونه يې لرل چې د افغانستان د مطالعې د ګروپ د راپور په ګډون ګڼو مطالعو دا حقیقت موندلی. له سیالۍ ډکو سیمهييزو ګټو د سولې پخوانۍ هلې ځلې ډب کړې، اسلامي پوځيګري او ترهګري یې پیاوړې کړې او د افغان حکومت پر خلاف د اورپکۍ را پورته کېدل یې هڅولي. له نشهيي توکو سره د مبارزې پر پروګرامونو د میلیاردونو ډالرو له لګولو سره سره افغانستان لا هم د ناقانونه اپيمو د تولید سیمهييز مرکز دی چې په ۲۰۱۹ کال کې يې د ټولې نړۍ ۸۰ سلنه تولید کړي او دا د طالبانو د اورپکۍ ستره مالي سرچينه ده. طالبان سره له دې چې ځان سوچه افغان اورپکه ډله بولي خو خوندي پټنځایونه يې په پاکستان کې دننه دي او له ایران او روسیې مرستې اخلي. د امریکا د مالیې وزارت یوه وروستي یادښت وښودله چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو له القاعدې سره اړیکې پاللې او هغوی يې خوندي کړي دي.
دا چې دا اورپکي تر ډېره له سیمهييزو سیاستونو سره تړلي او تر ډېره د پاکستان په واک کې دي، غوره ده چې طالبان یو نیابتي یا پراکسي خوځښت وکتل شي، نه یوه خپلواکه ډله. دا د امریکا د هر ډول ډيپلوماتیکې هلې ځلې لپاره مهمې پایلې لرلی شي. لومړی، هېڅوک داسې نشي انګېرلی چې طالب مرکچیان دې د دې واک ولري چې د پاکستان د ملي ګټو له لومړيتوبونو بهر یو څه دې ومني که څه هم ټول افغان لوري پر هغه یوه خوله وي. دویم، هېڅوک له طالبانو سره داسې چلند نشي کولی چې د افغان حکومت پر واک له سترګې پټولو پرته وانګیري چې طالبان تر نړیوال قانون لاندې د یوه خپلواک دولت استازولي کوي. له طالبانو سره د امریکا د هوکړې هغه برخې چې د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت پر سر د هوکړې بشپړوالی پکې یاد شوی په کابل کې د جوړجاړي د بلنې په سترګه ورته نه کتل کېدل بلکې د اوسني حکومت او هغه ملي اساسي قانون د لغوه کولو په سترګه ورته کېدل چې دغه حکومت ترې راوتلی. له طالبانو سره د امریکا د تړون ډېرې برخې له هغې ګډې اعلاميې سره ټکر لري چې په هماغه ورځ امریکا له افغان حکومت سره لاسلیک کړه. په افغانستان کې د ګڼو افغان حکومتي چارواکو او پوهانو په اند طالبان خپله وايي چې د خبرو په جریان کې يې ځان ته د امریکا د تسليمولو تړون کړی او ملکي کارکوونکي هم د دوی په اند اسلامي امارت ته د «بیعت یا د وفادارۍ لوړې» ته اړباسي چې د سیمې او نړۍ په کچه د حکومت په توګه دريځ نه لري. دوی د روغې جوړې پر ځای پر مخکښو خبریالانو، ښځینه قاضیانو او د مدني ټولنې پر مخکښانو د مرګونو بریدونو لړۍ پیل کړې ځکه د هغوی نظرونه له دوی سره ټکر لري. دا کړنې او د طالبانو شعار ښيي چې دغه خوځښت باوري نه دی چې د دوی ملاتړ دې هومره پراخ وي چې سیاسي بحثونه یا هم ټاکنې وګټي او له همدې امله غواړي چې خپله بریا د تاوتريخوالي له لارې شونې کړي.
د امریکا او طالبانو هېڅ هر اړخیز تړون به دا ستونزې حل نهکړی شي، خو د ملګرو ملتونو په مشرۍ د منځګړتوب یو جوړښت به وکولی شي چې د شخړو د حل د هڅو د بنسټیز کولو له لارې دا حل شونی کړي. له بهره، سیمهييزې همکارۍ به وکولی شي چې د افغان لورو تر منځ عملي خبرې رامخې ته کړي او وهڅوي. د دې چارې لپاره حقوقي بنسټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۰ د مارچ د لسمې ۲۵۱۳ پرېکړه لیک دی چې د سولې راوستو په موخه، الف) پر افغان حکړمت او طالبانو غږ کوي چې پایېدونکې سولې ته رسېدونکې خپل منځني خبرې وکړي او ب) له ټولو غړو دولتونو غواړي چې «د پایېدونکې سولې د دداسې هر اړخیز تړون لپاره د بریالیو خبرو بشپړ ملاتړ وکړي چط په افغانستان کې د ټولو خلکو په ګټه جګړه ختمه او د سیمې له ثبات او نړیوال امنیت سره مرسته وکړي». دغه پرېکړه لیک د افغانستان د جګړې لپاره د پای طرحه وړاندې کوي چې د ځواکونو له وتلو هاخوا پړاو هم رانغاړي او د سولې داسې بهیر هم پکې راځي چې موخه يې «د ښځو، ځوانانو او لږهکیو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو خوندي کول دي» او دا چې «له ۲۰۰۱ کال راهیسې لاسته راوړنې او اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او پراختیايي پرمختګونه» به خوندي او جاري ساتي. دا یوازې د یوه روښانه توپیر کرښه نه ده – د ۲۰۲۱ کال افغانستان په ۲۰۰۱ کال د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان سره ډېر لږ ورته والی لري.
