په انساني ټولنو کې هر ډول شخړه د ځينو لاملونو په سبب ترسره کېږي او د لاملونو د پېژندلو او حل کولو څخه وروسته، جګړه پای مومي او په هغه ټولنه کې سوله واکمنه کېږي. په فردي اړيکو کې سوله د ارامښت معنی ورکوي، خو په پراخ مفهوم او په ځانګړي توګه ټولنيزو اړيکو کې په ټولنه کې، د ثبات او د قدرت د توازن معنی ورکوي. په ټوله کې د هرې شخړې د پای ته رسېدو لپاره معمولاً څلور کُلي کړنلارې شته دي.
په يوه هېواد کې د سولې د راوستلو لپاره او يا د هابز په قول، له قهريه کړنلارې بايد ګټه پورته شي، چې د پوځيځواک پر غلبې پاي مومي. يا هم د حقوقي کړنلارو او نړيوالو بنسټونو له لارې کولی شو چې د شخړې د حل لپاره ګټه پورته کړو. يا هم کېږي چې د سوله ييزو خبرو اترو «مذاکرې» څخه چې د تساهل او مدارا پر بنسټ وي، ګټه پورته شي، ترڅو ښکېل اړخونه د مذاکراتو مېز ته راوکاږي. يا هم شونې ده چې د شخړې پای ته رسولو لپاره له قهريه ځواک او د سولې خبرو اترو له کړنلارې ګټه پورته شي. يوه شخړه هله پای مومي چې د جګړې ښکېلې غاړې دې درک ته ورسېږي چې د جګړې له دوامه، د جګړې په پای ته رسولو کې يې ګټه ده. د طالبانو د خونړيو پوځي بريدونو څخه وروسته چې له ۲۰۰۳ کال څخه پيل شول او تر دې دمه دوام لري، دغه ډله يوازې هغه وخت د مذکراتو مېز ته حاضره شوه چې امريکايانو هغوی ته سياسي مشروعيت ورکړ او ناټو ورته په کلني توګه ۵۰۰ ميليونه ډالرو د ورکړې ژمنه وکړه. خو ترټولو مهمه پوښتنه داده چې طالبان ولې جنګېږي؟ څنګه کولی شو چې د طالبانو جګړې ته د پای ټکی کېږدو او په افغانستان کې د شخړې د پای ته رسېدو کړنلارې څه دي؟
ولې طالبان په افغانستان کې جګړه کوي؟
په افغانستان کې د طالبانو جګړه ډېر عوامل لري. په ښوونځيو او مدرسو کې د زده کړو کلتوري موارد، په ټوله کې د قانون نه حاکمیت او له حکومته نېولې تر سيمه ييزو قومندانانو او اربابانو پورې پراخ فساد… دا ټول هغه یو شمېر موارد دي چې دلته د جګړې د دوام سبب ګرځېدلي دي. خو د «طالبانو جګړه» د دروني عواملو په لرلو سربېره،سيمه ييز او «نړيوال» عوامل هم لري.
ددې لپاره چې د سولې په پروسه کې د جګړې پای ته ورسېږو او ثبات او د قدرت توازن په افغاني تولنه کې واکمن شي، نو اړتيا ده چې عوامل يې په دقيق ډول وڅېړو.
د طالبانو د جګړې دروني لاملونه
له ۵۰ کلونو زیات مهال کېږي چې په افغانستان کې د سلفيزم او ديوبنديزم په ايډيې سره، د افراطيت او ترهګرۍ تخم کرل شوی دی. دغه ايډيې حتی نن هم د اوسني نسل په درسي کتابونو کې تر سترګو کېږي.اوس هم زموږ اولادونو ته په مدرسو او ښوونځيو کې د ټ «ټوپک» ج «جهاد» او م «مجاهد» درس ورکول کېږي. يعنې « مجاهد په ټوپک باندې جهاد کوي!». ددې ترڅنګ ځيني نور عوامل لکه: په ولايتونو کې د دولت له کړنو څخه د خلکو ناخوښي، بې کاري، د اوليه او ټولنيزو خدماتو په وړاندې کولو کې د دولت کمزورياو ضعف، د مخدره توکو سوداګري، په ټولنه کې د امنيت نشتون او د قانون نه پلي کولو په برخو کې د دولت پاتې راتلل… دا ټول هغه څه دي چې د طالبانو د شخړې او جګړې د دوام سبب ګرځېدلي دي.
