ندیم: د زده کړو مرکزونو او کلپونو ته د ښځو تلل «بې عزتي» ده

۸صبح، کابل: د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي چې ښوونیزو مرکزو، سپورتي کلپونو او تفرېح ځایونو ته د ښځو تلل «بې عزتي» ده.
ندیم جمعه د مرغومي په شپاړسمه په یوه تصویري پیغام کې وایي چې د «ښځو د سپکاوي لاره» پرانیستې وه او طالبانو دغې «بې عزتۍ» ته دوام نه ورکوي.
ندا محمد ندیم زیاته کړې: «که اجازه ورکړو چې ښځه په موسسه کې کار وکړي، بې حجابه وي، پارک ته ولاړه شي، ورزش وکړي، خدای تعالی، مسلمان ولس او علماوو ته څه ځواب ووایو؟»
او همچنان میگوید: «برادر مجاهد! مسلمان مخلص! این برداشت اشتباه است که بقای نظام را در رضایت خارجیها میبینی. بقای نظام به رضایت خدا وابسته است.»
هغه همداراز وایي: «مجاهده وروره! مخلصه مسلمانه! دا ناسم اخیستون دی چې د نظام بقا د بهرنیانو په رضایت کې وینې، د نظام بقا د خدای په رضایت پورې تړلی دی.»
طالبانو په داسې حال کې ښځې له کار او زده کړو منعه کړې چې ډېر افغانانو، اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې دا پرېکړه د افغانستان د خلکو په حق کې لویه جفا بللې ده.