د طالبانو او ملي روغې جوړې د بهیر پر جوړښت بیا کتنه
په دوحه کې د طالبانو مذاکرهکوونکی پلاوی د پاکستان په مرسته د مذاکرې مېز ته حاضر شو ترڅو په ريښتيني ډول عمل وکړي خو ډېری هغه مسایل چې کار پرې کوي، د هغو بدلونونو نه منل دي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې راغلي. له یوې خوا اوسمهال د هېواد نفوس ځوان دی او ډېری افغانانو یوازې د مور او پلار یا نیکونو له خولې د طالبانو د واکمنۍ کیسې اورېدلې. کابل ښار چې طالبانو د یوې کنډوالې په شکل پرېښود اوس له څلور میلیونه په ډېر نفوس لرونکي لوی ښار بدل شوی او اوسمهال افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د ښار جوړونې کچه پکې ډېره لوړه ده. دغه پراختیاوې له مخابراتي انقلاب سره مل وې چې په ملي کچه پکې تېلېفوني شبکه، غوره ترانسپورت (د داخلي هوايي مسافرتونو په شمول) او په ښاري سیمو کې ۹۰ سلنه برېښنا چې په ۲۰۰۱ کال کې یوازې ۵ سلنه وه شامل دي. د افغانستان د ۳۵ میلیونه نفوس له ډلې ۹ میلیونه یې لومړنیو او منځنیو زدهکړو (د نجونو په شمول) ته لاسرسی لري. په ۲۰۰۱ کال کې یوازې یو پوهنتون و چې اوسمهال په سلګونو پوهنتونونه (ډېری یې په شخصي بودیجه) په افغانستان کې فعالیت لري او تر ۳۰۰،۰۰۰ ډېر زدهکړیالان پکې زدهکړې کوي له دې ډلې نږدې ۱۰۰،۰۰۰ تنه یې نجونې دي (چې په ۲۰۰۱ کال کې دا شمېره صفر وه). ډېرې لږ کورنۍ دي چې د ښوونې او روزنې له پراختیا نه وي برخمنې شوې. ټولنیزې رسنۍ اوسمهال د هېواد په ټولو برخو کې شته چې ۲۰۰ تلویزیوني شبکې (په ۲۰۰۱ کال کې دا شمېر صفر و) پکې شاملې دي. ډېر شمېر رادیويي او انټرنېټي شبکې دي چې د هېواد ډېری سیمو ته د فکر د ډول او پرمختللو ښاري ارزښتونو د پراختیا لامل کېږي.
د نفوس دغه بدلون او د هېواد اقتصادي پراختیا چې په ۲۰۰۱ کال کې ۲.۵ میلیارد ډالره او په ۲۰۲۰ کال کې ۱۹میلیارد ډالره وه، د طالبانو محبوبیت کم کړی. طالبان، په افغانستان کې د خلکو ترمنځ د بنسټ له پراختیا او کورواکۍ هاخوا، مخکې له مخکې ځانونه له پاکستانه په ترلاسه کوونکي ملاتړ، د منځنۍ آسیا د « بهرنیو جنګیالیو» په تخنیکي او عملیاتي او د منځني ختیځ د شتمنو محافظه کارانو پر مالی مرستو ځانونه متکي بولي. له القاعدې سره د اړیکو پرې کولو ته د طالبانو زړه نازړه توب د دوی د ځینو سخت دریځو د فکري تړاوونو پر ځای بهرنیو مرستو ته په اړتیا کې ښه واضح ده. پر دې سربېره، دا چې د افغانستان فرهنګي تاریخ تر ډېره د اسلام له تصوفي لارښوونو سره تړلی چې د پېړیو په جریان کې یې د هېواد پر هنر، شعر، موسیقۍ او فولکلور هم اغېز کړی، د طالبانو سلفی سیاسي اسلام له بهره د یوه وارد شوي مشکوک اسلام په توګه بلل کېږي. دا موضوع د دې لامل شوې چې ځینې شنونکي دا ادعا وکړي چې د طالباني ارزښتونو جوړجاړی د افغانستان له اوسنیو ارزښتونو سره ناشونی دی. د کمزورۍ پر ډېرو ټکو سربېره، اوسنی ملي حکومت، تر طالبانو ډېر د افغانسان د خلکو ترمنځ د شته ارزښتونو استازولي کوي.