د طالبانو د جګړې سيمه ييز عوامل
په افغاني ټولنه کې بل د طالبانو د جګړې د دوام بل لامل، سيمه ييز فکټور دی. پاکستان، روسيه، چين او ايران او نور سيمه ييز قدرتونه په سيمه کې د خپلو اوږدمهاله ستراتيژيکو موخو د ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره اړيکې لري او له هغوی څخه په سيمه کې خپلو ملي ګټو او د بهرني سياست موخو ته رسېدو لپاره او ددې لپاره چې امريکا تر فشار لاندې راولي، ګټه پورته کړې او لا ګټه پورته کوي.
د طالبانو د جګړې «نړيوال» عوامل
بالاخره د نړيوالو قدرتونو سياست او په نړيواله او سيمه ييزه کچه د دغو قدرتونو سيالۍ، په افغانستان کې يې د شخړې او جګړې د دوام لپاره بستر جوړ کړی دی. د امريکا متحده ايالتونو پوځي حضور هغه لامل دی چې طالبان يې د جګړې د دوام سبب بولي.
د طالبانو د شخړې د حل او پای ته رسولو کړنلارې څه دي؟
په ټوله کې د طالبانو د شخړې او تاوتريخوالي د حل لپاره څلور اساسي کړنلارې لرو چې په دې ډول دي:
د زورواکۍ پوځي کړنلاره، د سوله ييزو خبرو اترو «مذاکرې» کړنلاره، د «مذاکرې او فشار» ترکيبي کړنلاره او د ګروسيوسي حقوقي کړنلاره چې په واضح ډول به يې په دوام کې ولولو.
۱. د ګروسيوسي حقوق مداره کړنلاره
د ګروسيوسي يا حقوقي کړنلارې څخه موخه هغه کړنلاره ده چې بېپرې نړيوالو بنسټونو لکه: ملګري ملتونه يا هم په ځينو مواردو کې نړيوال منځګړي بنسټونه کولای شي د طالبانو د جګړې موضوع حل کړي. په دې برخه کې به د بېپرې بنسټونو هڅه دا وي چې قضيه د منځګړيتوب او بېطرفۍ له لارې حل شي.
۲. د «مذاکرې کړنلاره»
کله چې پوځي بريا ته رسېدل ناشوني وي او جګړه اوږدمهاله کېږي، نو ښکېل اړخونه هڅه کوي چې د بُن بست د پوځيماتولو لپاره مذاکراتو ته مخه کړي او د خپلو غوښتنو پر سر چنې ووهي. هغه شرطونه چېافغان دولت او طالبانو د مذاکراتو د پيلېدو لپاره ايښي و، هغه د بنديانو ازادول ؤ چې بهير يې بشپړ شو او څهموده کېږي چې د دواړو لوريو د مرکچي پلاويو ترمنځ مذاکرات پيل شوي دي. کوم معلومات چې زه يې له مذاکراتو لرم، هغه دادي چې ښکېلې خواوې اوس په خپلو منځونو کې د يو کاري کړندودپه جوړولو بوختې دي او د سولې په تړاو نسبتاً نېک ليدلوري لري.
۳. د زورواکۍ کړنلاره «پوځي بريا»
ددې کړنلارې په اساس بايد له ښکېلو اړخونو څخه يو اړخپوځي بريا ته ورسېږي. له پوځي لارې د طالبانو بريا ناممکنه ده. تاريخ ته په کتو ويلی شو چې پوځيبلاوګر هغه وخت بريا ته رسېږي چې د شخړې بهير يې په جدي توګه په ګټه بدلون ومومي.
په داسې حالت کې دولت ورو ورو د اضمحلال په لور ځي او واک لرونکي پوځيان مخالفينو ته په ورتګ سره، په ټوليز ډول حکومت له دننه څخه د ړنګېدو سره مخ کوي. لکه څنګه چې په کال ۱۹۹۲کې د ډاکتر نجيب الله حکومت لوړپوړي چارواکي د مجاهدينو له ډلې سره يوځای شول او حکومت سقوط وکړ، خو افغان دولت د خلکو او نړیوالو د پراخ ملاتړ لرونکی دی.
