کوچنی هېواد قطر د فارس د خلیجې حوزې تر څنګ پروت دی. نه ډېر نفوس لري او نه هم پراخه جغرافیه او مساحت. دا په داسې حال کې ده چې د نفوس زیاتوالی او د جغرافیې پراخوالی په سنتي ډول د دولتونو د ځواک ښودلو له اصلي معیارونو څخه شمېرل کېږي. قاعدتا څومره چې یو دولت له پراخې زمکې او نفوس نه برخمن وي، په هماغه کچه ځواکمن هېواد بلل کېږي. خو تل داسې نه وي او ډېر داسې هېوادونه شته چې د مساحت له پلوه پراخ او دغه شان د ډېر نفوس لرونکي وي خو د اقتصاد او سیاسي ځواک له اړخه وروسته پاتې هېوادونه دي. همداراز، داسې هېوادونه شته چې نفوس یې لږ او جغرافیه یې هم کوچنۍ وي خو له ډېر پخوا نه تر نن پورې د سیمې او کله ناکله د نړۍوال ځواک په توګه شمېرل کېږي.
د یونان دولت او د لرغوني روم تاریخ لروغونو دورو پورې اړوندېږي خو د معاصرو او ډېرو کوچنیو جغرافیو لرونکي هېوادونه چې په نړۍ کې ځواکمن هېوادونه بلل کېږي، بېلګې هم لرو. هالند، اسراییل، د عربي متحده ایالات، قطر او سنګاپور د مساحت له پلوه کوچني هېوادونه دي او نفوس یې هم لږ دی خو د سیاسي ځواک او اقتصادي پرمختیا له پلوه، بډایه هېوادونه دي. د قطر اوسنی ځواک نه یوازې د ډېر نفوس او پراخ مساحت محصول ندی، چې که دغه دوه عنصرونه ددغه هېواد د ځواک معیار وګڼو، د منځني ختیځ ډېرو هېوادونو په پرتله، کوچنۍ هېواد بلل کېږي. سربېره پر دې قطر، د سیمې او نړۍ په کچه داسې رول لوبوي چې لوی او پراخ هېوادونه یې له ترسره کولو عاجز دي. قطر چې نن د کومو مسایلو د ترسره کولو مسوولیت پر غاړه اخلي او ښه یې هم ترسره کوي، دا کار باید عربستان، ایران او ترکیې چې د منځني ختیځ لوی ځواکمن هېوادونه دي، ترسره کولای. قطر د نړۍ په کچه د لویو ورزشي سیالیو کوربه دی. دغه راز د متخاصمو ډلو او هېوادونو ترمنځ د شخړو د حل کوربه هم دی. همداراز یاد هېواد د دا شان ناستو کوربتوب کړی دی چی لویو بشري ناورینونو ته د رسېدنې لپاره په لاره اچول شوې وې. ښه بېلګه یې د افغانستان ناورین ته د رسېدنې په موخه په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي په مشرۍ د ناستې جوړول دي.
د قطر په اړه چې کومه پوښتنه رامنځته کیږي داده چې کوم څه ددې لامل شوي ترڅو دغه کوچنی هېواد په سیمه او نړۍ کې په یوه لوی لوبغاړي تبدیل شي؟ په دې لیکنه کې هڅه شوې چې ددغې پوښتنې ځواب وموندل شي. ویل کېږي چې په اوسنۍ پېړۍ کې د قطر د رول لوبونې ځواک په لاندې لاملونو پورې اړه ولري:
۱- قطر له نرم ځواک نه ګټه اخلي
د سیمې او نړۍ په لوبو کې د قطر د ځلېدلو له لاملونو یو هم له نرم ځواک نه ددغه هېواد ګټه اخیستنه بللی شو. کوچني هېوادونه ډېرکله له نرم ځواک نه ګټه اخلي او له سخت ځواک نه بیا لوی هېوادونه ګټه اخلي. په دې توپیر چې لوی هېوادونه هممهاله کولای شي له دوه ډوله ځواک نه ګټه واخلي، خو کوچني هېوادونه دا کار نشي کولای. ډېر نفوس، پراخ مساحت او جغرافیه، بې شمېره طبیعي سرچینې، پیاوړی پوځي ځواک او مدرنه او ویجاړونکې وسلې د سخت ځواک بېلګې دي چې لوی ځواکمن هېوادونه ترېنه برخمن دي. فزیکي او مادي ځواک د سخت ځواک روښانه بېلګې دي چې لوی هېوادونه کولای شي له دغو ابزارو نه د خپل ځواک ښودلو په موخه کار واخلي. که چېرې یو لوی هېواد وغواړي چې کوچنی هېواد د چلند د بدلون لپاره اړ کړي، یا د خپل پوځي ځواک نه په ګټنې هغه هېواد ګواښوي یا هم اقتصادي لارې چارې په پام کې نیسي. خو نرم ځواک بیا د سخت ځواک په مخالف اړخ کې دی. نرم ځواک تل په فرهنګ، ارزښت او چلند ټینګار کوي. نرم ځواک له زور او جبر سره کار نه لري؛ یعنې ویلای شو چې نرم ځواک داسې ځواک دی چې په اقناع او رضایت تکیه لري. له نرم ځواک نه ګټه اخیستنه، ډېر لګښت نه غواړي؛ له همدې امله، ډېری کوچني هېوادونه هڅه کوي چې په خپل بهرني سیاست کې له دا ډول ځواک نه کار واخلي.