لکه څرنګه چې نورې اسلامپالې جنګیالۍ ډلې چې په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې رامنځته شوې، د طالبانو آیډیولوژي د دې پر ځای چې پر راتلونکي متمرکزه وي تر ډېره وروسته پاتې ده. په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د راغلو پام وړ بدلونونو او هغې اورپکۍ تر منځ جوړجاړی ناشونی شوی چې د طالبانو ډېری پاکستان مېشتي مشران یې پیروي کوي او ورپسې دي. په داسې حال کې چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده او د هغه شاوخوا تندلاره کړۍ ښايي په دغه باور وي چې دا ټولنیزې او اقتصادي لاسته راوړنې پخوا ته وګرځولی شي، د تحریک ډېری غړي د خپلو خلکو له ماتې وېره لري چې ښايي د دوی کورنیو او ټولنې ته ناوړه پایلې ولري. د طالبانو له یوه داسې لوړ پوړي قوماندان سره د خبرو پرمهال چې د رایې ورکولو حق یې نه درلود، موږ ته د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې نړیوالو مرستو ته له نه لاسرسی شکایت وکړ «ښځې یې ناروغې کړې او ماشومان یې بېسواده او له لازمو وړتیاوو پرته لویېږي.» د طالبانو دوو تنو نورو لوړو پوړو مشرانو چې په افغانستان کې په جګړه بوخت دي شکایت درلود چې کورنۍ یې په پاکستان کې ژوند کوي او د پاکستاني چارواکو لهخوا د یرغمل په ډول ساتل کېږي او له هېواده بهر د وتلو اجازه نه ورکول کېږي. دغو قوماندانانو وویل چې که په افغانستان کې جګړې ته ادامه ورنهکړي، کورنۍ یې په پاکستان کې ځورول کېږي او دوی خپله به هم «د تندلارو لهخوا ووژل یا هم بندیان شي.»
دغو واقعیتونو ته په پام، هغه مذاکرات چې یوازې د طالبانو لوړ رتبه تبعید شوي تندلاري پکې شاملېږي او په هغو کې ډېری هغه قوماندانان له پامه غورځول کېږي چې په افغانستان کې دي، دا د ستراتیژیک لرلید د نشتوالي په معنا دی. په دوحه، کوېټه او کراچۍ کې د طالبانو مشران ښايي جوړجاړي ته لېوال نه وي خو لږ تر لږه د طالبانو ځینې هغه قوماندانان چې په افغانستان کې دي، ډېر لېوال دي چې سیمې یې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID)، د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) او د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت لهخوا له وړاندې شوو اقتصادي او زېربنايي پراختیاوو برخمنې شي. دا هڅونې د طالبانو ټيټ رتبه کسانو ته کلک دلیل په واک کې ورکوي چې د مذاکراتو لاره غوره کړي ترڅو له پاکستان نه افغانستان ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي ادارې (UNHCR) او د کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره د اروپايي اتحادیې د جوړو شوو پروګرامونو له لارې په خوندي ډول د دوی د کورنیو راستنېدو ته زمینه برابره شي. د مذاکراتو په محور کې د دا ډول موضوعاتو شاملول به دا کیسه په راتلونکي کې د جګړې د پای ته رسېدو له څرنګوالي د تلپاتې سولې ټینګښت ته بدلون وکړي. دا کار د طالبانو واقعیتپالو مشرانو ته دا وړتیا ورکوي ترڅو د خپلې ټولنې د مشرانو په ملاتړ، په خپله ډله کې د تندلارو د برترۍ غوښتنې وګوري، په معمولي توګه، د احترام وړ سیمهييز مشران، د خپلو خلکو هوساینه پر بهرنیو پالیسو غوره ګڼي، که د هغو سرچینه د کابل حکومت وي او یا هم سرسخت ایډیولوژیک اسلامپالي. د کیسې بدلون د ۱۹۹۲کال د خونړۍ تېروتنې مخنیوی کوي چې د نجیب د حکومت له پرځېدو وروسته پېښه شوه چې له امله یې واک د مجاهدینو تبعیدي مشرانو ترلاسه کړ او له ځینو پرته چې هېڅکله له افغانستانه ونه وتل ډېری یې څو لسیزې په پاکستان کې مېشت وو.
