احمد مسعود: ځینې بنسټونه او هېوادونه خپله تېروتنه په دې ډول توجیه کوي، چې د طالبانو لپاره بدیل نشته

۸صبح، کابل: د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وایي، ځینې هېوادونه او بنسټونه په دې خبره خپله تېروتنه توجیه کوي، چې ګواکې د طالبانو بدیل نشته.

مسعود د سه شنبې په ورځ (وري ۱) د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د نوروز په مناسبت مبارکۍ پیغام کې وویل«له طالبانو سره هر ډول جوړجاړی او تعامل بې‌ګټې د!»

د ملي مقاومت جبهې مشر زیاته کړه «له طالبانو سره د کوم هیواد له خوا هر ډول تعامل، د هغو ارزښتونو ضد تعامل دی چې د خپل هېواد د خلکو اساسي حق ګڼي».

هغه ویلي دي: «د پاکستان او طالبانو اړیکې زموږ د ادعا د ثابتولو تر ټولو ښه بیلګه ده. موږ څو کاله وړاندې په وار وار پاکستاني چارواکو ته ویلي و چې د طالبانو په څېر نیابتي ډلو له لارې، د افغانستان کمزوري کولو پالیسي او ستراتیژي ښايي دوی ته تاکتیکي بریا ور په برخه کړي، خو دا یوه اوږدمهاله ستراتیژیکه ناکامي ده چې د پاکستان روان سیاسي، امنیتي او اقتصادي کړکېچ هغه د اوس ښه په ډاګه کوي، دا مسئله ښیي چې نور هیوادونه هم باید له طالبانو سره د تعامل په برخه کې متوجه واوسي.»

هغه زیاته کړه: «د خلکو د رایو پر بنسټ سیاسي بهیر د طالبانو او اوسني وضعیت لپاره بدیل کېدای شي. که نه نو د استبداد او استبدادي نظام پر وړاندې مقاومت افغان ولس ته د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره د منلو وړ نظام رامنځته کېدلو پورې دوام کوي!»

مسعود همدا راز پر سیاستوالو غږ وکړ چې د هېواد ژغورلو لپاره دې د «هر ډول لیدلوري اختلاف» له په نظر کې نیولو پرته یوصف جوړ کړي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر بنسټونو او هېوادونو ادعا کړې وه، چې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت بدیل نشته.

Back to top button