• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په دوو میاشتو کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي

نیما نیما
۲۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792324967]
Social Media

Social Media

د دې راپور موندنې ښيي چې یوازې په تېره څه کم یوه میاشت کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي دي. همدا راز، په وږي میاشت کې ۴۶ کسان وژل شوي دي. په دې راپور کې یوازې د هغو مرموزو وژنو شمېرې راټولې شوې دي چې د قربانیانو په ډله کې یې د طالبانو د درېیو غړو په ګډون نور ټول ملکي وګړي دي. په قربانیانو کې یو شمېر پخواني نظامیان هم شامل دي چې پر شخصي کارونو بوخت وو. د ډېری دغو کسانو د وژنې  پړه پر طالبانو اچول شوې ده؛ په داسې حال کې چې ویل کېږي ځینې نور د غلو له خوا وژل شوي او د یو شمېر پېښو عاملان لا هم نه دي پېژندل شوي. په دې راپور کې د ځینو وژنو جزییات یوازې له تلې میاشتې راهیسې وړاندې شوي دي. دغه شمېرې د ۸صبح ورځپاڼې د خپرو شویو خبرونو پر بنسټ راټولې شوې دي. خو د طالبانو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدودیتونو له امله ښايي د قربانیانو شمېر تر دې هم لوړ وي.

د دې راپور د موندنو له مخې، په وروستۍ پېښه کې پرون په کونړ ولایت کې یو ځوان وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه ځوان د یاد ولایت د اسمار ولسوالۍ په شنګر سیمه کې د ناپېژاندو کسانو له خوا په چاړه وهل شوی او وژل شوی دی. د دې وژنې انګېزه او د عاملانو هویت لا هم نه دی څرګند شوی.

دغه راز  د جمعې په ورځ، د تلې پر ۲۴مه، علاءالدین نومی ځوان د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار د «بلاک» په سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی. د دې وژنې لامل او انګېزه لا هم نه ده څرګنده شوې.

له بلې خوا، تېره اوونۍ په تخار ولایت کې یو ۱۱ کلن ماشوم له تښتول کېدو وروسته وژل شوی دی. د دغه ماشوم خپلوانو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړې چې د هغه مړی له ورکېدو دوه ورځې وروسته موندل شوی او شواهد ښيي چې ماشوم په ډېرې بې‌رحمۍ وژل شوی دی. دغه ماشوم د تخار ولایت د خواجه‌غار ولسوالۍ اوسېدونکی و. د دې پېښې عاملان د راپور تر خپرېدو پورې نه دي پېژندل شوي.

د دغو پېښو په لړ کې د ننګرهار ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې یو ځوان د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو له خوا وژل شوی دی. سرچینو یکشنبه د تلې پر ۱۹مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دغه ځوان اسماعیل نومیده؛ په اصل کې د ننګرهار د دره‌نور ولسوالۍ اوسېدونکی و او د موټرچلوونکي په توګه یې کار کاوه.

همدا راز، په تېرو اوونیو کې په بامیان ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی. سرچینې وايي، دغه ځوان چې فیروزعلي نومېده، د تلې پر ۱۶مه د طالبانو له خوا په خپل دوکان کې وژل شوی دی. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د فیروزعلي دوه وروڼه هم تر دې مخکې وژل شوي وو؛ یوه یې د پخواني حکومت په پوځ کې د دندې پر مهال او بل یې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې له طالب جنګیالیو سره د نښتې پر مهال د ازادۍ جبهې په لیکو کې وژل شوی و. د سرچینو په وینا، فیروزعلي خیاطي کوله او د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی و.

د دې راپور موندنې ښيي چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د سلطان په نوم یو ځوان د غلو له خوا وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه ځوان د چهارشنبې په ورځ د تلې پر ۱۵مه، د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند په دامان سیمه کې وژل شوی او غلو یې موټرسایکل هم له ځان سره وړی دی. سرچینې زیاتوي چې دا پېښه د طالبانو یوې امنیتي پوستې ته نږدې شوې ده.

دغه راز، په لغمان ولایت کې طالب جنګیالیو یو ملکي وګړی له لفظي شخړې وروسته په ډزو وژلی دی. دا پېښه د چهارشنبه د تلې پر ۱۵مه، د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار په عمرزي سیمه کې شوې ده. د سرچینو په وینا، دغه دوکاندار له یوه طالب جنګیالي سره تر لفظي شخړې وروسته د هماغه جنګیالي له خوا په ډزو وژل شوی دی. سرچینې زیاتوي چې دغه طالب جنګیالی اوس هم په ازادانه ډول ګرځي او تر اوسه ترې هېڅ ډول پوښتنه یا قانوني پلټنه نه ده شوې.

د دې راپور د موندنو له مخې، د مرموزو وژنو په لړ کې د سراج احمد په نوم یو ځوان  د دوشنبې په ورځ، د تلې بر ۶مه، له غرمې مخکې د غزني ولایت د مرکز د روضې په کلي کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه ځوان په خپله ځمکه کې پر کرکېله بوخت و چې ناپېژاندو کسانو پرې ډزې وکړې او ووژل شو.

دغه راز، په یوه بله پېښه کې د جوزجان ولایت په آقچې ولسوالۍ کې یو ځوان وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه ځوان د ولسوالۍ په مرکز کې خپل کور ته نږدې په چاړه وهل شوی او وژل شوی دی.

د ملکي وګړو د وژنو په لړ کې سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړې وه چې د جمعې پر ماښام، د تلې پر ۵مه، په بادغیس ولایت کې یو ځوان د یوه طالب جنګیالي له خوا وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه ځوان د دغه ولایت د قادس ولسوالۍ په «جهاندوست‌های» سیمه کې د حافظ عبدالحکیم په نوم طالب جنګیالي وژلی دی.

په هغو کسانو کې چې په تېره څه کم یوه میاشت کې وژل شوي، یو ښوونکی هم شامل دی. د امرالله په نوم دغه ښوونکی د لغمان ولایت د مرکز اړوند د قلعه فتح‌خان په کلي کې وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، هغه د دغه ولایت په مرکز کې د «روښان» ښوونځي کې د فزیک مضمون تدریساوه.

د پخوانیو نظامیانو د وژنو په لړ کې، د جمعې په ورځ، د تلې پر ۳مه، عبیدالله نومی پخوانی پوځی د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې په ډزو وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه پخوانی نظامي د وسله‌والو کسانو له خوا وژل شوی دی.

دغه راز، یو پخوانی نظامی له ایرانه تر را اېستل کېدو وروسته د طالبانو له خوا نیول شوی او بیا په ډېرې بې‌رحمۍ وژل شوی دی. سرچینو جمعه د تلې پر ۳مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې ددغه پخوانی نظامي محمد نسیم نومیده او د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په نوي ښار کې نیول شوی و. د سرچینو په وینا، د هغه پر جسد د سختو وهلو ټکولو او د مرمیو د لګېدو نښې لیدل کېدې.

د ۸صبح ورځپاڼې د یوه بل راپور موندنې ښيي چې په بادغیس ولایت کې دوه کسان په ډېرې بې‌رحمۍ په رسۍ زندۍ شوي دي. سرچینو پنجشنبه د تلې پر ۲مه، د دغو دوو قربانیانو عکسونه له ۸صبح ورځپاڼې سره شریک کړي او ویلي یې دي چې یو یې د مخابراتي انتن ساتونکی او بل یې ملکي وګړی و. د سرچینو په وینا، دویم قرباني د پېښې پر مهال څو زره افغانۍ هم له ځان سره لرلې. سرچینې زیاتوي چې یوه طالب جنګیالي دغه دوه کسان د بادغیس ولایت له مرکزه تر «قندي زرد» په نوم بازار پورې تعقیب کړي وو.

همدا راز، په یوه بله پېښه کې چهارشنبه د تلې پر لومړۍ په غزني ولایت کې یو صراف د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه ځوان ګلبدین نومیده او د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په ولي‌داد کلي کې وژل شوی دی. سرچینې زیاتوي چې نوموړی په خپل موټر کې دننه د ناپېژاندو وسله‌والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

له بلې خوا، چهارشنبه د تلې پر لومړۍ د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په مرکز کې د خالدین قرلق په نوم یو ډاکټر د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه ډاکټر په خپل درملتون کې په چاړه وهل شوی او وژل شوی دی.

د ۸صبح ورځپاڼې د خپرو شویو خبرونو له مخې، د روان کال په وږي میاشت کې ۴۵ نور کسان هم په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي چې د ډېری پېښو پړه پر ناپېژاندو کسانو اچول شوې ده. د دغو پېښو جزییات تر دې مخکې د ۸صبح ورځپاڼې خپاره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ځلونو ادعا کړې چې په افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی او د خلکو ژوند او شتمنۍ له ګواښ سره مخ نه دي.

بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو څلور غړي وژل شوي او لږ تر لږه د هغوی د خپل‌سرو نیونو او توقیف ۱۴ پېښې هم ثبت شوې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بادغیس کې یو ځوان ځان‌وژنه کړې
خبرونه

مرموزې وژنې: د بادغیس په بالامرغاب کې د یوه موټر چلوونکي جسد وموندل شو

۲۸ زمری/اسد ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵ [t_time:1755581119]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په برکي برک کې د طالبانو ولسوال له هټیوالو د سړک د سور د کمولو په بدل کې بډې اخلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.