ولې بیا هم د ملګرو ملتونو د سازمان رول؟
که له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له یو اړخیز وتلو سره سوله راتللی شي، بیا به نو یوازېنی اړین کار لوجستیکي چارې وې نه دیپلوماتیکې هڅې. مګر د هغو جګړو پای ته رسول، چې افغانستان یې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې بې ثباته کړی، یو شمېر داسې څو اړخیزو هوکړو ته اړتیا لري چې یو بل سره تقویه کړي. په دغو هوکړو کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو، د افغانستان د ګاونډیانو د لاسوهنو پای ته رسولو او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړې شاملېږي. که د دغو هوکړو له جملې یوه یې هم نه وي، جګړه به دوام کوي او ناوړه سیناریو به د ګډوډیو د یوه نوي پړاو پیل وي چې د افغانانو او د دغه هېواد د ګاونډیانو په زیان به تمامېږي او همدا راز به د سختدریځو وسلهوالو ډلو بیا راتګ ته زمینه برابره کړي.
دا چې مېشت نړیوال ځواکونه د ناټو او امریکا تر قومانده لاندې دي، واشنګټن او بروکسل باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له 2513 پرېکړهلیک سره سم رهبري ومني. دا پرېکړهلیک چې د امنیت شورا ټولو 15 غړو تایید کړی، د ملګرو ملتونو تر رهبرۍ لاندې د سیمهییز منځګړیتوب د رول لپاره د بنسټ په توګه کارول کېدای شي. دا رول به د 7+1 پلټ فارم له لارې تنظیم شي چې د امریکا متحده ایالات، چین، روسیه، اروپایي اتحادیه، پاکستان، هند او ایران جمع افغانستان پکې راځي. دا پلټ فارم به د سیمې په کچه د باور جوړونې د لارو چارو له پراخولو سره خپل کار پیل کړي، چې د دوامدارې سولې د ټینګښت لپاره خورا اړین دی. دا نوی جوړښت د ملګرو ملتونو د استازو پر تجربو، لکه ډییګو کوردوز چې د 1988 جنېوا توافق منځګړیتوب یې پر غاړه درلود او لخضر ابراهیمي چې د 2001 کال د بن تړون سرپرستي یې کړې، پانګونه کولی شي؛ دوی دواړو په یو ډول سیمهییزې همکارۍ راجلب کړې، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د مذاکراتو د ملاتړ لپاره به هم اړینې وي. د ملګرو ملتونو د سازمان په مشرۍ لاندې سیمهییز پلټ فارم به یو داسې خپلواک نړیوال جوړښت رامنځته کړي چې په مذاکراتو کې د افغانستان د حکومت د ملاتړ لپاره یو متنوع سیمهییز اېتلاف سمبال کړای شي او پایلې یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د باوري او الزامي تړونونو په توګه تضمین کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (UNAMA)، چې اوسمهال یې دیبورا لاینز اداره کوي، باید په دې برخه کې خپله د لسګونو کلونو تجربه وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو په مشرۍ سیمهییز منځګړیتوب په افغانستان کې تاریخي ارزښت لري. په 1988 کال کې د جېنېوا تړون، چې له افغانستان څخه یې د سرو لښکرو وتل تضمین کړل، د اوس لپاره یو ستر درس دی. که څه هم په 2021 کال کې د افغانستان وضعیت د شوروي اتحاد د مهال په پرتله خورا توپیر لري، خو شخړې په هره لسیزه کې یو مشترک استنباط لري او هغه دا چې د نظامي ځواک له لارې په افغانستان کې سوله نه شي ټینګېدای. د 1980مې لسیزې په وروستیو کې، نړیوالو زبرځواکونو او د افغانستان ګاونډیانو د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ د دیپلوماتیکو هڅو په چوکاټ کې د شوروي ځواکونو د بریالي وتلو په مدیریت کې رول ولوباوه. سره له دې چې یاد بهیر د سرو لښکرو له وتلو وروسته د سولې په راوستلو کې ناکام شو، ځکه دواړو لورو د افغانستان لپاره د ویجاړوونکو اغېزو په پام کې نیولو پرته له وتلو وروسته هم د خپلو نیابتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړ.
اوسمهال د امریکا، اروپایي اتحادیې او روسیې ترمنځ دا ګډ درک شته دی، چې په افغانستان کې د ناامنۍ دوام د یوه لوري ګټې هم نه خوندي کوي بلکې ټول ګواښي. په افغانستان کې ثبات تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، چین او د منځنۍ آسیا هېوادونو سملاسي ګټې خوندي کوي. په افغانستان کې تېرې بېثباتۍ د پاکستان د طالباني کېدو او د نشهیي توکو د قاچاق او په هېروئینو د مېلیونونه ایرانیانو د روږدي کېدو لامل شوې. دواړه هېوادونه پاکستان او ایران دغه راز په افغانستان کې د جګړو له کبله دوې لسیزې د پراخو کډوالیو له بحران سره هم مخ شول. چین هم خپلې عمدتا مسلمان مېشتې سیمې شینګیانګ ته د اسلامي اورپکۍ د غځېدو په اړه اندېښنې لري او د افغانستان په سرحدي سیمو کې روانه ناامني په سوېل لوېدیځه او منځنۍ آسیا کې د چین ملیونونه ډالره پلان شوې پانګونې ګواښي. د 1988 کال خلاف، ټول دغه زبرځواکونه لېوال دي چې په افغانستان کې جګړې پای ته ورسېږي او په نورو لارو دوام ورنه کړي. د 2020م کال د فبروري په 18مه د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا-طالبانو د توافق کلک ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې د چین حکومت «په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره له ټولو اړخونو او نړیوالې ټولنې سره همکارۍ» ته چمتو دی.
د سولې لپاره د اتحاد/اېتلاف رامنځته کول
د ټرمپ د ادارې یو اړخیزه پالیسي نه یوازې دا چې د مطلوبو پایلو په ترلاسه کولو کې ناکامه وه، بلکې د دې په تشخیص کې هم ناکامه وه چې په 2001 کال کې په افغانستان کې د القاعده او طالبانو پرضد د متحده ایالاتو کامیابي څومره د یوه څو اړخیز اېتلاف له سمبالولو سره تړلې وه. د ځواکونو د مسؤولانه وتلو لپاره د سولې په یوه مشورتي بهیر کې له طالبانو سره د متحده ایالاتو د توافق ادغام، خپله د اتحاد او اېتلاف جوړولو تګلارې ته اړتیا لري. د فبروري پر ۱۸مه، د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، جنرال جېنز سټولټنبرګ له افغانستانه بیړني وتل رد کړل. دغه دریخ یو ځل بیا اروپایي اتحادیه د بایډن تر ادارې لاندې متحده ایالاتو سره همغږې کړه. کابل هم د سټولټنبرک د دغه اعلان هرکلی وکړ؛ د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ملي شورا له غړو سره په ناسته کې وویل، چې د ناټو تصمیم «ستر پیغام» ولېږداوه. هغه زیاته کړه، د ناټو تصمیم «له طالبانو سره د لا جدي خبرو اترو لپاره» لاره برابروي. د امنیت شورا د 2513 پرېکړهلیک مطابق د ملګرو ملتونو د سازمان تر رهبرۍ لاندې د سیمهییز منځګړیتوب له نوښت څخه د امریکا او اروپایي اتحادیې ملاتړ، د حل لارې د ملاتړ لپاره یوه مشروع فلټ فارم ته لاره برابروي.
دا چې په افغانستان کې پوځي ماموریت د ناټو په عملیاتو کې راځي، د بایډن اداره دا فرصت لري چې یو ځل بیا وښيي چې د متحده ایالاتو پالیسي له خپلو متحدینو سره نژدې کار کول دي، نه دا چې په یوازې سر یې سرته رسول غواړي. واشنګټن او بروکسل د امریکا او ناټو ماموریت ته داسې لوری ورکولی شي چې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له ګواښ سره مخ کېدو پرته په افغانستان کې د دوی پوځي حضور پای ته ورسېږي. اوسمهال، په افغانستان کې د ناټو 11000 پوځیان (تر نورو ډېر 2500 یې امریکايي پوځیان) په دغه هېواد کې د سولې په ټینګښت کې د واشنګټن-بروکسل رول ادا کوي. که څه هم، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د مذاکراتو له لارې روغې جوړې ته د رسېدو بار د افغان حکومت پر اوږو واچاوه، پرته له دې چې د ترلاسه کولو لپاره یې اړین وسایل ورته چمتو کړي.
په سیمه کې د اروپا د روابطو پر عمق له تکیې هاخوا د بایډن د ادارې لپاره بل دیپلوماتیک امتیاز دا دی چې: اروپايي اتحادیه اوسمهال له روسیې او چین سره د امریکا په پرتله ښې اړیکې لري. اروپایي اتحادیه همدا راز له ایران سره په اتومي تړون کې هم ده او په عین حال کې د تهران او بایډن د ادارې ترمنځ منځګړیتوب هم کوي. «بالآخره، دا چې په افغانستان کې عملیات د ناټو تر مشرۍ لاندې یو ماموریت و. نو ولې باید یوازې د واشنګټن د شرایطو پربنسټ خبرې اترې پرې وشي؟» د اروپایي اتحادیې یوه جګپوړي دیپلومات په دې وروستیو کې له طالبانو سره د امریکا د تړون له لیکونکو وغوښتل چې د منځګړیتوب په دې بهیر کې باید د وسلهوالو ډلو ښکېلتیا د تړون د شرایطو پربنسټ وي، خو د خپلې خبرې لوری به ټوله نړیواله ټولنه ګرځوي، نه یوازې متحده ایالات.
