په افغانستان کې یو شمېر سوداګر په هېواد کې د معیاري سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د مناسبو امکاناتو کمښت هر کال د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د تازه مېوو، د یوې برخې د خوسا کېدو او ضایع کېدو لامل کېږي او سوداګرو او کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اړوي. دغه سوداګر زیاتوي چې که څه هم په وروستیو کلونو کې په هېواد کې یو شمېر خصوصي سړې خونې جوړې شوې دي، خو د دغو سړو خونو ظرفیت د سوداګرو او کروندګرو اړتیاوې نه شي پوره کولای. د دوی په وینا، د زېرمه کولو د کافي ظرفیت نشتوالی د دې لامل کېږي چې سوداګر خپل محصولات په لنډ وخت او ټیټه بیه بازار ته وړاندې کړي، څو یې له خوسا کېدو مخنیوی وشي. دوی ټینګار کوي چې د کرنیزو محصولاتو د تولید په ولایتونو کې د معیاري سړو خونو جوړول به د محصولاتو د مناسب پلور تر وخته د ساتنې زمینه برابره کړي او سوداګرو او کروندګرو ته به فرصت ورکړي چې خپل محصولات په مناسب وخت او په لوړه بیه بازار ته وړاندې کړي.
سوداګر ګدا محمد کوهدامني وايي چې د معیاري سړو خونو کمښت هر کال سوداګرو او کروندګرو ته زیان اړوي. د هغه په وینا، د محصولاتو د ساتنې لپاره د کافي ظرفیت نشتوالی سوداګر اړ کوي چې مېوې له خوسا کېدو مخکې او په ټیټه بیه بازار ته وړاندې کړي.
کوهدامني ټینګار کوي چې د محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره په ځانګړې توګه د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې، باید په تولیدوونکو ولایتونو کې لویې او معیاري سړې خونې جوړې شي.
دغه سوداګر وايي: «د سوداګرو غوښتنه دا ده چې په کابل، فراه، بلخ، غزني، میدان وردګ او نورو کرنیزو سیمو کې له پنځه تر ۱۰ زره ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې جوړې شي، څو بڼوال، کروندګر او سوداګر وکړای شي خپل محصولات پکې وساتي.»
د کوهدامني په وینا، د پاکستان د پولې تړل کېدو او له نورو لارو د مالونو د لېږد ستونزو، د معیاري سړو خونو له کمښت سره یوځای د سوداګرو زیانونه زیات کړي دي. هغه زیاتوي چې که د محصولاتو د ساتنې لپاره کافي ظرفیت موجود وای، سوداګرو کولای شول خپل مالونه تر مناسب وخت پورې په سړو خونو کې وساتي او وروسته یې صادر کړي او یایې په کورنیو بازارونو کې وړاندې کړي.
دغه سوداګر وايي: «که سړې خونې مو لرلای، کولای مو شول د خپلو محصولاتو یوه برخه وساتو او هر وخت چې مناسب بازار پیدا کېده، بازار ته مو وړاندې کړی وای؛ هم به خلکو ته تازه مېوې او محصولات په لاس ورغلي وای او هم به سوداګر زیانمن شوي نه وای.»
یو بل سوداګر غلام یحیی مشکواني وايي چې د معیاري سړو خونو پر کمښت سربېره، د سوداګریزو لارو تړل کېدو هم د سوداګرو ستونزې زیاتې کړې دي. د هغه په وینا، د کراچۍ لارې له تړل کېدو او د بندرعباس او چابهار لارو په محدودېدو سره، د محصولاتو یوه برخه په هېواد کې پاتې شوې او خپل کیفیت یې له لاسه ورکړی دی. هغه زیاتوي چې لا هم د سوداګرو یو شمېر محصولات د صادراتو لپاره د مناسبې لارې د نشتوالي له امله په هېواد کې پاتې دي.
دغه سوداګر وايي: «د سړو خونو نشتوالی زموږ لپاره یوه لویه ستونزه ده؛ د کراچۍ او واګه لارې وتړل شوې او د بندرعباس او چابهار لارې هم تړلې وې، زموږ مالونه په هېواد کې پاتې شول او خپل کیفیت یې له لاسه ورکړ. لا هم داسې محصولات لرو چې له هېواده د وتلو لپاره لاره نه لري.»
