د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو اټکل

۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالاندې او سېلابونو د راتلو د احتمال خبر ورکړی دی.

دغه رياست د پنجشنبې په ورځ د وري په ٣مه، په يوه خبرپاڼه کې لیکلي دي، چې په کابل، پروان، کاپيسا، پنجشېر، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر،پکتيا، خوست، پکتيکا، زابل، غزني، ميدان وردګ، باميان، دايکندي، ارزګان او غور ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې او سیلابونو د راتلو احتمالي شته.

د هوا پېژندنې ادارې په وینا، په بېلابېلو ځایونو کې د ورښت کچه د ۲۰ او ۴۰ ملي مترو ترمنځ ده.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم دغه رياست د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د بارانونو او سيلابونو د راتلو خبر ورکړى و.

ورته لیکنې

Back to top button