څه باید وشي؟
په افغانستان کې د جګړې پای یوه ګډ هدف ته د دوو جلا ماموریتونو رسېدل غواړي. په کور دننه باید طالبانو ته قناعت ورکړل شي چې داسې تړون چې سیاست پکې د تاوتریخوالي ځای نیسي هم دوام کولی شي او هم ممکن دی. له ۱۹۷۸ کال وړاندې افغانستان چې اوس هم په نه قابو کېدونکي او نه ایل کېدونکي مشهور دی د نيمې پېړۍ نه ماتېدونکې سولې تجربه لري او په سیمه کې تر ایران وروسته دویم تر ټولو زوړ دوامدار خپلواک دولت دی. په نړیواله کچه د افغانستان ټول ګاونډیان باید د ملگرو ملتونو په مشرۍ په یوه ګڼ اړخیز جوړښت کې دا ژمنه وکړي چې نور به مداخله نه کوي. افغانستان دوې پېړۍ د داسې جيوپالیټیک سیاستونو قرباني و چې افغانان پکې په داسې نابللو جګړو کې مړه کيږي چې د دوی تر خاورې په لوی لاس ورغځول کېږي. د لاسوهنو دوه وروستي موارد د شدیدو کورنیو جګړو د رامنځته کېدو او د دې لامل شول ترڅو افغانان د څلور لسیزو لپاره یو بل سره ووژني. دا ښيي چې د افغانستان جګړه له اغېزناکې سیمهييزې او نړیوالې همکارۍ پرته پای ته نشي رسېدی چې په دې ډول د سولې ماتوونکي د سولې له سبوتاژ کولو راتم کړای شي او دا ډاډ رامنځته شي چې افغانستان نور خپلو ګاونډیانو ته ګواښ نه دی. په اوسني غلیمانه او ناندریو ډک چاپیریال کې بریالی کار پر لاندې دوو ننګونو لاسبري ته اړتیا لري.
1) د سیمهییزو ژورو بې باوریو له منځه وړل
یوه اغیزناکه او بې پرې منځګړې سټه باید د جنګي اړخونو، سیمهييزو برخه والو او هغو ځایي ولسونو تر منځ د باور د نشتوالي ننګونه حل کړي او په بدل کې هغوی ګډو ګټو ته وهڅوي. لکه څرنګه يې چې په بون کې هم ترسره کړ، یوازې ملګري ملتونه دي چې د بیا ځلي باور لپاره دغه رول لوبولی شي او له هغه وروسته تجربه شوی تیار چمتو جوړښت يې هم په واک کې دی چې هم افغان او هم نړیوال لوري پکې راشاملولی شي. دا چې په افغانستان کې هغه ډلې چې پر نړیوال ملاتړ تکیه لري د نه جوړجاړي دریخ ساتي د دوی دولتي ملاتړي باید د جګړې د پای د هر اړخیز حل برخه وي. د داسې پایلې د ترلاسه کولو میکانیزم تر ډېره د بین الافغاني مذاکراتو د بهیر او د سیمهییزو لوبغاړو ترمنځ د شخړې مدیریت د جګړې پر دوه ګوني حل پورې تړلی چې ملګري ملتونه یې مشري کوي. د بېلګې په توګه، د پاکستان د ملي امنیت ګټې به په یوه لاسلیک شوي پلټفارم کې د ټولو سیمهییزو او نړیوالو ګډونوالو لهخوا چې مشري به یې ملګري ملتونه کوي وڅېړل شي. دا ډول لاسلیک شوی سند به د طالبانو او حکومت ترمنځ د شوو مذاکراتو ترلاسه شوې پایله هم تضمین کړي ترڅو شخړې د پایدارې سولې او ثبات خواته رهنمايي کړی شي. دا چې له غیر پوځي لارو چارو په افغانستان کې د جګړو حل په ملي او نړیواله کچه یوه منل شوې قاعده ده، د سیمهییز ملاتړ له میکانیزم پرته تیت او پرک او یو اړخیز مذاکرات به د جګړې له پای ته رسولو پرته یوازې د امریکايي ځواکونو وتل شوني کړي – د سیمهييزو لوبغاړو، په تېره بیا د چین او روسيې لپاره هغه تر ټولو بد غوراوی.
دا وېره چې د امریکا وتل به د افغانستان د ګاونډیو لپاره سیمهييز حالات ترینګلي کړي همدا اوس د پالیسیو د بدلون لامل ده. روسیې په دې وروستیو کې په قرغیزستان کې د کنت هوايي اډې کنټرول اخیستی او د امریکا او ناټو د ځواکونو د کمولو په غبرګون کې يې د افغانستان پولې ته په تاجیکستان کې خپله ۲۰۱ نمبر قول اردو ځای پر ځآی کړه. چين هم سره له دې چې د پامیر د غرونو په لړۍ کې له افغانستان سره لږه پوله لري په منځني ختیځ او افغانستان کې د داعش په لیکو کې د ایغور مسلمانو لږهکیو د شتون په اړه د خبرداري په حال کې دي. په شینجيانګ کې چې مسلمان اویغور لږهکي پکې مېشت دي په دې وروستیو کې په چین کې د انرژۍ او سوداګرۍ په ستراتيژیک دهلیز بدل شوی. په افغانستان کې کورنۍ جګړه او د دولت ماتې به هغو مسلمانو اویغور جنګیالیو ته خوندي پټنځای برابر کړي چې چین يې د مهارولو لپاره هېڅ اغېزناک وسایل په لاس کې نه لري. چین وار له مخې په افغانستان کې په واخان دهلیز کې له تاجیکستان سره ګډ پوځي تمرینونه هم کړي سره له دې چې دا سیمه له هغو محدودو سیمو ده چې تر اوسه جګړه نه ده ورغځېدلې.
