• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کتابونو او ښوونکو کمښت؛ زده‌کوونکي: طالبان د زده‌کړې پر ځای د پګړۍ پر تړلو ټینګار کوي

ایلیا ایلیا
۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1790870548]
social media

social media

د دولتي ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکي د درسي کتابونو او ښوونکو له کمښته شکایت کوي. دوی وايي، د کتابونو او ښوونکو کمښت د دوی د زده‌کړې بهیر له ستونزو سره مخ کړی او په ځینو مواردو کې اړ دي چې اړین درسي کتابونه په خپل شخصي لګښت برابر کړي. د دوی په وینا، ښوونځي د ښوونیز کال له پای ته رسېدو وروسته هغه کتابونه هم بېرته ترې اخلي چې زده‌کوونکو په خپل شخصي لګښت برابر کړي دي. دوی زیاتوي چې د ښوونځیو له خوا وېشل شوي کتابونه هم په ډېرو مواردو کې زاړه او شړېدلي دي او ټولو زده‌کوونکو ته نه رسېږي.

دغو زده‌کوونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د تدریس ناکامې طریقې، د ځینو ښوونکو له خوا درس او زده‌کوونکو ته نه پاملرنه، د درسي ټولګیو، لابراتوارونو، د څښاک د اوبو، معیاري تشنابونو او مېزونو او څوکيو کمښت د ښوونځیو له نورو ستونزو یادوي. دویهمداراز وايي، د هلکانو په ځینو دولتي ښوونځیو کې مدیران د زده‌کړې پر ځای د سیمه‌ییزو جامو پر اغوستلو او د پګړۍ پر تړلو ټینګار کوي. د دوی په وینا، په ځینو ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې که ټاکل شوې جامې وانه غوندي او پګړۍ په سر نه کړي، د ښوونځي له ایستلو یا مجازاتو سره به مخ شي.

د یوه دولتي ښوونځي زده‌کوونکې سلطانه وايي، ښوونیز کال داسې مهال د پای ته رسېدو په درشل کې دی چې ډېری زده‌کوونکي کافي درسي کتابونه نه لري. نوموړې زیاتوي چې کورنۍ یې د هغې ډېری اړین کتابونه په خپل شخصي لګښت برابر کړي، خو هغه کتابونه چې ښوونځي وېشلي، په هر ټولګي کې یوازې څو زده‌کوونکو ته رسېدلي او یو شمېر یې هم د زړېدو له امله د کارولو وړ نه دي.

سلطانه وايي: «موږ د زده‌کړې لپاره کتاب ته اړتیا لرو؛ که کتاب ونه لرو، له څه شي درس ووایو؟ دا وضعیت زما له سټرسه ډک دی او زه خپله ډېرې هڅې کوم چې له ګاونډیانو د تېرو کلونو کتابونه په پور واخلم او د هغو له مخې درس ووایم.»

د ښوونځي بل زده‌کوونکی سید مدثر وايي، په ښوونځیو کې د ښوونیزو امکاناتو کمښت، په ځانګړې توګه د کتابونو او درسي لوازمو نشتوالي د زده‌کوونکو د زده‌کړې فرصتونه محدود کړي دي. هغه زیاتوي چې د زده‌کړې لپاره د کافي امکاناتو نشتوالی، په ځانګړې توګه د عملي درسونو په برخه کې د زده‌کوونکو له لویو ستونزو دي.

مدثر وايي: «ډېری دولتي ښوونځي یوازې په نوم ښوونځي دي. د طالبانو په دوره کې موږ د درسي کتابونو له کمښت او د استادانو له کمښت سره مخ یو او د کتابونو، د ښوونځي د لوازمو او ښوونیزو امکاناتو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو. تکړه استادان او هغه کسان چې د تدریس وړتیا او ظرفیت لري، باید وګومارل شي، څو زده‌کوونکي وکړای شي په سمه توګه درس ووایي.»

د کابل اوسېدونکی احسان چې دوه وروڼه یې په دولتي ښوونځي کې زده‌کړه کوي، وايي، د ښوونیزو کارکوونکو بدلون له هغو ستونزو دی چې کورنۍ په وروستیو کلونو کې ورسره مخ شوې دي. د هغه په وینا، یو شمېر هغه ښوونکي چې مخکې یې په ښوونځیو کې تدریس کاوه، له دندو ګوښه شوي او دې وضعیت د زده‌کړې پر بهیر اغېز کړی دی.

