• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د افغان فلم تازه حال؛ سینماګران شړل شوي، د طالبانو په ګټه تبلیغاتي مستندونه پکې جوړیږي

۸صبح ۸صبح
۴ وری/حمل ۱۴۰۲ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۳ [t_time:1679645880]
Social Media

Social Media

۸صبح، کابل: د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان د فلم جوړونې لومړنۍ اداره( افغان فلم) له افغان سینماګرانو او په ځانګړي ډول له ښځینه کارکوونکو څخه تصفیه شوې او طالبان پکې د دوی په ګټه جنګي مستندونه جوړوي.

د افغان فلم ادارې لپاره د طالبانو د رژیم عمومي رئیس مولوي شفیع الله( جاوید افغان) چې په وینا یې، د طالبانو له واکمنیدو مخکې د دې ډلې د ماین چاودنو فلم اخیستونکی و، وایي تر واک لاندې اداره یې د طالبانو په اړه مستند فلمونه جوړوي.

د افغان فلم فعالیتونه

د طالبانو له لوري د افغان فلم ادارې واکمن له یوه خصوصي ټلویزون سره د مرکې پر مهال د خپلو کاري لاسته راوړنو په اړه وویل، چې د جمهوري نظام پر مهال یې په بګرام زندان کې د بندیانو د وضعیت په اړه یو مستند جوړ کړی، خو د نورو فعالیتونو لپاره بودیجه نه لري.

ښاغلي افغان په دې مرکه کې د خپلو لاس لاندې فعالیتونو په اړه څه ونه ویل، خو په افغان فلم کې یوې سرچینې ۸ صبح ته وویل، چې نوموړی د افغان فلم ادارې سره د طالبانو ډلې د یوې تبلیغاتي سټډیو په شان چلند کوي.

سرچینه زیاتوي، چې پر افغان فلم د طالبانو واکمن چارواکي پر دې کار کوي څو د دې جنګي ډلې د ځینو مشهورو مشرانو، ځانمرګو بریدګرو او ملایانو د ژوند او جګړو په اړه تبلیغاتي ویډیوګانې جوړې کړي.

د سینماګرانو ملامتول

د افغان فلم ادارې لپاره د طالبانو واکمن وایي، چې افغانستان او دغه اداره د دوی له بیا واکمنیدو سره له مسلکي فلم جوړونکو او سینماګرانو څخه تشه شوې ده، خو هغه د دې کار پړه پر فلم جوړونکو واچوله.

جاوید افغان د خبرو په یوه برخه کې یې د جمهوري نظام پر مهال افغان فلم جوړونکي او سینماګران د امریکا د فرهنګي یرغل لاسپوڅي وبلل او تورن یې کړل، چې د «اسلامي او افغاني ارزښتونو» خلاف یې په عمومي ډول کار کړی او د پام وړ څه یې نه دي کړي.

هغه په مشخص ډول کومه بېلګه وړاندې نه کړه، خو افغان سینماګران یې تورن کړل، چې د ده په ادعا د امریکا په مرسته یې فلمونه او سریالونه جوړول او د سینما له نومه یې د خلکو کرکه رامنځته کړه.

ملا شفیع الله( جاوید افغان) په ورته وخت کې تایید کړه، چې ډېری افغان فلم جوړونکي د طالبانو له واکمنیدو سره له هېواده وتلي.

پر فلم جوړلو او ښځینه وو بندیز

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې هنري او سینمایي فعالیتونه په ټپه دریدلي، چې اصلي دلیل یې دغو فعالیتونو سره د طالبانو مخالفت او دغه مخالفت ته د مذهبي توجیه جوړولو هڅې دي.

له ښاغلي افغان څخه په دې مرکه کې وپوښتل شو، چې پر افغان فلم له واکمنیدو وروسته یې ټول تمرکز د خپلې ډلې په ګټه د مستندونو په جوړولو دی آیا که افغان فلم جوړونکي عاشقانه په هېواد کې وای او عاشقانه فلمونه یې جوړولی اجازه ورکول کیده؟ د هغه ځواب دا و، چې په دې اړه به د طالبانو د امربالمعروف ادارې، ملایانو او نورو ادارو ګډې کمېټې پریکړه کوله.

د افغان فلم ادارې طالب واکمن په ورته وخت کې د سېنما پر پردې د ښځو له څرګندیدو سره حساسیت وښود او ویې ویل، چې په دې اړه خپله څه نه شي ویلای او طالب علما باید پریکړه وکړي، چې په فلمونو کې د ښځو څرګندیدو ته جواز لټولی شي کنه؟

نوموړی تاییدوي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره ډېری افغان فلم جوړونکي له هېواده وتلي، خو د ښځینه وو هغو په اړه وایي چې په سینما او افغان فلم کې یې د کار کولو په اړه لا د طالبانو امربالمعروف ادارې او مفتیانو لا پریکړه نه ده کړې او له دې امله له څو اجیرانو او صفاکارانو پرته په افغان فلم اداره کې نورو ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې.

ملا جاوید افغان په ورته مهال د ځینو څېرو په اړه د تبصرو پر مهال ټینګار وکړ، چې د ښځو عکسونه دې نه ورښودل کیږي، ځکه په وینا یې کتل یې ناروا دي.

هغه د افغان فلم د وروستۍ رئیسې او مشهورې فلم جوړونکې صحرا کریمي عکس ته د همدغه حساسیت له امله ونه کتل او ویې ویل، چې په اړه یې کومه تبصره نه لري.

پر پرده د څرګندو شویو ښځو پټ ژوند

په افغان فلم اداره کې یوه سرچینه ۸ صبح ته وایي، چې ټول افغان سینماګران له هېواده نه دي وتلي؛ بلکې یوه لویه برخه یې لا هم په هېواد کې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو سینماګران له افغان فلم ادارې څخه ځواب کړي، چې ټول له بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي.

یوې ښځینه فلمي لوبغاړې د نوم نه خپریدو په شرط وویل، چې له سختو اقتصادي ستونزو ور اخوا، د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي او وېریږي، چې دوی یې احضار او شکنجه نه کړي.

سرچینې له نړیوالو او په ځانګړي ډول هنري بنسټونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د ایسار پاتې هنري څېرو د ژغورنې لپاره لاس په کار او د عاجلو اقتصادي مرستو ترڅنګ ورسره له هېواده د وتو په زمینه برابرولو او خوندیتوب کې مرسته وکړي.

له اندیښنو ډک راتلونکی

د افغانستان د سینما مخینه د غازي امان الله خان تر واکمنۍ رسیږي، خو افغان فلم اداره په  ١٣٤٧لمريزکال د وخت د پاچا محمد ظاهر د حکومت په دوره کې رامنځته شوه.

د جمهوري نظام تر سقوطه د افغان فلم ادارې رئیسه او فلم جوړونکې صحرا کریمي، چې په فلم جوړولو کې د دوکتورا تر کچې زده کړې لري، څه موده مخکې په یوه مرکه کې د طالبانو له لوري د افغان فلم ادارې فعاله ساتلو ته اندیښنه ښودلې وه.

نوموړې ویلي وو:« د طالبانو رژیم یو ایډیالوژیک رژیم دی. دوی له هرې لارې د خپلې ایډیالوژۍ د ترویج هڅه کوي، زه وېریږمه چې فلم او فلم جوړونه به د ځان سپینولو لپاره د یوې بلې تبلیغاتي او ابزاري وسیلې په توګه وکاروي.»

یو شمېر نور هنري شنونکي هم باور لري، چې د افغان فلم وضعیت د طالبانو د لومړۍ دورې په پرتله اوس ځکه د زیاتې اندیښنې وړ دی، چې طالبان له دغې ادارې څخه اوس د خپلو افراطي افکارو د ترویج لپاره تبلیغاتي استفاده کوي او دا د افغان فلم ادارې تر تړلو هم خطرناکې پایلې لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

نشه‌يي توکو ته اسانه لاسرسی؛ تنکي ځوانان څنګه د روږدتیا په لومه کې لوېږي؟
راپورونه

نشه‌يي توکو ته اسانه لاسرسی؛ تنکي ځوانان څنګه د روږدتیا په لومه کې لوېږي؟

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790240337]
مجاهد: د رسنیو قانون د توشیح لپاره د طالبانو مشرتابه ته وړاندې شوی
خبرونه

مجاهد: پر افغانستان د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکیان وژل شوي

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790239675]
سرچینې: پاکستان یو ځل بیا پر خوست هوايي بریدونه وکړل
خبرونه

سرچینې: پاکستان یو ځل بیا پر خوست هوايي بریدونه وکړل

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790237746]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.