که له طالبانو د پاکستان ملاتړ لرې کړای شي چې تل یې د جنګیالیو ډلو لپاره د خوندي پټنځای په توګه رول لوبولی، د دې شونتیا شته چې افغانستان به د هغوی د قوماندې د مرکز په توګه په پام وړ توګه راکم کړای شي. د پاکستان لپاره په کابل کې د داسې حکومت ټينګېدل چې له هند سره جوړ وي، د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره داسې ګواښ بلل کېږي چې پر استناد یې د څو لسیزو لپاره له باغي ډلو ملاتړ توجیه کړی. ځکه نو، د سولې په هر بهیر کې لوی خنډ، له طالبانو سره د هوکړې ترلاسه کول نه دي بلکې په هغو پورې د پاکستان د حکومت تړل دي. ښايي دا چاره د سیمهییز بهیر د برخې په توګه د ملګرو ملتونو په مشرۍ له هند سره د یوه داسې ګډونوال په توګه شي چې په هغو کې د افغانستان حکومت د پاکستان د امنیتي اندېښنو د له منځه وړلو لپاره هڅه کولی شي.
۲) د سیمهییز ادغام رامنځته کول
له اقتصادي او سیاسي پلوه له سیمې سره د افغانستان ادغامول به د کورني امنیت مسئله په یو پر بل تړلي توکي بدل کړي چې بیا د سوداګرۍ، لوجیستیک او وګړو ترمنځ د اړیکو له لارې دوام موندلی شي. افغانستان وار له مخه د دوه اړخیزو او څو اړخیزو تړونونو له لارې د یو شمېر سیمهییزو سازمانونو او دغه راز د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړی. په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان د رېلپټلۍ سیمهییزو سیستمونو، د برېښنایي شبکو، نللیکو او سیمهییزې کچې پراخ لوجیستیک سره نښلول شوی دی. د افغانستان کورنی ټیکاو کولای شي د سوېلي آسیا او په ځانګړې توګه د پاکستان له لوړې تقاضا لرونکو بازارونو سره د مرکزي آسیا د انرژۍ د بډایه سرچینو په نښلولو سره سیمهییز امنیت او اقتصادي ودې ته لار هواره کړي. پر دې سربېره، په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل د پولې په بله غاړه د پاکستان د امنیت پر ښه کېدو هم اغېزه کوي او په دې توګه اسلام آباد ته زمینه برابریږي چې خپلې پنځلس کلنې زیربنایي موخې چې د ۶۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پاکستان- چین اقتصادي دهلېز رامنځته کول دي، ترلاسه کړي.
د سیمهییز اقتصادي ادغام په برخه کې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه په بالکان، شمالي آیرلنډ او دواړو نړیوالو جګړو کې له جګړې وروسته د وضعیت ښه کولو په هڅو کې ځانګړی تخصص او مهارتونه لري. که څه هم د اروپا د جګړو عوامل، شرایط او سیمهییز تمایلات د افغانستان له هغو څخه ډېر متفاوت وو، خو له جګړې وروسته سیمهییز چوکاټ په مفهومي توګه تر ډېره اړوند دی. متحده ایالتونه او اروپايي ټولنه باید خپلو ځانګړو استازو ته دنده وسپاري ترڅو له خپلو روسي او چینایي سیالانو او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۷+۱ سیمهییزو منځګړو سره له نږدې کار وکړي ترڅو په افغانستان کې د سولې په پروسه کې د ټولشموله مشارکت لپاره هلې ځلې وکړي.
د سولې داسې یو تړون بریا ته رسېدای شي چې سیمهییز اقتصادي ادغام ته لار هواره کړي، ځکه د ښکېلو اړخونو شخصي ګټې پراخوي او په دې توګه تړون خوندي کېږي. دا چاره نیابتي لنډمهاله ښکېلتیا په اوږدمهاله اقتصادي همکارۍ بدلولای شي. د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا سره د برېښنایي شبکو، نللیکو او لېږد رالېږد له لارې د پاکستان نښلول به د اسلامي اورپکۍ او د پولې دواړو غاړو ته د ترهګرۍ پر وړاندې د دواړو هېوادونو د کورني امنیت ټینګښت ته لار هواره کړي. د سیمې په کچه ادغام شوی افغانستان ګاونډیو هېوادونو او په تېره بیا پاکستان ته قناعت ورکوي چې د افغانستان په هکله خپله تګلاره بدله کړي او د ولسواکۍ او سوداګرۍ پر مخ د سیمې د پرانیستلو له لارې واشنګټن او بروکسېل ته د چین او روسیې سره په سوېل لویدیځه او مرکزي آسیا کې په معاملو کې ستراتیژیکه ګټه ورسوي.
