په افغانستان کې توکمپالنه

لیکنه:یعقوب ابراهیمي

افغانستان په وروستیو لسیزو کې د قومي شخړو او د توکمونو د سیاسي کولو ډګر پاتې شوی دی. د افغانستان کاواکه حکومت په ناسمو تګلارو سره د هغو سیاسي ګوندونو د ودې مخه ونیوله، چې کولی یې شوای، د هېوادوالو غوښتنې په نننیو چوکاټونو مطرح کړي. دې چارې د نورو ټولنیزو او سیاسي ننګونو ترڅنګ د توکم پالنې د زیاتېدو لاره هواره کړه. د پټې خزانې په تړاو د استاد ناشناس خبرو ته د پښتنو وروستى غبرګون او عصبیت او دغه راز د ابن سينا ​​په اړه د تاجیکان او هزاره وو تر منځ  لانجه زموږ د خلكو په ټولنیزه روحيه كې د توکمیز ناسیونالیزم د دوام او ولکې بېلګې دي. توکم په عادي حالت کې د بشري ټولګیو احساساتي- عاطفي او لرغونې چاره ده، خو د دغه زاړه جوړښت سیاسي کېدل د بدیل جوړښتونو په نشتوالي کې د هېواد په سیاسي ټولنپوهنه کې د ژورې تشې نښه ده. توکم او قوم د لرغونې نړۍ له هویتونو دي، چې ډېرو پرمختللو لوېدیځو هېوادونو په سیاسي ډګر کې ورسره مخه ښه کړې او د سیاسي ګوندونو او مدني ادرسونو په څېر نويو او اغېزناکو هویتونو او جوړښتونو ته یې پناه وړې ده. د کار پایله یې هم روښانه ده: هغه هیواد چې توکم پالنه پکې د سیاست کولو معیار وي، له هغه هیواد سره پرتله کیدای نشي چې هغه یې پرېښې او هڅه یې کړې چې خپلې سیاسي شخړې او اختلافونه د ګوندونو او مدني بهیرونو له لارې مطرح کړي.

د سیاسي علومو ادبیاتو هڅه کړې په مډرنو ټولنو کې توکم پالوونکې شخړو او د توکمیزو هویتونو  سیاسي رول د ملت او ملي هویت په نوم د لوی هویت په چوکاټ کې تر بحث لاندې ونیسي. د مډرنې بنسټپالنې نظریې ټینګار کوي چې د کار او زده کړې د اصلي مرکزونو او د پردیو د تعامل د ځای په توګه د عصري بنسټونو رامنځته کول کولای شي ملي هویت پیاوړی کړي او کلتوري او خصوصي مسایلو ته د توکمیزو هویتونو د کچې د راټېټولو له لارې د هغو سیاسي کول کم کړي. په داسې حال کې چې ابدي نظريه د هويت په اړه د لرغونپالي لید لوري په لرلو سره توکمیز هويتونه او ان ملت داسې ابدي او طبيعي پديده بولي چې سياسي تمايلات پرې ډېر اغېز نه لري. د ابدي نظریې پلویان پردې باور دي، چې مډرن ملت پياوړې او کلکې توکمیزې ریښې لري، چې مدرنیزاسیون یې ماهیت نه شي بدلولای او یوازې یې بڼه بدلوي. نو، د دې وضعیت د درک او له څنډې ته کېدو نه د ژغورنې لپاره پر توکمیزې رېښې ځان پوهولو ته اړتیا ده. بالاخره، دصوري ټولنې نظریه ملت او ملي هویت ته د داسې ټولنیز جوړښت په توګه ګوري، چې په رڼا یې کې ډیری بشري ډلې د خپل ټولنیز او کلتوري ورته والي له امله د ملت په نوم د لوی هویت برخه تصور کوي. نو ملت یو ټولیز تصور دی، چې یوه ټولنه یې په نوي عصر کې له نورو (نورو رسمي ټولنو یا ملتونو) بېله کړې ده. د دغو نظریو تر منځ له ژورو توپیرونو سره سره، د هغوی د تقاطع یا د عطف ټکی د خاورې او سیاست له پلوه پر یووالي د هغوی ټینګار دی. يعنې مډرن ملت او ملي هويت هغو بشري کتلوته ویل کیږي، چې د مشخصو پولو په لرونکې خاوره او د يوه سياسي واک په شاوخوا کې رامنځته شوي دي. په همدې دلیل، توکمیزې شخړې د ابدي توکمیزو شخړو د محصول په پرتله تر ډېره د هېوادنیو- سیاسي – ملتونو د جوړښت پایله ده چې د خپلې سیمې له توکمیزو او ټولنیزو واقعیتونو سره اړخ نه لګوي.