په نړۍ کې د ځواک د پدیدې له پراخوالي او د اطلاعاتو او رسنیو له انقلاب وروسته، نرم ځواک نور هم د ارزښت وړ ګرځېدلی دی. د نړیوالو اړیکو شنونکي په دې باور دي چې د اطلاعاتو او رسنیو له نړې وال کېدلو سره، نرم ځواک که څه هم د سخت ځواک په پرتله له ډېر ارزښت نه برخمن ندی خو کم هم ندی. په نړیوالو اړیکو کې د نیو لیبرال د تګلارې یو شنونکی «جوزف نای» په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې د نرم ځواک مفهوم روښانه کړ او ددغه ځواک او سخت ځواک ترمنځ یې د توپیر په اړه څرګندونې وکړې او د هغه د ارزښت په اړه یې خپل نظر شریک کړ. نرم ځواک کوچنیو هېوادونو ته یې دا فرصت ورکړی چې د لویو هېوادونو پر وړاندې لاس تر زنې کښېنني او د خپل پاېښت او د حیات د دوام لپاره هڅه وکړي. نرم ځواک نه ګټه اخیستل ددې لامل کیږي چې کوچني هېوادونه د لویو هېوادونو د ګواښونو پر وړاندې وژغورل شي. د نرم ځواک یو ښه کار دادی چې له افکارو سره یې سروکار وي، نه له غوښن بدن سره. نرم ځواک د سوژو او د فرهنګي نرمو افکارو په رامنځته کولو سره د مخاطب د جذب په لټه کې وي. ددې لپاره چې قطر د خپلو سیالو ګاونډیو په تېره د عربستان د نفوذ له ګواښ نه ځان لیري وساتي، نرم ځواک نه کار اخلي.
داچې نرم ځواک د فرهنګي ځواک یو ډول دی، کار اخیستونکي ابزار یې هم فرهنګي دي چې قطر د خپل ځواک د پراختیا لپاره له دغو ابزارو نه ډېره ښه ګټه اخیستې ده. لاندې دوو بېلګو ته یې اشاره شوې ده:
۱-۱ رسنۍ: رسنۍ د نرم ځواک د پراختیا لپاره ساده او ګټوره وسیله بلل کیږي. قطر تر دا مهاله له دې وسیلې نه ښه ګټه اخیستې ده. د پراخې، نامتو او د ډېرو لیدونکو درلودونکې شبکې په توګه الجزیره تلویزیون د قطر په واک دی. دغه رسنۍ په ۱۹۹۶ کال کې په دغه هېواد کې د قطر په مالي ملاتړ تاسیس شوه. هغه مهال، په عربي نړۍ کې د الجزیرې په شان د لویۍ رسنۍ جوړول، ناشونې وه. الجزیرې وکولای شول چې د قطر د نرم نفوذ په اړه نه یوازې د سیمې هېوادونو، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو په کچه کمپاین وکړي. دغه رسنۍ نن ورځ یو له لویو نړیوالو رسنیو څخه شمېرل کیږي چې د نړۍ په کچه خپرونې لري.