پوځ په خپل ټول قوت سره د طالب بلاوګرو سره جګړه کوي او طالبانو له چريکي جګړو، انتحار او چاودنې پرته په پراخه توګه د جګړې په ډګر کې حضور نلري او يا هم کمرنګه دي. د پوځي کدرونو او په ځانګړي ډول د لوړو پوړو چارواکو هېڅ ډول تېښته نلرو. دولت اوس هم په ډېرو سيمو خپل کنټرول لري. د امريکا د ځانګړي پلټونکي راپور په اساس چې د ۲۰۱۸ کال په اپرېل کې خپور شو، طالبانو له ۴۰۷ ولسواليو څخه يوازې پر ۵۹ ولسواليو کنټرول لري. په داسې حال کې چې دولت ۲۲۹ ولسواليو باندې کنټرول لري او په ۱۱۹ ولسواليو کې جګړه روانه ده. په همدې اساس ويلو شو چې طالب بلاوګرو لپاره د جګړې له لارې بريا ته رسېدل له واقعيته لرې دي. دولت هم نشي کولی چې له پوځي لارې پر طالبانو بريالی شي، ځکه چې د طالبانو د رهبرۍ کدرونه هم له دې ډلې نه دي تښتېدلي. د طالبانو داخلي او بيروني پټنځايونه هم له منځه نه دي تللي. بهرنۍ مرستې پر طالبانو نه دې بندې شوي او خلک اوس هم دولت ته د اطلاعاتو ورکولو په برخه کې همکاري نه کوي. که څه هم د ملا محمد عمر له مړينې وروسته، د طالبانو ډله له انشعاب سره مخ شوه؛ خو د کوټې شورا په ابتکار او د پاکستان د استخباراتو په همکارۍ يې رهبري بېرته واحده او يوه شوه او تر مديريت لاندې راغله.
۴. ترکيبي کړنلاره «مذاکره او فشار»
له ترکيبي کړنلارې څخه زموږ موخه داده چې مذاکراتو دروازو د پرانيستلو او د مذاکراتو پر مېز باندې د سولې د خبرو اترو پلاويو کښېناستلو ترڅنګ بايد پر طالب بلواګرو باندې لازم فشار هم واچول شوي، چې د شخړې د پای ته رسېدو لپارهمذاکرات ترټولو ښه انتخاب وګڼي. خو اوسنيو شرايطو ته په کتو په مذاکراتو کې هوکړې ته رسېدل،له اوسني بُن بست څخه د وتلو لپاره يوازينۍ لار ده. مذاکراتو ته زمينې په مساعد کېدو سره طالبانو له دې ستراتيژۍپر افغان حکومت باندې د خپلو غوښتنو د منلو لپاره ګټه پورته کوي. له هغه وخته چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغان حکومت او طالب بلواګرو ډلې ترمنځ مخامخ خبرې پيل شوي، تر ننه پورې د هېواد په ډېری ولايتونو کې د طالبانو پوځي بريدونه ډېر شوي دي.
پايله
زه په دې ليکنه کې دې پايلې ته رسېدلی يم چې د دولت او طالبانو شخړه بُن بست ته رسېدلې ده. نه طالب بلاوګر د بشپړې پوځي فتحې وړتيا لري او نه دولت په داسې موقف کې دی چې طالب بلاوګر دې له خپلو بهرنيو ملاتړو سره خنثی او وځپي.
په همدې اساس له دې بُن بسته د وتلو لپاره مذاکره يوازينۍ حللاره ده. دې ته په کتو سره چې د افغانستان شخړې موضوع بدلېدونکې ده او د دروني، سيمه ييزو او نړيوالو لاملونو پورې تړلې ده، خو تر ټولو مهمه مسئله د افغانستان د شخړې پر سر د ګڼو لوبغاړو پخلا کول دي. د افغان دولت د قوت ټکی د خلکو او نړيوالو ملاتړ دی. سربېره پر دې چې افغان دولت په ولايتونو کې خلکو ته د اوليه خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی او د بېکارۍ، فساد، د قانون د نه حاکميت او د امنيت نشتون په برخو کې خلک ناراضه دي. له بل پلوه د طالبانو د قوت ټکی هم بيروني پټنځايونه او بهرنی ملاتړ دی. که څه هم د خلکو او نړيوالو نه ملاتړ، قوميت ته برتري ورکول او د ولسواکۍ نشتون، د طالبانو د ضعف ټکي دي. نو د سولې په مذاکراتو کې د ګټې- ګټې نظريه، ترټولو غوره لوبه ده.