له دې نظره په افغانستان کې ملت او ملي هویت هم یوه هېوادنۍ- سیاسي پدیده ده. په افغانستان کې ملت د  هغو خلکو په معنی دی، چې په یوې واحده جغرافیه کې پر یوه دولت یا د هابز په وینا، په (لویاتان) راټول شوي دي. دا ډول ټولنه د نړۍ د نورو ملتونو په څیر د سیمې له ټولنیزو او کلتوري واقعیتونو سره همغږي او سمون نه لري. نو د ټولنيزو واقعيتونو او د هغو د لرغونو مخینو په اړه  د مډرنو ملتونو د هېوادنی-سياسي ماهيت له تفکیک پرته، د سيمه ييز يووالي لپاره کلتوري هڅې او دغه راز د انحراف لپاره کوښښونه به کوم ځای ونه نیسي او برعکس په افغانستان کې ملت پېژندنه او دغه راز په هېوادني- سیاسي چوکاټ کې د ځان پيدا کول سختوي. د افغانستان په څېر په حساسو دولتونو کې دا ډول کارونه د ملي هویت د ننګولو لپاره  توکم پالو ته خام مواد برابروي. د افغانستان د توکم پالو د ادبیاتو د لویې برخې موخه دا ده، چې د نورو پر وړاندې د خپل توکم او کلتوري هویت د برم پورته کولو له لارې د دهېوادني- سیاسي ملت له درک پرته ملي هویت تر پوښتنې لاندې راولي. له دې نظره، سیاست د شخړو او ټولنیز قطبی کولو لپاره لامحدود ظرفیت لري. په دې برخه کې دا کافي ده چې د هغه چا په اړه چې سل کاله پخوا یې ژوند کاوه او یا د هغه کار په اړه چې په تېرو وختونو پورې اړه لري، د نظر څرګند کړی، څو د غوسې او کرکې کچه درته څرګنده شي.

خوتوکم پالي د خپلو عقایدو او کړنو عیني پایلو ته له پاملرنې پرته، هڅه کوي چې تاریخ په انتخابي ډول تخریب کړي او هغه برخې او کارونه په ګوته کړي چې د دوی د توکم ښېګڼې منعکسوي او بدګڼې یې پټوي. په دې توګه، توکم پالنه د تاریخ پر وړاندې یو انتخبابي چلند او د نورو پروړاندې حذف کوونکی لید لوری لري. توکم پالي د تاریخ ځینې برخې د دې لپاره غوره کړي چې ځان لوی او نور کوچني وبولي او ملنډې پرې ووهې او بیا دا غوره شوي برخې د تاریخ د جوهر په توګه تعریف او تبلیغ کړي. توکم پالي په غوره شوي تاریخ کې د ځان ښې ګڼې رابرسېره کوي او د نورو ښېګڼې پټوي او د ځان بدګڼې پټوي او برعکس د نورو بدګڼې رابرسېره کوي. د دې ډول چلند محرک ځواک له نورو سره د ګډ ژوند پر ناشونتیا باور لري. دا په دې مانا ده چې توکم پالي نور خپل بالقوه دښمنان ګڼي او له همدې امله هڅه کوي چې څومره کیدای شي د خپل قوم په محدوده کې ځان منقبض کړي. په دې بهیر کې هغوی د خپلو خلکو لپاره په پرلپسې توګه د هغه زرین دور د جوړېدو هڅه کوي چې د دوی اتلانو پکې ژوند کاوه، ښارونه سمسور و او د توکم ویاړونه پکې رامنځته شوي دي. توکم پالي پر دې خبره بسنه نه کوي، بلکې په هغه تاریخ او زمانه کې چې دوی یې تصور کوي، په نورو پورې ډېرې بدګڼې او بدمرغۍ تړي او بیا یې په خورا شیطانت سره ننني او سیاسي کوي. دا متناقض روایت چې په عمومي برخه کې کې له ناسمو کیسو جوړ شوی دی، د جامع  روایت د وړاندې کولو توان نه لري او له دې امله د توکمیزو او له توکمیزو د ور اخوا اختلافونو لامل کیږي. د لرغونو هويتونو د جوړولو، سياسي کولو او ننني کولو پروسه لکه د پټې خزانې او د ابن سينا ​​د توکم په اړه بحث او د هغو د اعصبیتونو اندازه چې د دغو خبرو په ځواب کې ښکاره شول، په اسانۍ سره  بیانولای شي. په دواړو حالتونو کې ګوتې د توکم په حساسو او ټکان ورکوونکو کرښو کې اېښودل شوي او که په مجازي فضا کې یې پر سر شخړه نه وای شوې او په حقيقي نړۍ کې وای، ښايي د وسله والې جګړې لامل شوې وای.

