۸صبح، پروان: د طالبانو د چارسمبالي حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي چې له کابل ښاره یې د موټرو د غلا په تور نهه تنه نیولی دي.
ددې وزارت د اعلامیې پربنسټ چې د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي په ۲۳مه نېټه، خپره شوې ده دغه کسان د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې، د لسو موټرو د غلا په تور نیول شوي دي.
ددغه وزارت د اعلامیې له مخې، ضبط شوي موټر بېرته خپلو اصلي څښتنو ته سپارل شوي دي.
په پروان ولایت کې سیمه ییزو چارواکو هم په دغه ولایت د وسله والو غلاوو په تور د څلورو کسانو له نیولو خبر ورکوي.
د پروان ولایت لپاره د پولیسو د قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول، محمد کامران حبیبي د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي په ۲۳مه نېټه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دغه کسانو د وسله والو غلاوو په څو دوسیو کې لاس درلود.
د ویلو ده چې له څه مودې راهیسې د هېواد په بېلابېلو ښارونو په ځانګړې توګه په پلازمینه کې وسله والې غلې زیاتې شوې دي.