نوروز نوی پیل
لیکوال:جواد محب زاده

څومره مبارکه ورځ زمونږ د ناخوښ ژوند په برخه شوې ده. له پخوا نه د نوروز د بوی او رنګ د قافلې له راتګ وړاندې، هر یوه د خپل وس او سهم له مخې، په پاکوالي او جوړولو پیل کاوه. تردې چې دا د ښادۍ کاروان به راورسېد لکه څنګه چې هر کال به رارسېده او له ځانه سره به یې ښادۍ او خوشحالۍ راوړې. د خلکو ترمنځ دود و چې د دغې خوښې ورځې په ویاړ، د کورنۍ غړي سره یوځای راټول شي، د «هفت سین» په خورولو یو بل ته د نوي کال مبارکي ووایي، یو بل ته د ښه بخت هیله وکړي او ښادي او خوښي وکړي. له کورنۍ نه بهر نور همزولي په خپلو چارو بوخت شي او د پسرلي راتګ ته ښادي او خوشحالي وکړي. په ځینو پخوانیو دولتونو کې هم دا دود وو چې (د هېواد له ګوټ ګوټ نه به یې استازي د لوړو بیو ډالیو سره مرکز ته ورغوښتل او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې به یې د نوروز راتګ ته د ښه راغلاست پیغامونه ورکول او خوښۍ به یې کولې.) په دې لړ کې، عارفانو او مینانو چې پلمې پسې ګرځېدل څو د مینتوب تجربه وازمايي هم د طبیعت له ژوندي کېدلو سره سم او دغه راز له «واورې لاندې د ګلانو سر راویستلو» هممهاله خوښۍ او ګډا کولې او د خدایي طبیعت د بیا ژوندي کېدو د معجزې لیدلو ته کښېناستل.
نوروز د بیا ژوندي کېدو پیغام راوړنکی دی. د نوروز د کاروان په نېږدې کېدو سره، پر طبیعت د بیا ژوندي کېدو پیغام خپرېږي او هر چېرې چې دا پیغام ورسېږي، ژوندي موجودات له خوبه راپاڅېږي، د هستۍ جامې اغوندي او په حرکت راځي. دښتې، چمنونه، د غرونو لمنې ټول شنې جامې اغوندي، ځنګلونه رنګونه اخلي او ګلان خپل عطر او خوشبويي خپروي. مرغان ډلې ډلې ګډا او سندرې وايي. خزنده ګان او حشرات همدا چې د نوروز ځان بښوونکی غږ واوري، د هستۍ جامې اغوندي، خپلې سترګي موښي، طبیعي کورونه پرېږدي او بازار ته راووځي. د یادولو وړ ده چې انسانان له هغه ځایه چې ځان ته «اشرف المخلوقات» وايي، د دغو ټولو خوښیو او موسیقۍ او سندرو په اورېدلو له خپل پخواني حالت نه راویښېږي او د ښه راغلاست له دغه کاروان سره یو ځای کېږي. له لرغوني نوروز نه نمانځنه او هغه هم په غوره او شانداره ډول، خوښۍ او خوشحالي کول، د طبیعت لیدو ته تلل…. په ځان کې د روح بیا ژوندي کېدو حکایت کوي.
د طبیعت دغه ژوندي کېدل او د ژمي له خوب نه د ژوندي موجوداتو راویښېدل، له خپل ځان سره بېلابېل پیغامونه لري: لومړی دا چې دغه له ښادۍ ډک پسرلی د ځمکې پر مخ د مین تجلی او ښکارندوی دی چې ټولې ډالۍ له ځانه سره لري. دا ټول انځورونه، رنګ په رنګ نقاشۍ چې د طبیعت د ښکلا لامل دی د معرفت خاوند ته پټه نده چې دا د شکلونو او مخونو بدلون د دې ښکارندوی دی چې «د طبيعت په سرای» کې یو موجود شته چې دا ټول بدلونونو او ښکلاوې رامنځته کوي. دوهم دا چې د نظم دغه نوي بدلونونه، په غوږ کې دغه سندره اوروي: هغه نړۍ چې د هغه په راتګ سره په حرکت راځي، څنګه کولای شي چې په یو وار وزېږل شي او پرېښودل شي؟
آن یکی را جنبش مادام داد
و آن دیگر را دایما آرام داد
حقیقت ته نېږدې لاره دا ده چې دا نړۍ په یوه وار پیدا شوې نه ده، بلکې هره شېبه د پیدا کېدو او زېږېدو په حال کې ده. د خوږ ژبي سعدي په خبره: «تو قایم به خود نیستي یک قدم/ زغیبت مدد می رسد دم به دم» له دې ورهاخوا، په دې بدلونونو کې نور پیغامونه هم لیدل کېږي چې په دې مقاله کې په نظر کې نه دي نیول شوي.
نوروز یوه پلمه ده. پرته له هغو ورځو چې زمونږ ژوند ته یو پیغام راوړي یا هم مونږ ته خوښي رابښي، کېدای شي نور د یو بل لیدلو شاهد ونه اوسو. اخترونه او نور عمومي غونډې او مراسم دي چې دغه امر خپل څېره ښيي او د خپلوانو او دوستانو په لیدلو مو سترګي غوړېږي (له عمومي غونډو مو موخه، نړۍوالتوب او ملي توب نه دی) په دې لړ کې، هغوی چې د نورو غم ورسره وي او اندېښنه لري، د همدغو مبارکو پلمو په راتګ سره د خپلو دوستانو په لیدلو خپلې سترګې غوړوي زه Valentine Day ته له همدې امله مبارک وایم چې په خپل ځای د بحث وړ ده. هغوی چې د دوست له لیدلو بې برخې دي په فراق کې ژوند کوي چې «بی همگان به سر شود، بی تو به سر نمی شود/ داغ تو دارد این دلم، جای دیگر نمی شود…» او له دې لارې خپل حال بیانوي. ته وا دا نوروز د هر لوښي لپاره حلوا لري او هر څوک چې دغه دروازه وټکوي، نه ناهیلی کېږي. له همدې امله ده چې هغه مبارکه پلمه ده.
دا دود شوی دی چې له یوه کال نه بل کال ته د ننوتلو په حال کې، هر شی له نوې کلیمې نه ګټه اخلي او هر څوک په خپل سهم او مسوولیت سره هغه په ژبه راوړي: نوی کال، نوی پسرلی، نوې برنامه، نوې موخې، نوی کور، نوی انځور، نوی فکر او…. که د «نوي» کلیمه د نیکونو او پلرونو په زمانه کې وڅېړو هغوی چې له هغه ډېره ګټه اخیستې، عارفان دي. هغوی چې دا ډول ژوند خوښاوه او په حال کې اوسېدل، تل د نوي کېدو په حال کې وو.
صوفي ابن الوقت باشد ای رفیق/
نیست فردا گفتن از شرط طریق
(مولانا)
ساقیا! چون مست گشتي خویش را بر من بزن
ذکر فردا نسیه باشد، نسیه را گردن بزن
(مولانا)
بیدل، این نقد به تاراج غم نسیه مده!
کار امروز، امرزو کن، ز فردا فردا
(بیدل)
چمن حکایت اردبیهشت می گوید
نه عاقل است آن که نسیه خرید و نقد بهشت
(مولانا)
کله چې به د نوروز ولولې او خوښۍ په چاپېریال او سیمه کې د ځلېدو په حال کې کېدې او هر چا د «نوي» چیغه له خولې راویستله، په زړه سوځيدلي عارفان به یې اړ کړل څو له دې مبارکې پلمې نه ګټه پورته او زړو ته اور واچوي سره له دې چې هغوی هېڅکله په زړو زړونه نه تړل او تل نوي وو. له همدې ځای نه دی چې د «زه نوي» کیسه پیل شوې او له هغه نه موخه، نوی ورح، نوی فکر، نوی دین، نوی مذهب او حتی نوی خدای دی: بیزارم از آن کهنه خدایی که تو داری/ هر لحظه مرا تازه خدای دیگری هست» دغه امر له هغه ځای نه نوروز سره تړاو نیسي چې دا د نفس «مسیحا دم» د استشمام یا بویولو لپاره پلمه ده هغه مین چې د یوه نفس لپاره یې ټوله دښته په ګلانو پوښلې ده.