په ټولیز ډول، توکمونه لرغوني جوړښتونه دي او د تاریخ او د بشري ډلو د عواطفو او احساساتو یوه برخه ده، خو په اوسنۍ نړۍ کې د سوکالۍ او د پرمختګ د میکانیزمونو د جوړولو لپاره اړین ظرفیت نه لري. له دې سره سره، د اغېزناکو بدیلونو لکه سیاسي ګوندونو او مډرنو سازمانونو د نشتوالي له امله چې کولای شي، د نن ورځې د خلکو غوښتنې او اړتیاوې په عملي توګه مطرح کړي، توکم او توکمیز جوړښتونه ترټولو اسانه او ارزانه انتخاب دی چې انسان پرې منګول خښه کړي. د افغانستان په څېر په یوه حساس هیواد کې چې په پرلپسې ډول د سیاسي مشروعیت له کمزورتیا کړېدلی او په وروستیو لسیزو کې یې عصري سیاسي جوړښتونه ټکنی شوي دي، توکم پالو د پخوا په پرتله ډیر خپل توکمیز ادرسونه د سیاسي ادرس په توګه کارولي دي. دا چاره په عامه ساحه او ټولنیزو رسنیو کې خورا څرګند ده. په تیرو دوو لسیزو کې د ټاکنو له لارې د عقلاني- حقوقي مشروعیت د میکانیزمونو د ټینګولو له پرلپسې هڅو سره سره، په افغانستان کې د سیاسي مشروعیت مسأله حل نه شوه او له همدې امله سیاسي ځواکونه په عمده توګه په توکمیزو ډنډونو کې لوېدلي دي. د توکمونو د لرغونو سمبولونو او څېرو پر سر د ځوانانو او سپين روبو لاس او ګریوال کېدل چې اوسني وخت او زمانې ته يې کومه عملي ګټه نه ده رسولې، د افغانستان په عامه ډګر کې د قومي روایتونو دوام او ټینګښت څرګندوي. روان کړکیچ د دې لامل شوی دی، چې د مطرحو توکمیزو تنظیمونو او بهیرونو ترڅنګ، د قومي کلتوري حرکتونو او د توکم پالنې مجازی څپې چې ډیری یې د تحصیل کړو ځوانانو لخوا رهبري کېدې او کیږي، رامنځته شي. د دغه زیانمن شوی او خورا حساس حالت دی، پایله دا ده، چې که هرڅوک یوه خبره وکړي توکمیز او قومي رنګ ورکول کیږي او بیا په پراخه کچه قومي عصبیتونو سره د ورځې په موضوع بدلیږي. د دې وضعیت دوام د افغانستان لپاره ناورین دی. د توکم پالنې له دغه حالته د خلاصون لپاره، د ننني انسان د هیلو او غوښتنو د ترټولو معمولې کړنلارې په توګه، د توکم پالنې او د هغې له لرغونو فرعي برخو نه د سیاسي ګوندونو رامنځته کولو پر لور د ګام اخیستو اړتیا ده. په اوسني کړکېچن حالت کې ښايي دا فرضيه بې ربطه ښکاره شي، خو په اوږده مهال کې کله چې له ژرندې اوبه راووځي، له سیاسي توکم پالنې سره مخه شه او د افغانستان ترسیاسي چتر لاندې به د سیاست د بدیل میکانیزمونو لټون یوه مجبوري وي. په داسې یوه فضا کې افغان ولس اړتیا لري، چې یو داسې ملي روایت تولید او پیاوړی کړي چې هر اړخیز څو اړخیز  او له تبعیضه پاک وي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې له تبعیضه.

ورته لیکنې

Back to top button