په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته ورکړل شو؛ پخوانیو دیپلوماتانو ته میلمستیا

۸صبح، کابل: طالبانو ته په تهران کې د افغانستان سفارت له سپارلو درې ورځې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت پخواني افغان ډیپلوماتان، د مېلمستیا لپاره رابللي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو عمومي مشر (سیدرسول موسوي), چهارشنبه د کب لسمه، د ایران د پخوانیو دیپلوماتانو د میلمستیا د انځورونو په خپرولو سره، د افغانستان له خلکو سره د اړیکو پر دوام ټینګار کړی.

موسوي، په يوه ټويټ کې ويلي دي: «ډيپلوماټات يوه ورځ راځي، يوه ورځ ځي. دا د هیوادونو او د دوی د خلکو ترمنځ د اړیکو اصول دي، چې باید پاتې شي.»

ددغه ایراني ډیپلوماټ په وینا، له افغانستان سره دوستانه اړیکې له بدلون پرته، په ټاکلي چوکاټ کې، د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سم په خپل ځای پاتې دي.

طالبانو ته په تهران کې د افغان سفارت سپارل، د دواړو هېوادونو دننه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
په وروستي مورد کې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت پخواني مرستیال (ابراهیم رحیم‌پور) له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «موږ به طالبانو ته ددې خدمت په بدل کې، څه تر لاسه نه کړو.»

طالبانو او د ایران د بهرنیو چارو وزارت، طالبانو ته د افغانستان د سفارت سپارل عادي بدلون بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو ته د افغانستان د سفارت له سپارلو وروسته، په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ ته، ددغې ډلې له خوا استول شوی ډیپلوماټ هم منل شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button