ددې رسنۍ په وده کې دوو لاملونو رول درلود: یو دا چې تل یې د عربي نړۍ په حاکم وضعیت نیوکې کولې. تر دې وړاندې په عربي نړۍ کې معتبره رسنۍ شتون نه درلود. که یې شتون هم درلود، د واکمنو په چوپړ کې وې، نه د خلکو. خو الجزیرې دغه دود مات کړ او په عربي نړۍ کې یې د سیاسي نظامونو او واکمنو پر کړنو نیوکې وکړې. دغې چارې وکړای شول چې په عمومي افکارو کې ددغې رسنۍ وجاهت نور هم زیاد کړي. دوهم داچې الجزیرې د افغانستان، عراق او فلسطین د جګړو په اړه د نیوکو په څرګندولو کې ښه رول ولوبوه. دغې رسنۍ په افغانستان او عراق د امریکې د پوځي برید په اړه نیوکه وکړه چې دا چاره هم ددې لامل شوه چې د اسلامي نړۍ په کچه عمومي افکار له دې رسنۍ نه ملاتړ ته وهڅوي.
یادې رسنۍ دغه راز د عربي- اسلامي هویت نه په ګټې اخیستنې تل یې د اسراییلو له لوري د فلسطینیانو پر وژنو نیوکې کړې دي. همدارنګه ددې ترڅنګ چې د عربي پسرلي په انعکاس کې یې ښه عمل وکړ، په یو ډول یې هغه ته مشروعیت هم ورکړ؛ یعنې هغه یې د عربو په نړۍ کې د وخت د واکمنو نظامونو د رامنځته کولو لپاره ارزښتمند ګام وباله. دا ټول په داسې حال کې ترسره کېږي چې الجزیره له دننه بهر ته ګوري، نه دا چې له بهر نه دننه ته وګوري؛ یعنې په قطر کې د روان وضعیت په اړه دومره فکر نه کوي او خپل ټول ځواک یې په عربي نړۍ کې د نورو واکمنو د تېروتنو په ډاګه کولو ته ځانګړی کړی دی. د قطر له لوري د الجزیرې جوړول او له هغه نه ملاتړ، ددې لامل شوی چې یاده رسنۍ ددغه هېواد نرم ځواک ته پراختیا ورکړي او دا ځکه چې د عربو ډیری هېوادونه نه یوازې له رسنیو سره اړیکې لري، چې د هغوی له لوري ځپل کېږي.
۲-۱ ورزش: ورزش او د ورزشي سیالیو په لاره اچول د نرم ځواک د پراختیا لپاره یو بل ابزار دی چې قطر له هغه نه د ګټې اخیستنې وړتیا لري. قطر ورزش په تېره فوتیال ته د نړۍ د لویې لوبې په توګه ځانګړې پاملرنه لري او د ورزشي سیالیو په لاره اچولو نه هرکلی کوي. د بېلګې په ډول، دا مهال فوتبال ته یوازې د ورزش په سترګه نشو کتلای. دا سمه ده چې فوتبال یو ډول ورزش دی، خو داسې ورزش دی چې د نړۍ په سیاسي مناسباتو کې د هغه له ارزښت نه انکار نه شو کولای. نن ورځ د ورزش او سیاست ترمنځ توپیر کول ستونزمن شوی دی. دا ستونزه یا پر ورزش د سیاست اغېز له امله دی یا هم د ورزش پر سیاست. ویلای شو چې فوټبال د ورزش د ډګر سربېره د سیاست ډګر یې هم محاصره کړی دی. هېوادونه هڅه کوي له ورزش نه د سیاست په ډګر کې ګټه واخلي. هر هېواد چې د ورزش په ډګر کې ښه وځلېږي، له شک پرته چې د یاد هېواد د سیاست په ډګر یې هم اغېز کوي. د بېلګې په توګه، په قطر کې د فوتبال د ۲۰۲۲ نړۍوال جام د سیالیو پر لاره اچول په پام کې ونیسئ. دغه هېواد وښوده چې له دا ډول لویو سیالیو ډېر ښه کوربتوب کولای شي. دا لومړی ځل و چې د نړیوال جام سیالۍ په یوه عربي هېواد کې په لاره واچول شوې. په دغې سیالۍ کې د قطر د کوربتوب ځلېدل، د سیمې هېوادونه په تېره عربستان، ایران او ترکیه حیران کړل. په نړۍ کې عمومي افکار تر دې چې د ددغې سیالۍ د ګټونکي او بایلونکې په اړه فکر وکړي، له دغې سیالۍ نه د قطر کوربتوب ته خیره شوي وو. له نړۍوال جام نه د قطر له کوربتوب وروسته، عربستان د فوتبال د یوه نومیالي لوبغاړي کوربه و او ویل کیږي چې دا هېواد هڅه کوي چې د ۲۰۳۰ د فوتبال نړیوال جام کوربتوب هم وکړي. که په ژوره توګه وګورو دا امر پر سیاست د ورزش اغېز ښيي. ځکه عربستان د قطر ګاونډی او ترڅنګ یې سیال هېواد دی، له همدې امله نشي کولای چې د قطر په شان کوچنی هېواد دومره فعال وزغمي.
