• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ځان‌وژنې، وژنو او تښتونو زیاتېدل؛ ناامني او بې‌وزلي د خلکو ژوند ګواښي

امین کاوه امین کاوه
۳۰ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789981732]
AFP

AFP

د ۸صبح موندنې ښيي چې په وروستیو ورځو کې په هېواد کې د ځان‌وژنو، مرموزو وژنو او د ماشومانو د تښتونې پېښې زیاتې شوې دي. د دې راپور د موندنو له مخې، یوازې پرون په درېیو ولایتونو کې درېیو کسانو ځان‌وژنه کړې ده. په تېره یوه اوونۍ کې په کابل، خوست، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې لږ تر لږه نهه کسان په مرموز ډول وژل شوي چې درې پېښې یې پرون شوې دي. همداراز، په تېرو درېیو ورځو کې په کونړ کې اووه ماشومان ورک شوي او په هرات کې د دوو تښتول شویو ماشومانو جسدونه موندل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې یوازې د وږي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په ۱۰ ولایتونو کې ۲۲ کسان په مرموز ډول وژل شوي وو.

د امنیت د ټینګښت په تړاو د طالبانو له ادعاوو سره سره، هېوادوال د مرموزو وژنو، وسله‌والو غلاوو او د پراخې بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله د ځان‌وژنې د پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. د هېوادوالو په وینا، طالبان نه یوازې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي، بلکې په هېواد کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ د زیاتېدو لامل هم شوي دي او دې وضعیت د ځان‌وژنې پېښې، په تېره بیا د ځوانانو په منځ کېزیاتې کړې دي.

په یوه ورځ د درېیو کسانو ځان‌وژنه

د ۸صبح د خپرو شویو راپورونو له مخې، د خوست ولایت د ځوانانو او تنکیو ځوانانو په منځ کې د ځان‌وژنې پېښې د هېواد د بل هر ولایت پرتله زیاتې شوې دي. د خوست اوسېدونکي بې‌وزلي، بې‌کاري او د طالبانو فشارونه د دغو پېښو له لویو لاملونو بولي او وايي چې ځوانان د ژوند تر وروستۍ کرښې رسېدلي دي. د راپور موندنې ښيي چې یوازې په وږي میاشت کې په دغه ولایت کې شپږو کسانو ځان‌وژنه کړې ده.

په وروستۍ پېښه کې د خوست ولایت یوه ځوان چې فیض‌الله نومېږي، ایران ته د قاچاقي تګ لپاره د پیسو د نه لرلو له امله ځان‌وژنه کړې ده. د سرچینو په وینا، دغه ځوان پرون د خوست ولایت د مندوزیو ولسوالۍ په سیمه کې خپل ژوند پای ته رسولی دی.

سرچینې زیاتوي چې د فیض‌الله ملګري ایران ته د قاچاقي تګ لپاره روان شوي وو، خو هغه د سفر د لګښت د نه لرلو له امله ونه شوای کړای له هغوی سره ولاړ شي د هغوی له تګه تر خبرېدو وروسته یې ځان‌وژنه وکړه.

له دې سره هممهاله، پرون په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې پکې لیدل کېږي یو ځوان ځان د یوه ټانکر لاندې اچوي. د سرچینو په وینا، دا پېښه د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې شوې ده.

همداراز، پرون په فراه ولایت کې د یوه ځوان جسد په داسې حال کې موندل شوی چې ځان یې زندۍ کړی و. د سرچینو په وینا، دغه ځوان عبدالمتین نومېده او د فراه ولایت په مرکز کې یې ځان زندۍ کړی و.

د مرموزو وژنو زیاتوالی

سرچینې وايي چې د شنبې پر شپه په خوست کې یو ځوان د ډزو په پایله کې وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه ځوان عثمان نومېده او د خوست د مرکز په مانۍ کلي کې وژل شوی دی. د عثمان د وژنې د څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د شعیب په نوم د یوه ځوان خپلوان وايي، هغه د کابل په چهل‌ستون سیمه کې د نشه‌يي توکو د پلورونکو له خوا وژل شوی دی. د شعیب د خپلوانو په وینا، طالبان د قاچاق کوونکو او نشه‌يي توکو د پلورونکو په نیولو کې پاتې راغلي او له همدې امله خلک د غلو او نشه‌يي توکو د پلورونکو ښکار کېږي. هغوی وايي، هغه کس چې شعیب یې وژلی، له سیمې تښتېدلی او د هغه پلار او ورور د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

همداراز، تېره اوونۍ د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په شادي‌جان کلي کې یو سړی وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه سړی وروسته له هغه ووژل شو چې د تفریح لپاره سیمې ته تللی و. سرچینې زیاتوي چې د دغه سړي جسد تر وژنې وروسته سوځول شوی دی.

د دغو وژنو په لړ کې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه‌نو ښار کې د غاښونو ډاکټر حسام‌الدین اکبري د وسله‌والو له خوا وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، هغه د یکشنبې په ورځ د قلعه‌نو ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په «جر خشک» سیمه کې وژل شوی دی. هغه د خپلې رسمي دندې ترڅنګ د غاښونو یوه کلینیک هم درلود.

همداراز، تېره اوونۍ په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي او یو سپین‌ږیری سړی، په کندهار کې یو سړی، په خوست کې یو ماشوم او په فاریاب کې یو ماشوم وژل شوي دي. د دغو پېښو په تړاو هېڅ یو تورن کس نه دی نیول شوی.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې د وږي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په ۱۰ ولایتونو کې ۲۲ کسان په مرموز ډول وژل شوي دي. د ۸صبح د یوه راپور موندنې ښيي چې دغه کسان په کابل، هرات، بادغیس، بغلان، تخار، پکتیکا، پکتیا، فاریاب، بلخ او غزني ولایتونو کې په مرموز ډول وژل شوي دي.

په تېره اوونۍ کې د ماشومانو تښتول او وژل

سرچینو پرون په هرات کې ۸صبح ته ویلي وو چې د دغه ولایت د غوریان ولسوالۍ په یوه سیمه کې د پنځه او اووه کلنو دوو ماشومانو جسدونه موندل شوي دي. د سرچینو په وینا، دغه دوه ماشومان خالد او ادریس نومېدل او سره وروڼه وو. سرچینې زیاتوي چې دغه دوه ماشومان د څه کم یوې اوونۍ په لړ کې لادرکه شوي وو. د سرچینو په وینا، د دغو ماشومانو جسدونه له لټون وروسته د غوریان ولسوالۍ په یوه سیمه کې موندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ په کونړ ولایت کې سرچینو په ډله‌ییز ډول د اوو ماشومانو د تښتول کېدو خبر ورکړی و. د سرچینو په وینا، دغه ماشومان د شنبې له غرمې مخکې د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد اړوند د نواباد په سیمه کې تښتول شوي دي. طالبانو هم دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې تښتول شوي ماشومان څلور نجونې او درې هلکان دي او عمرونه یې له څلورو تر ۱۰ کلونو پورې دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه سازمان امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي وو چې د مې له لومړۍ د جولای تر ۳۱مې پورې ملګرو ملتونو د امنیت اړوند دوه زره او ۹۴۷ پېښې ثبت کړې دي چې د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.