۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی وایي، له درې کلنې دندې وروسته به، له خپلې دندې استعفا وکړي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق د چهارشنبې په ورځ (کب په ۱۰مه) په خپل ټوېټ کې ویلي، چې له نږدې درې کلونو وروسته یې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې ددې وخت رارسېدلی، چې د کورنۍ، کتابونو، کرنې او مالدارۍ په برخه کې، د شخصي فعالیتونو او دغه راز چاپیریال ته مخه کړي.
هغه زیاته کړه: «زه افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه، له ما سره د صادقانه ملاتړ له امله، له لومړي وزیر او اړوندو اړخونو څخه مننه کوم.»
هغه وویل: «زه د خپلو ډیرو همکارانو د سخت کار ستاینه کوم، چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو د جوړولو لپاره یې، اوږده ساعتونه کار کړی.»
د یادونی وړ ده، چې ښاغلی صادق، د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي میاشت کې، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی و