د ناټو سرمنشي وايي چې که نړیوال له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې کار واخلي، دا خطر شته چې د تېرو دوو لسیزو بریاوې له خطر سره مخامخ شي.
ینس سټولټنبرګ ددغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې له امله په انلاین خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل: سره له دې چې امریکا نیت لري په افغانستان کې د پوځیانو شمېر کم کړي، د نورو متحدینو د پوځیانو شمېر به په اوسني حالت کې پاتې شي.
نوموړي ینس سټولټنبرګ خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې کار اخیستل خطرناک دي.
هغه زیاته کړه: «که په افغانستان کې پاتې شو، له زیاتېدونکي تاوتریخوالي او په کړکېچن حالت کې د سخت پوځي حضور له خطر سره مخامخ کېږو، خو که له افغانستانه ووځو د تېرو دوو لسیزو د بریاوو د منځه تلو خطر شته، مهمه دا ده چې پرې نه ږدو افغانستان د نړیوالو ترهګرو په خوندي ځای بدل شي.»
د ناټو سرمنشي وايي چې په افغانستان کې د سولې لپاره تاریخي فرصت رامنځته شوی چې په نتیجه کې یې باید سوله وشي. ده په عین حال کې دا فرصت نازک وباله.
د ناټو سرمنشي وویل چې که له دې ډاډ ترلاسه شو چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي، تاوتریخوالی کموي او اوربند مني، د ځواکونو په ایستلو به ډېر وخت ونه لګوي.
نوموړی زیاتوي: «مریکا په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کموي، خو د اروپايي متحدانو او نورو هېوادونو په ګډون کابو نیمايي نړیوال ځواکونه په ګډه خپل روزنیز ماموریت ته دوام ورکوي.»
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر تر دې وړاندې ویلي و چې د دونالډ ټرمپ په امر به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر د جنورۍ تر نیمايي پورې له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم کړي.
د ناټو سرمنشي وایي: وروسته له دې چې منتخب ولسمشر جو بایدن د لوړې مراسم په ځای کړل، بلنه به ورکړي چې د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته ورشي او په افغانستان کې د ځواکونو د حضور په اړه خپل نظر ورسره شریک کړي.
سټولټنبرګ ونه ویل چې دا غونډه به کله جوړه شي خو په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې د کرونا ویروس له کمېدو وروسته ښايي په فبرورۍ کې د ناټو سرمشریزه جوړه شي.