(د نارنج ګل مشاعره)
ننګرهار له پخوا د علم او فرهنګ د زانګو نوم ګټلی و. یوه ځانګړتیا یې دا وه چې معارف پکې پرمخ تللی و؛ لیسې، مکتبونه، انستیتیوتونه او په دې وروستیو کې پوهنتونو پکې پرمختګ کړی دی. بله ځانګړنه یې دا ده چې ملي ورځې او فرهنګي مناسبتونه پکې نمانځل کېږي. د بېلګې په توګه د ویساک ورځ او د سلطانپور په چینو کې د هندوانو او سکهـ هېوادوالو د مذهبي ورځې نمانځنه، له ډېر پخوا د هوایي ډګر ترڅنګ پراخه شنه او شګلنه ساحه کې د نوروز نمانځنه او میلې جوړول چې شاوخوا یې باغونه وو، د ژمي موسم کې د بهسودو د پله ترڅنګ د کاغذپران بازي لوبې چې څلوېښت – پنځوس کاله مخکې به د کابل خلک ورتلل، د کمپونو په ساحه کې د استقلال د جشن نمانځل، د مملې د باغ میله او د نارنج ګل مشاعره او داسې نور.
په دې ټولو کې د نارنج ګل مشاعره هغه مناسبت دی، چې نورو ولایتو کې نه لیدل کېږي. دغه مشاعره له ۱۳۴۴ل. کال را په دې خوا په پسرلي کې چې د نارنج د ونو ګلان غوړېدلي وي، رسماً نمانځل کېږي. د دغې مشاعرې تاریخي پس منظر په لنډ ډول داسې دی:
افغانستان په ۱۳۳۵ل. کال کې خپلو پينځه کلنو اقتصادي – اجتماعي علمي پلانونو باندې پیل وکړ. د دغو پلانونو هدف د هېواد د معاصر اقتصاد لپاره د زېربنایي او انکشافی لویو پروژو پیل کول او د عامه خدماتو بهبود و. درې لومړني پلانونه ډېر مشهور و. لومړی، دوهم او درېیم.
(۱۳۳۵-۱۳۵۱)، متاسفانه درېیم او څلورم پلان کې د هغه وخت د یو شمېر وکیلانو له خوا ستونزې پیدا شوې. په هر ترتیب؛ دغو پلانونو د افغانستان لپاره لویې لاسته راوړنې درلودې . نن ورځ چې موږ څه لرو
(سیلوګانې، د برېښنا بندونه، روغتونونه، سړکونه،…) زیاتره د همدغو پلانونو او د همدغو کلونو څخه را پاتې دي. په دې لړ کې یوه مهمه ملي انکشافي پروژه د ننګرهار د ناوې د پراختیا پروژه (پروژه انکشاف وادي ننګرهار) وه. دغې پروژې کې د برېښنا د یوه بند، د نوي کیلومترو په اوږدوالي او په یوه ثانیه کې د اویا مکعب مترو په ظرفیت د اوبو د رسولو د یو کانال او څلورو عصري میکانیزه فارمونو جوړول شامل و. هر فارم د فامیلیو لپاره د استوګنې بلاکونه، سیلو، د مالدارۍ تاسیسات، د مېوو د پروسس تکنالوژي او د غلو-دانو سیلو ګانې، ، سینما او کلینیکونه او د کرنیزې ماشينرۍ یونټونه او علمي تحقیقاتي سټیشنونه لرل. دا ټول موفقانه تکمیل شول (متاسفانه ډېره برخه یې بېرته وران او لوټ هم شول) پاتې یې تر استفادې لاندې دي.
د دغې پروژې کار چې تر ۱۳۴۵ل کال پورې یې ډېره برخه تکمیل شوه، لومړنیو باغونو یې ۱۳۴۰-۴۲ حاصل وکړ، نو د دولت له حکم سره سم يې په ۱۳۴۴ل. کال یوه مشاعره جوړه کړه او بیا له هماغه ۱۳۴۴ل. کال تر اوسه هر کال د نارنج ګل مشاعره جوړېږي. له دې څخه هدف دا و چې هېوادوال کښت، کار، د باغونو کرلو او د خپل زیار په ارزښت پوه، د هېواد پالنې روحیه پیاوړې او اقتصاد او کلتور مو پرمختګ وکړي. د کانال پروژې ډېرې ګټې لرلې: د اقلیم معتدل کېدل، د سیمې ښکلا، د نوې کرنیزې تکنالوژۍ انتشار، د کرنیزو پرکټسونو پیاوړي کول، د ستروس باب تولید، د استخدام د فرصت ایجادول، د نویو ورايټیو ترویج او د دولتي فارمونو تر څنګ؛ د زرګونه جریبو شخصي ځمکو لپاره د اوبو برابرول.
ستروس د مدیترانه یي اقلیم لرونکو سیمو کې وده کوي، چې په ټول افغانستان کې یواځې ننګرهار دا ځانګړنه لري. د ستروسو کورنۍ کې نارنج عمده محصول دی. دا د نورو ستروسو لپاره نیله بوټی دی.
نارنج د Rutaceae په کورنۍ او د Citrus جینس پورې اړه لري، چې په ننګرهار کې یې د aurantium سپیشزمعمول ده. د دغې ونې علمي نوم Citrus aurantium L. دی. ونه یې متوسط قد او پیاوړې ریښې لري. ګرمي سره توافق لري او د تندې په وړاندې مقاوم دی. نارنج لیمو او مالټې سره ورته والی لري، بیولوژیکي نښې یې هم یو بل سره مطابقت لري. د نارنج بوټي د ستروس د نورو مېوو لپاره نیله بوټی دی. د نارنج له ګلانو څخه یو ډول ایتریکي غوړي(تېل) باسي چې نیرول لري، له هغو څخه د عطرو تولید کې کار اخلي. نارنج پوره اندازه ویتامین سي لري چې د غوره صحت ضامن بلل کېږي، د خوراک خوند ښه کوي، تنفسی سیستم ته ډېر مفید، د رېزش، کرونا او دې ته ورته ناروغیو په وړاندې بدن پیاوړی ساتي، د وينې دوران او عصبي سیستم پیاوړی کوي. د نارنج شیره (ځوښا)د وینو د رګونو غلظت راټيټوي او د ټوخي اغېزمن درمل دی.
په پسرلي کې د نارنج ګل هوا معطره او فضا شاعرانه او ښایسته کوي، د نارنجو د کښت د تشویق لپاره د هغه وخت دولت له فرهنګي امکاناتو هم کار واخیست او د مشاعرو له طریقه یې د نارنج اهمیت خلکو ته وښود. په دې ډول سره دا عنعنه ژوندۍ پاتې شوه او تر نن ورځې راورسېده. له هغه راهیسې هر کال دا مشاعره هغو بڼونو کې جوړېږي چې د نارنجو ونې ولري. له ۱۳۸۴کال مخکې به د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د ریاست وربوی (بڼ) کې چې تقریباً د دوه نیم یا درې سوه کسانو ځای یې درلود، دا مشاعره جوړېده، متاسفانه د دغې ساحې د نارنجو بوټي ووهل شول، وروسته تر هغه نورو مختلفو ځایو کې دایرېږي. اوس یې محتوا سیاسي او بعضې وخت له اصلي موضوع ډېره لرې شوې ده، ډېر پکې داسې شعرونه وي چې د نارنج نوم لا پکې نه وي او ادبی اړخ یې هم ډېر ضعیف وي، دا په داسې حال کې چې نور نو په دغه ولایت کې د نارنجو ونې او باغونه ډېر لږ پاتې دي او هغه پخواني فارمونه او د هغو شتمني او ځمکې غصب او لوټ او ونې یې ووهل شوې. له دې پرته د ویساک د مراسمو، د استقلال د بیا ترلاسه کولو جشن او د نوروز د نمانځنې هغه پخوانی پرتم هم نه دی پاتې. دا په داسې حال کې چې ننګرهار د هېواد یوه تاریخي او د ځانګړي اقلیم لرونکې سیمه ده. د نارنج تولیدات اقتصادي او روغتیایي ارزښت لري. هیله ده یو ځل بیا د دغې ګټورې میوې د باغونو پراختیا ته پاملرنه وشي.
هېره دې نه وي چې له نن څخه شپېته کاله مخکې د یو شمېر نورو سیمو د کرنیزو تولیداتو له مخې دا ډول نورې مشاعرې هم رواج شوې وې. دا دی اوس نورو ولایتو کې د سنځل ګل او د مڼې ګل مشاعرې هم لرو. ډېره به ښه وي چې د دغو هڅو اصلي موخه، یعنې د مربوطه بوټو او باغونو پراختیا ته پام وشي او د بڼونو د ودې سبب وګرځي او بڼوال، بزګران او د سیمې خلک یې پر اهمیت او اصلی فلسفه وپوهوو.