• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

«اعلی چای» که رنګ شوی چای؟ د کابل اوسېدونکي څه وايي؟

ایلیا ایلیا
۲۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792234750]

د کابل یو شمېر اوسېدونکي هېواد ته د واردېدونکو چایونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي. دوی وايي، یو شمېر سوداګر د ټیټ کیفیت لرونکي او په مصنوعي رنګونو او کیمیاوي موادو ککړ چایونه د «اعلی چای» په نوم هېواد ته واردوي او په لوړه بیه یې پلوري. دوی زیاتوي چې د چای د کیفیت په اړه د پېرېدونکو لږ پوهاوي او د څارنې نشتوالي د دغو محصولاتو د پلور زمینه برابره کړې ده. دغه اوسېدونکي د وارداتي چایونو د کیفیت د ارزونې او د هغو د واردولو او پلورلو د بهیر د څارنې غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکی صابر د دې ښار په بازارونو کې د شته چایونو د کیفیت د ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. د هغه په وینا، ځینې سوداګر د ټیټ کیفیت چایونه د «اعلی چای» په نوم هېواد ته واردوي او په لوړه بیه یې پلوري. هغه له سوداګرو غواړي چې د ټیټ کیفیت لرونکو چایونو له واردولو ډډه وکړي او له خلکو غواړي چې د چای د پېرلو پر مهال یې کیفیت ته پام وکړي.

صابر وايي: «څو ځله مو هغه چایونه د ټیټ کیفیت له امله بېرته رد کړي چې دفتر ته یې راته راوړي وو. د چای کیفیت ډېر بدل شوی دی؛ ځینې چایونه چې په چای‌چوښه کې و اېشول شي، تېز شین رنګ پیدا کوي، خو چې ویې څښې، هېڅ خوند نه لري. خلک تر ډېره د چای ظاهري بڼې ته پام کوي او د ښه چای په نوم یې اخلي، په داسې حال کې چې له اصلي کیفیته یې خبر نه دي.»

د کابل بل اوسېدونکی سید غلام وايي، په دې ښار کې ځینې چایونه چې مصنوعي رنګ لري، په زړه راښکونکې ظاهري بڼه پلورل کېږي. د هغه په وینا، پېرېدونکي د چای د پېرلو پر مهال تر ډېره رنګ او ظاهري بڼې ته پام کوي او د دغو محصولاتو له کیفیت او ترکیبه خبر نه دي. هغه د طالبانو تر واک لاندې له اړوندو ادارو غواړي چې د وارداتي چایونو د کیفیت څارنه زیاته او ترکیبونه یې وڅېړي.

د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «ما خپله یو ځل بدل چای واخیست او چې په ترموز کې مې واچاوه، ډېر ښه رنګ یې درلود؛ خو چې ومې څښه، هېڅ خوند یې نه درلود او کیفیت یې ډېر ټیټ و. خلک تر ډېره د چای رنګ او ظاهري بڼې ته پام کوي او غولېږي. له مسوولانو غواړو چې د بې‌کیفیته چایونو د واردولو مخه ونیسي او په بازارونو کې د پلورل کېدونکو چایونو کیفیت وڅېړي.»

د کابل دوه اوسېدونکي حدید او ناصر وايي، بېوزلي او د کورنیو کمزوری اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی چې ډېر خلک د چای د پېرلو پر مهال د کیفیت پر ځای بیې ته ډېر پام وکړي. دوی زیاتوي چې دې وضعیت د اعلی چای په نوم د ټیټ کیفیت لرونکو چایونو د پلور زمینه برابره کړې ده. د دغو دوو اوسېدونکو په باور، په بازار کې د شته چایونو پر کیفیت د طالبانو د اغېزناکې څارنې نشتوالی او د دغو محصولاتو د ترکیب په اړه د پېرېدونکو لږ پوهاوی د دې وضعیت دوام ته زمینه برابره کړې ده.

ناصر وايي: «د چای بیه چې هر څومره ټیټه وي، رنګ یې ډېر او خوند یې لږ وي. ځینې چایونه چې درې یا څلور ساعته په ترموز کې پاتې شي، خپل خوند له لاسه ورکوي. خلک ځکه بهرني چایونه اخلي چې فکر کوي ښه کیفیت لري، خو کیفیت ته یې پام نه کوي. نه پوهېږم چې اړوند وزارتونه ولې د دغو چایونو کیفیت نه ارزوي او نمونې یې نه اخلي.»

