د ټایلنډ په بانکوک کې د اوپک ناستې په څنډه کې، د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره لنډه کتنه لرله.
د رويټرز د راپور له مخې، دا کتنه شنبې د نومبر په نولسمه په بانکوک کې د اوپک د ناستې په څنډه کې شوې ده.
په سپینه ماڼۍ کې یوې سرچینې ویلي چې د هریس پيغام هغه دی چې بایډن د اندونیزیا په بالي کې د شل ډلې په ناسته کې بایډن له شي سره مطرح کړی و؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ سیالۍ د مسوولانه مدیریت لپاره د ارتباطي کرښو خوندیتوب.
سي سي ټي وي چینايي رسنۍ ویلي چې دا کتنه نن سهار په لنډ ډول ترسره شوې ده.
د چین او امریکا مشرانو له دې مخکې په بالي کې سره کتلي وو. شي چین پینګ هغه کتنه ستراتيژیکه او رغنده بللې وه.