د کانونو د امنيت د ټينګښت په تړاو ناسته د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ تېره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ناسته کې چې د کانونو او پټروليم وزير محمد هارون چخانسوري هم ګډون درلود د کانونو د امنيت او د هلمند ولايت رخام ډبرو د کان کاري پرمختګ په اړه په کې بحث او خبرې اترې وشوې.
په دې ناسته کې ولسمشر غني د کانونو د کيندنې بهير پر چټکېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې غير رسمي اقتصاد بايد پر رسمي اقتصاد بدل شي.
نوموړي همداراز ويلي چې، د کانونو د پېرلو لپاره بايد په ملي، سيمهييزه او نړيواله کچه بازار موندنه وشي.
دغه ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې، د هېواد په مختلفو سيمو کې د ناامنۍ له امله د کانونو د غير قانوني کيندنو او قاچاق په اړه اندېښنې لا هم په خپل ځای دی. په همدې تړاو څه موده مخکې د ۸صبح ورځپاڼې موندنو ښودلې وه چې اوس هم په هلمند کې د رخام ډبرې په غير قانوني توګه قاچاق کېږي.