۲- قطر لږ جمعیت، ټیته تنوع او ډېره شتمني لري
لږ نفوس که د قطر لپاره یو عیب دی، خو د هغه لپاره ګټور هم دی. دا سمه ده چې ډېر جمعیت کولای شي د یوه دولت سخت ځواک نندارې ته وړاندې کړي. خو که د ډېر جمعیت او اقتصادي ودې ترمنځ تعادل په نظر کې ونه نیول شي، له ماتې سره مخ کیږي. د بېلګې په ډول، د چین د بریالیتوب راز په دې کې دی چې د ډېر جمعیت او اقتصادي ودې ترمنځ یې تناسب او تعادل په پام کې نیولی دی. که داسې نه وای، پراخ نفوس به ددې هېواد لپاره د ماتې لامل شوی وای. لکه څنګه چې د ۱۹۴۹-۱۹۷۶ کلونو ترمنځ د «مائوسه دونګ» د حاکمیت په وخت کې همداسې وشول. د قطر بریا په لږ نفوس، ټیټه تنوع، او ډېره شتمني کې ده. ډېر نفوس له ټیټې شتمني سره همغږي نشي کولای. نه یوازې همغږي نشي کولای، چې خلکو ته د کافي خدمتونو د وړاندې کولو او د اقتصادي ودې د ټینګښت په برخه کې د دولت ناکامي په اثبات رسوي. ددې ترڅنګ، په قطر کې د تنوع نشتون او ټولنیز کثرت ددې هېواد لپاره نور چانسونه هم په لاس کې ورکړي دي. د ټولنیزې تنوع نشتون ددې لامل شوې ده ترڅو قطر له ډلییز او فرقه یي غبرګونونو نه خوندي پاتې شي. که چېرې قطر د عراق او لبنان په شان له ټولنیزو ستونزو سره مخ وای، ستونزمنه به وه چې دومره ژر پرمختګ وکړي. لږ نفوس او په ټیټه کچه تنوع ددې لامل شوي چې قطر له خپلو طبیعي سرچینو له هغې ډلې نفتو او ګاز څخه د شتمني د زیاتوالي په موخه ښه ګټه واخلي.
داسې ویل کیږي چې قطر له روسیې او ایران نه وروسته د ګاز په صادرولو کې په درېیم ځای او په نړۍ کې د نفتو د صادرولو په برخه کې په دیارلسم ځای کې دی. ایران هم د قطر په شان پر خپلو طبیعي سرچینو له هغې ډلې په نفتو او ګازو تکیه لري؛ خو د قطر پر خلاف، ډېر نفوس، لوړه تنوع او لږه شتمني لري او دا چاره ددې لامل شوې چې ونشي کړای د قطر په شان له خپلو طبیعي سرچینو نه د شتمني د زیاتوالي لپاره ښه ګټه واخلي. قطر د شتمني د ډیروالي، لږ جمعیت او ټیټې تنوع له امله په خپل بهرني سیاست کې بریالی دی.
۳- په کور دننه رضایت، بهر کې د فعال ځلېدلو لپاره زمینه برابره کړې ده
په قطر کې له واکمن سیاسي نظام نه ټولشموله رضایت شتون لري. دولت هڅه کړې چې ښاروندانو ته د اقتصادي هوساینې د رامنځته کولو له لارې د هغوی رضایت ترلاسه کړي. سره له دې چې په قطر کې دموکراتیک نظام ټینګ ندی، خو ددغه هېواد له «دولتي جوړښت» نه خلک خوښ دي. د قطر د اوسېدونکو لپاره دموکراسي دومره ارزښت نه لري؛ ځکه دولت د اقتصادي ودې په اقتصادي هوساینې د بدلېدو له لارې، د ټولو ښاروندانو رضایت ترلاسه کړی دی. قطر وکولای شول چې د عربي پسرلي نه د ملاتړ تر څنګ، د هغه له ګواښ نه خوندي پاتې شي. دا چې دا هېواد په کور دننه اندېښنه نلري نو ځکه بهر کې دا شان ځلېږي.