هو، دا عارفان وو چې تفریح، هڅه او لیدل یې توصیه کول. شاید ددې لپاره به و چې هغوی په وحشي طبیعت کې، «خدايي معرفت» لیده. یا هم «د ناپاکو اوبو تر څنګ د خندا یوه لپه» هغه یې «د خځلو پر سر» لیدل او یو مخ «لمانځه» پر لوري تلل. شاید له همدې امله دی چې نورو ته یې هم ویل چې له کورونو راووځي او له هغه ځای نه چې کولای شي «هر ځای د یار انځور وویني» دا دی مولانا او همفکران یې، انسان یې د هستۍ تر ټولو زیات لیدونکی موجود ګاڼه له هغه ځای نه چې هغوی د انسان د روح له قلمرو سره اشنا وو، لیدل د انسان (روح) پورې تړي، سره له دې چې وجود یې نه هېراوه. په هغه داستان کې چې مولانا د مار نیونې په اړه راوړي دي، وايي: «صد هزاران مار و که حیران اوست/ او چرا حیران شدست و مار دوست؟» همدا نظر د سعدي له خولې هم کېږي واورو: «سرو سیمینا! به صحرا می روی/ نیک بد عهدی که بی ما می روی…. گر تماشا در خود نگر/ یا به خوش تر زان تماشا می روی». نو له همدې امله دی چې لیدل او هغه مانا چې له لیدلو اخیستل کېږي، د عارفانو او په زړه سوځېدلو مینانو د نظر وړ ګرځي.
هو، حقیقت دا دی چې که زرګونه «نوي کلونه» هم پر مونږ تېر شي او کېدای شي تېر نه شي او مونږ نوي نه شو، هغه کلونه مو چې په ډېر شاندار ډول نمانځلي دي، په هېڅ نه ارزي؛ ځکه واقعي اختر د انسان دننه رامنځته کېږي او د انسان بهر اختر مانا نه لري. په بل عبارت، د انسانانو په شمېر اخترونه شته او هر چا چې هغه ته په خپل د ننه ځای ورکړ او له هغه نه یې خوند واخیست، یوازې د هغه په دننه کې اختر دی او نور له هغې تجربې نه بې برخې دي. هره پېښه «پلمه» په هستۍ کې لکه روژه، د قدر شپه، اخترونه، د محرم ورځ، نوروز او… په همدې ډول دي. هغو سیندونو او سمندرونو ته ورته دي چې شپه او ورځ جاري وي او هر څوک چې له دغه جریان نه خبر شول، د خپل لوښي په اندازه له هغو اوبو رااخلي «گر بریزي بحر را در کوزه ای/ چند گنجد؟ قسمت یک روزه ای» نو نوی کال باید د «زه نوي» په ډول ونمانځل شي او هر څوک چې له هغه نه بې برخې پاتې شول، د هغه لپاره نوی کال نه شته.
د خوښۍ د ورځې د څېرې برسېره کېدل چې ډېر لږ پېښېږي، هغو ته چې د دغې پېښې له مبارک روح نه ګټه اخلي او له هغه نه د نوي کېدو او ځان جوړېدو په برخه کې کار اخلي، مبارکي وایو. رښتیا هم چې د هېڅ امر ذاتي ښکلا حتی د لوړ هنر له لارې هم، نه شو کولای په دغو پاڼو کې ځای پر ځای کړو؛ له همدې امله «عقل در شرحش چو خر در گِل بخفت/ شرح عشق و عاشقی هم عشق گفت» یعنې یوازې د دغو چارو د تجربې له لارې دی چې د هغه مانا او په واقعي ښکلا پوه شو.