دا کړنلاره د هغې خطرناکې بهرنۍ پالیسۍ د زیانونو مخنیوی کوي چې تمرکز یې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه او د وتلو پر تګلارو دی. د راتلونکو پایلو په هکله د اندېښنو نهشتون د دې لامل شو چې د امریکا متحد ایالتونه په ۱۹۸۸ کال کې د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د بیارغونې لپاره کړې ژمنې له پامه وغورځوي. د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه په افغانستان کې د اوږدمهاله ټیکاو د ترلاسه کولو لپاره د مناسب او ګټور ستراتیژیک فرصت په توګه د سولې د اوسني بهیر په رسمیت پېژندلو سره کولای شي د افغانانو پر نوي نسل تحولي اغېزه ولري چې له نړیوال لید سره له سیمې سره مدغم شوي دي. دغه نوی نسل په ډېره لېوالتیا له نړۍ سره د نښلېدو او یو ځای کېدو په حال کې دی او ډېر ژر به د هېواد د اوسنیو (عمر خوړلو) مشرانو ځای ونیسي چې ژوند یې د تاوتریخوالي، تبعید او خیانت له امله زیان لیدلی او پخلاینې ته رسېدل له ستونزو سره مخامخوي. د ملګرو ملتونو په مشرۍ ۷+۱ فورم یو مېکانېزم دی چې ګاونډي هېوادونه او سیمهییز لوبغاړي رانغاړي چې کولای شي د ګډې ژمنې له لارې شخړه مدیریت کړي. دغه ژمنه د نه مداخلې او د پولو په دواړو غاړو کې د همکارۍ له لارې سیمې ته د ټیکاو د راوستو لامل کېږي.
په افغانستان کې د جګړې پا ته رسېدل به د نړیوالې ټولنې لپاره ډېرې ګټې ولري: له افغانستانه د نشهیي توکو د ترهګرۍ له ښه مدیریت پيل او د اسلامي تندلارۍ تر مخنیوي، اروپا ته د تلونکو پنا غوښتونکو د شمېر تر راکمولو، د خپل هېواد او ژوندانه د بیا رغولو او ښه کولو لپاره په ایران او پاکستان کې د میلیونونو افغانانو تر هڅونې پورې. له روسیې او چین سره د فعالې همکارۍ په رامنځته کولو سره، افغانستان کولای شي له هغه ډال یا حایل حالت (Buffer State) ځان وژغوري چې په ۱۹مه پېړې کې بریتانیا پرې تحمیل کړ او بېرته د مرکزي او سویلي آسیا تر منځ د جیو – اقتصادي د نښلوونکې څلورلارې په توګه خپل تاریخي موقعیت ته وګرځي، هغه هېواد چې د سیمهییز امنیت لپاره د جیوپولوټیکي مرکز په توګه پېژندل کېږي. په دې توګه، په افغانستان کې د بایډن ادارې د سولې د ټینګښټ نوښت د نړۍ په نورو برخو کې د ۲۱مې پېړۍ د شخړو د راکمولو لپاره نقشه کېدای شي.
ډاکتر نعمت نجومي، د افغانستان په اړه د څو کتابونو لیکوال دی، چې په افغانستان کې د طالبانو ظهور: عمومي بسیج، کورنۍ جګړه او د سیمې راتلونکې، (The Rise of the Taliban in Afghanistan: Mass Mobilization, Civil War, and the Future of the Region) په افغانستان کې د امریکايي حکومتولۍ جوړول او سیمهییزې پایلې یې: د ولسواک ټیکاو ترلاسه کول او د چین د نفوذ توازن ساتل (American State-Building in Afghanistan and Its Regional Consequences: Achieving Democratic Stability and Balancing China’s Influence). د جورج میسون پوهنتون د څېړنې د پروفیسور په توګه ده د سولې جوړونې په برخه کې ګڼ بحثونه چمتو کړي دي. نوموړي دغه راز د امریکا د حکومت او نادولتي ادارو د ستر سلاکار په توګه هم کار کړی.
ډاکتر توماس جې بارفیلډ د انسان پېژندنې په برخه کې په بوسټن پوهنتون کې پروفیسور دی او په افغانستان یې ګڼ کتابونه لیکلي چې لاندې کتابونه یې د یادولو دي: د افغانستان د مرکزي آسیا عربان (The Central Asian Arabs of Afghanistan)، افغانستان: د داخلي بومي جوړښت اطلس (Afghanistan: An Atlas of Indigenous Domestic Architecture) او افغانستان: یو کلتوري او سیاسي تاریخ (Afghanistan: A Cultural and Political History).