حدید زیاتوي: «هغه خلک چې ښه اقتصادي وضعیت نه لري، اړ کېږي ارزانه چای واخلي؛ خو ډېری یې نه پوهېږي چې بې‌کیفیته چای څه زیانونه لرلای شي. په بازار کې جعلي چایونه ډېر شوي دي. خلک یې د ښه رنګ او ظاهري بڼې له امله اخلي، په داسې حال کې چې د چای خوند او بوی ته هم باید پام وکړي.»

په همدې حال کې، د هېواد یو ډاکټر حامد وردګ وايي، د غیرمجازو صنعتي رنګونو او درنو فلزاتو په وسیله د ککړ شوي چای څښل د انسان روغتیا له خطر سره مخ کولای شي. هغه زیاتوي چې ځینې زهري مواد، که په دوامداره توګه وکارول شي، ځیګر او پښتورګو ته زیان رسولای شي او د هاضمې د سیستم ستونزې رامنځته کولای شي. د هغه په وینا، ماشومان، امیندوارې ښځې او پر مزمنو ناروغیو اخته کسان ښايي د ځینو زهري موادو پر وړاندې ډېر زیان‌منونکي وي.

حامد وردګ وايي: «د غیرمجازو صنعتي رنګونو، هغو حشره‌وژونکو درملو چې د چای د کرلو پر مهال کارول کېږي، او درنو فلزاتو په وسیله د ککړ شوي چای څښل د مسمومیت او د انسان روغتیا ته د زیان رسېدو لامل کېدای شي. ځینې دغه مواد که په دوامداره توګه وکارول شي، د ځیګر او پښتورګو حجرو ته زیان رسوي او د هاضمې د سیسټم ستونزې لکه زړه بدوالی، کانګې، د ګېډې درد او نس‌ناستی رامنځته کوي. د دغو عوارضو شدت د زهري موادو په ډول، اندازې او د کارولو په مودې پورې تړاو لري او ښايي په ټولو پېرېدونکو کې یو شان نه وي.»

دغه ډاکټر زیاتوي: «ځینې غیرمجاز صنعتي رنګونه، لکه سودان او رودامین بي په خوړو کې د زهري اغېزو او د سرطان د احتمالي خطرونو له امله منع شوي دي. ماشومان، امیندوارې ښځې او هغه کسان چې د ځیګر او پښتورګو ناروغۍ لري، ښايي د ځینو زهري موادو پر وړاندې ډېر زیان‌منونکي وي. د چای غیرمعمولي رنګ، ډېره ټیټه بیه او له معیارونو سره ناسمه بسته‌بندي د خبرداري نښې کېدای شي؛ خو د ککړوونکو موادو شتوالی او ډول یوازې د لابراتواري ازموینو له لارې په قطعي توګه معلومېدای شي.»

دغه ډاکټر ټینګار کوي چې د چای ټینګ یا روښانه رنګ په یوازې ځان د هغه د ککړتیا نښه نه ده او د غیرمجازو موادو د شتوالي د معلومولو لپاره لابراتواري ازموینې اړینې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۳ هېوادونو، لکه ویټنام، چین، پاکستان، ایران، متحده عربي اماراتو، ترکیې، کینیا، مالیزیا، قطر او سویسه د شاوخوا ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت چای وارد کړی دی.

د دغو معلوماتو له مخې، شین چای د افغانستان د وارداتي چایونو ډېره برخه جوړوي او د تور چای مصرف لږ دی. خو د دې راپور د چمتو کولو لپاره په لاسرسي وړ معلوماتو کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د چای وارداتو په اړه کره شمېرې نشته.

په افغانستان کې د چای د کرلو هڅې هم شوې دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ یوه کروندګرپه لومړي ځل په خپله ځمکه کې شین چای کرلی او پایله یې تر ډېره مثبته وه. کونړ، لغمان، نورستان، ننګرهار او بدخشان ولایتونه هم د هغو سیمو په توګه یادېږي چې د چای د کرلو وړتیا لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په برکي برک کې د طالبانو ولسوال له هټیوالو د سړک د سور د کمولو په بدل کې بډې اخلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.