روسیه او د امنیت شورا ریاست؛ پولینسکي لویدیځ هیوادونه د مسکو په پارولو تورن کړل

وروسته له هغې چې روسیې د ملګروملتونو د امنیت شورا مشري په غاړه واخیسته او د اوکراین په ګډون د ځینو هیوادونو له مخالفت سره مخامخ شو، په ملګروملتونو کې د مسکو د دایمي استازي مرستیال دیمیتري پولیانسکي وویل چې د روسیې د پارولو لپاره د لویدیځو هیوادونو هڅې له ناکامۍ سره مخ دي.

 د ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازي مرستیال دا خبره د اپریل په لومړۍ نېټه د شنبې په ورځ په خپل ټیلیګرام چینل کې وکړه.

 پولینسکي ډاډ ورکړی چې روسیه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رییس په توګه په صادقانه توګه عمل وکړي.

 هغه دا هم زیاته کړه: «د پخوانیو لویدیځو شریکانو په څیر نه، بلکې موږ په نړیوال ډګر کې عادلانه لوبه کوو او دوه ګونی معیارونو ته به وده ورنه کړو.»

 په ملګروملتونو کښې د روسیې د استازی مرستیال دغه څرګندونې په داسې حال کښې کړي دي چې روسیې د ملګروملتونو د امنیت شورا د مشرۍ دوره په داسې حال کښې له ډیرو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده چې په اوکراین د دغه هیواد یرغل دوام لری.

 پرون روسیې د یوې میاشتې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري په غاړه واخیسته.

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا ټاس ته ویلي وو چې د امنیت شورا د مشرتوب له حقه د روسیې بې برخې کول ناشونې دي.

Back to top button