احسان وايي: «زه په رښتیا نه پوهېږم څه ووایم؛ دولتي ښوونځي یوازې په نوم ښوونځي دي. په تېرو پنځو کلونو کې موږ له ډېرو ستونزو سره مخ شوي یو. د درسي کتابونو پر کمښت سربېره، ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي. ډېر هغه ښوونکي چې مخکې یې تدریس کاوه، له دندو ګوښه شوي او درس او زده‌کړه هم د پخوا په څېر نه ده. د ښوونځیو ستونزې ډېرې دي او باید ورته پام وشي.»

د پنجشېر اوسېدونکی شبیر وايي، د مسلکي ښوونکو ګوښه کول او د هغوی پر ځای د غیرمتخصصو کسانو ګومارل، د ځینو مضمونونو د تدریس کیفیت له ستونزو سره مخ کړی دی. هغه زیاتوي چې دا ستونزه د انګلیسي او کمپیوټر په مضمونونو کې ډېره لیدل کېږي.

شبیر وايي: «په ګنجیر کې یې یو د انګلیسي ژبې استاد او یو د کمپیوټر استاد له ښوونځي ګوښه کړل؛ په داسې حال کې چې دغه استادان له همدې برخې فارغ شوي وو، خپله څانګه یې لوستې وه او کورسونه یې هم لرل. اوس یې پر ځای یو ملا ګومارل شوی چې راځي انګلیسي او کمپیوټر تدریسوي، خو په عملي توګه درس نه ورکوي او یوازې وايي چې دا ولولئ او خپله یې زده کړئ. له یوې خوا د استادانو د کمښت ستونزه ده او له بلې خوا د متخصصو کسانو ګوښه کول دي.»

د دغه ځوان په اند، د دې وضعیت پایله یوازې د ښوونکو تر کمښت پورې محدوده نه ده او په ځینو مواردو کې زده‌کوونکي له ښوونځي تر فراغت وروسته هم د لوستلو او لیکلو لومړني مهارتونه په سمه توګه نه زده کوي.

شبیر زیاتوي: «په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ظاهري بڼې او د خولۍ او پګړۍ پرسر کولو ته ډېره پاملرنه کېږي، په داسې حال کې چې باید د هغوی د زده‌کړې کچې ته پاملرنه وشي. یو زده‌کوونکی ښايي ۱۲ کاله په ښوونځي کې زده‌کړه وکړي، خو په پای کې لا هم په لوستلو او لیکلو ستونزه ولري.»

په همدې حال کې، د زده‌کړې یو شمېر فعالان وايي چې د درسي کتابونو کمښت یوازې ښوونیزو موادو ته د زده‌کوونکو لاسرسی نه محدودوي، بلکې د هغوی پر تمرکز، لېوالتیا او د زده‌کړې پر بهیر هم اغېز کولای شي. هغوی زیاتوي چې د څو زده‌کوونکو له خوا د یوه کتاب ګډ کارول، د هغوی د مطالعې او په درس کې د ګډون فرصت محدودوي.

د زده‌کړو یوه فعاله زینب کوهستاني وايي: «درسي کتابونه د زده‌کوونکو د زده‌کړې له مهمو سرچینو او د درسي نصاب له اساسي برخو دي. کله چې څو زده‌کوونکي له یوه کتابه استفاده وکړي، د تدریس او زده‌کړې بهیر له ستونزې سره مخ کېږي او کېدای شي د زده‌کوونکو تمرکز او له درس سره لېوالتیا کمه شي. د کتاب نشتوالی د دې لامل کېدای شي چې زده‌کوونکي خپل درسونه په بشپړه توګه درک نه کړای شي او په پایله کې په هغوی کې د ناکامۍ او بې‌باورۍ احساس زیات شي.»

زینب ټینګار کوي چې د درسي کتابونو د برابرولو مسوولیت د پوهنې وزارت پر غاړه دی او د دې ستونزې د حل لپاره د بودیجې زیاتول، د کتابونو منظم او وړیا وېش او د ډیجیټلي ښوونیزو سرچینو برابرول په ښوونځیو کې د کتابونو د کمښت د راکمولو له لارو کېدای شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم وايي چې د افغانستان ښوونیز نظام له پراخو ننګونو سره مخ دی، خو لا هم د هغه د بیا رغونې لپاره فرصت شته.

یونسکو هم خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د زده‌کړې ناورین یوازې د نجونو له زده‌کړې په محرومیت پورې محدود نه دی او د زده‌کړې کیفیت هم له جدي ستونزو سره مخ دی. د دې سازمان د اټکل له مخې، تر ۲۰۲۶ کال پورې شاوخوا دوه میلیونه او ۴۰۰ زره نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې پاتې شوې دي. دغه سازمان همداراز وايي چې په افغانستان کې شاوخوا ۹۰ سلنه ۱۰ کلن ماشومان د یوه ساده متن د لوستلو یا درک کولو توان نه لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.