پاکستاني چارواکو د خیبرپښتونخوا ایالت د پولیسو د یوه جګپوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د جيونيوز د راپور پر بنسټ، دغه کس اعجاز خان نومېده او سېشنبه، د فبرورۍ پر ٢٧مه د خیبرپښتونخوا په «مردان» سيمه کې د پاکستاني دولت له وسلهوالو مخالفانو سره په نښته کې وژل شوی دی.
په دغې نښته کې د پاکستان دولت دوه وسلهوال مخالفان هم وژل شوي او همداراز د دغه هېواد درې پوليس ټپيان دي.
په یوه بله پېښه کې تېره شپه ناپېژنده موټرسایکل سپرو وسلهوالو په پېښور کې د قیصرخان په نوم یو پاکستانی پولیس افسر په ډزو ویشتی دی.
پاکستان په تېرو دوو کلونو کې د سختې ناکرارۍ شاهد دی.
د فبرورۍ په ۵مه په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پوځ پر یوه پوسته د برید په ترڅ کې د دغه هېواد لږترلږه ۱۰ پولیس ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.