لکه څنګه چې لیدل کېږي، قطر خپلو کورنیو مسایلو ته ډېر لږ پاملرنه کوي او ټوله هڅه یې د بهرنيو چارو د سمبالښت په برخه کې ده. په بهرني سیاست کې ددغه هېواد د ګټې اخیستنې وړ ابزارونو څخه یو هم، اقتصاد دی. په نړۍواله کچه د ورزشي، تفریحي، فرهنګي او… سیالیو کوربتوب د قطر د بهرني نفوذ د پراختیا په مانا ده. آرامه فضا، عصري هوټلونه، تفریحي ځایونه او… ددغه هېواد لپاره د نړۍوالو سیالیو کوربتوب اسانه کړی دی. نور ابزار چې قطر یې د خپل بهرني سیاست په برخه کې ترېنه ګټه اخلي، د شخړو د حل سیاست دی. تر دامهاله چې لیدل کېږي، یاد هېواد په خپل دغه سیاست کې هم بریالی دی. لاندې دوو بېلګو ته اشاره شوې ده:
۱–۳ لبنان په ۲۰۰۸ کال کې د کورنیو جګړو له ګواښ سره مخ شو. دا ګواښ په ۲۰۰۶ کال کې د لبنان او اسراییلو ترمنځ له جګړو وروسته احساس شو چې په ۳۳ ورځني جګړې معروف دی. لبنانیان اتلس میاشتې یو له بل سره په شخړه او لانجو کې وو او ویې نشوای کړای چې داسې یو حکومت رامنځته کړي ترڅو ټول قومي او فرقه یي ډلې پکې ځای پرځای شي خو قطر دغې ستونزې او شخړې ته د پای ټکی کښېښود. قطر په لبنان کې د متخاصمو ډلو کوربتوب په غاړه واخیست او د یوه تړون پر بنسټ چې « د دوحې د تړون» په نوم یاد شو، دغې لانجې ته د پای ټکی کښېښود او د ملي وحدت حکومت د جوړولو لپاره یې د لبناني ډلو د رضایت زمینه برابره کړه.
۲–۳ قطر په ۲۰۱۳ کال کې په خپله خاوره کې د طالبانو لپاره دفتر جوړ کړ او له دغې ډلې سره یې د نړۍ د نورو هېوادونو په تېره د امریکا او د افغانستان د خبرو اترو لپاره یې زمینه برابره کړه. هر هېواد چې له طالبانو سره د خبرو اترو نیت درلود، اړ و چې د قطر ور وټکوي. دا هېواد له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر سر د خبرواترو په موخه د اوږدو کلونو لپاره د طالبانو او امریکايي پلاوي کوربه هم و. څه چې په دې برخه کې د پاملرنې وړ دي، دادي چې د قطر له لوري د شخړو د حل سیاست له ځان سره پایله درلوده؛ یعنې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د تړون د لاسلیک لامل شو چې د هغو د مفادو پر بنسټ امریکا خپل پوځي ځواکونه له افغانستان نه ویستل. خو دا چې له افغانستان نه د امریکا وتل افغانانو ته څومره زیانونه پېښ کړل، جلا بحث دی.
د پورته مواردو ترڅنګ، د سیمې له هېوادونو سره تعامل د قطر د بهرني سیاست د پیاوړتیا لامل شوی دی. سره له دې چې دغه هېواد له خپل یو شمېر ګاونډیو هېوادونو او د سیمې هېوادونو سره په شخړه کې دی، خو بیا یې هم هڅه کړې چې د تعامل سیاست نه کار واخلي. د شخړو لمنځه وړلو سیاست ته پناه وړل او له انحصار غوښتنې او نورو ته د ستونزو جوړولو له سیاست نه ډډه کول، ددې لامل شوي چې قطر هممهاله د سیمې په څو مهمو سازمانونو لکه د فارس د خلیج د همکاریو سازمان، د عربي اتحادیې او د اسلامي هېوادونه سازمان کې د غړي په توګه رول ولوبوي. د بېلګې په توګه، د خلیج د حوزې د عربي هېوادونو او ایران ترمنځ اړیکې په پام کې ونیسئ.
عربستان، امارات او بحرین له ایران سره دښمني لري، خو قطر نه. عربستان له ایران سره د اړیکو د ټینګښت د بیا پیلولو نه وړاندې، له امریکا سره د خپلو د اړیکو د ټینګښت لپاره ډېرې هڅې وکړې ترڅو په سیمه کې ایران منزوي کړي. دغه ډول اماراتو او بحرین له اسراییل سره د «ابراهیم» تړون لاسلیک کړ، قطر نه یوازې له ستونزو سره د ایران مخ کولو او په سیمه کې د هغه د نفوذ کمولو په چاره کې هڅې وکړې، بلکې هڅه یې وکړه چې له ایران سره خپلې اړیکې پیکه نکړي، او دغه راز د امریکا او ایران ترمنځ یې د شخړو د حل په برخه کې د منځګړیتوب رول ولوبوه ترڅو ددغو هېوادونو ترمنځ د شخړې کچه کمه کړي.
۴- قطر د امریکا ملاتړ له ځان سره لري
د قطر په شان کوچنی هېواد که د سیمې او نړۍ په کچه ملاتړ له ځان سره ونه لري، ستونزمنه ده چې وکولای شي په سیمه او د نړۍ په کچه فعال بهرنی سیاست پرمخ یوسي. قطر د منځني ختیځ په کچه د امریکا له پخوانیو او کلیدي متحدینو څخه شمېرل کېږي. دغه هېواد په ۱۹۹۲ کال کې له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړی دی. په قطر کې د «العدید» پوځي اډه او په دې هېواد کې د امریکايي پوځیانو شتون، ددغه تړون یوه برخه ده. قطر امریکا ته اجازه ورکړه ترڅو په ۱۹۹۱ کال کې د فارس د خلیج په جګړه کې د عراق پر وړاندې ددغه هېواد له خاورې نه ګټه واخلي. په قطر کې د امریکايي پوځیانو حضور، ددغه هېواد لپاره یې یو ډول امنیتي چتر رامنځته کړی چې د هغه تر سیوري لاندې او د سیمې د سیالانو له نفوذ پرته، خپل د پام وړ رول ته دوام ورکړي.
په همدې توګه پر افغانستان د طالبانو واک ته له رسېدلو وروسته، دغه هېواد د امریکا د ګټو د ملاتړ په توګه په افغانستان کې خپل رول لوبوي. له امریکا سره د قطر دوستي، ددې هېواد د اقتصادي چارو پر ودې د پام وړ اغېز کړی دی. قطر هڅه کړې چې د پانګې اچونې په برخه کې تر هغه ځای پورې چې لازمه ده، ګټه واخلي. په منځني ختیځ کې د پانګې اچونې نظم یوازې په هغو هېوادونو لکه قطر، امارات او ترکیه کې مثبتې پایلې لرلي دي او د سیمې نورو هېوادونو له دغه کار نه ډډه کړې یا که چېرې یې پانګې اچونې ته زمینه برابره کړې هم ده، روزګار یې لاپسې خراب شوی دی. له امریکا سره د دوستۍ د اړیکو ساتل، ددې لامل شوی چې دغه هېواد په سیمه او نړۍ کې د قطر له فعال رول نه ملاتړ وکړي. د بېلګې په ډول، که قطر د لویدیځو لویو ځبرځواکو هېوادونو په تېره د امریکا ملاتړ له ځان سره ونلري، دا به ستونزمنه وي چې وکولای شي د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي په مشرۍ د افغانستان د ناورین د حل په موخه لویه ناسته چې څو موده وړاندې جوړه شوه، کوربتوب وکړي.
سرچینه:
ستاري، سجاد (۱۴۰۱) په سیاسي ټولنپوهنه کې تازه خبرې، دوهم چاپ، د تهران د پوهنتون خپروندیه موسسه. دغه راز د جمعیت او د کلني عوایدو په اړه له دې کتاب نه د بشپړ معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دغه سایت وګورئ. WWW.forbes.com/magazines