یو بل سوداګر رامین حیدري وايي چې په هېواد کې د موجودو سړو خونو ظرفیت د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره کافي نه دی. هغه زیاتوي چې ډېری دغه سړې خونې له تخنیکي او نړیوالو معیارونو برخمنې نه دي. د حیدري په وینا، په تولیدوونکو ولایتونو کې له ۱۰ تر ۳۰ زره ټنه ظرفیت لرونکو لویو سړو خونو جوړول به د کرنیزو محصولاتو د ساتنې ظرفیت زیات کړي.
حیدري وايي: «په ځینو سړو خونو کې تخنیکي معیارونه نه دي مراعات شوي او یو شمېر یې د برېښنا، د تودوخې د کنټرول او د رطوبت د تنظیم له ستونزو سره مخ دي. له لوړپوړو چارواکو غواړو چې د سوداګرو او کروندګرو غږ واوري، ځکه هغوی د معیاري سړو خونو له نشتوالي ځورېږي.»
په همدې حال کې یو شمېر نور سوداګر وايي چې د خصوصي سړو خونو په زیاتېدو سره د اوږدې مودې لپاره د ځینو محصولاتو د ساتلو زمینه برابره شوې ده؛ خو د محصولاتو د ساتنې کیفیت د سړې خونې په شرایطو او د تخنیکي اصولو په رعایت پورې هم تړاو لري.
یو سوداګر حاجي یمین وايي چې خصوصي سړو خونو سوداګرو ته دا امکان برابر کړی چې موسمي محصولات د اوږدې مودې لپاره وساتي او بازار ته یې د وړاندې کولو وخت مدیریت کړي. د هغه په وینا، د ساتنې موده د محصول په ډول او د سړې خونې په شرایطو پورې تړاو لري؛ انګور شاوخوا یوه تر یوې نیمې میاشتې او مڼې تر اوو میاشتو پورې په سړه خونه کې ساتل کېدای شي.
یمین زیاتوي چې د محصولاتو د ساتنې کیفیت یوازې په سړې خونې پورې تړلی نه دی او د حاصلاتو د راټولولو او لېږد څرنګوالی او له مسلکي کسانو کار اخیستل هم د مېوو او سبزیجاتو د کیفیت په ساتلو کې مهم دي.
دغه سوداګر وايي: «که سړه خونه سمه وي، د مېوو د راټولولو او لېږد پر مهال احتیاط وشي او مسلکي کسان کار وکړي، د تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره ډېره ګټوره ده.»
یو بل سوداګر رومل وايي چې په سړو خونو کې د محصولاتو د ساتلو امکان د هغوی پلور تر مناسب وخت پورې ځنډوي. د هغه په وینا، ځینې محصولات له یوې تر دوو میاشتو او مڼې ان تر یوه کال پورې په سړو خونو کې ساتل کېدای شي.
رومل وايي: «کله چې صادرات وي، د سړو خونو کمښت نه محسوسېږي؛ خو کله چې صادرات کم وي، سړې خونې کمې راځي.»
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان هم د معیاري سړو خونو نشتوالی د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د زیاتېدو او د کروندګرو او سوداګرو د عوایدو د کمېدو له عواملو بولي.
د اقتصادي چارو کارپوه میرشکیب میر وايي چې د محصولاتو د ساتنې لپاره د مناسبو امکاناتو نشتوالی د مېوو او سبزیجاتو د خوسا کېدو او د تولیدوونکو او پلورونکو د زیانونو د زیاتېدو لامل کېږي. د هغه په وینا، د زېرمه کولو د امکاناتو د نشتوالي له امله د حاصلاتو په موسم کې بازار ته د محصولاتو سمدستي وړاندې کول د هغو بیې راکموي او د کروندګرو عواید کمولای شي. هغه زیاتوي چې د کال په نورو موسمونو کې د محصولاتو د عرضې کمېدل هم د بازار پر بیو اغېز کولای شي او د مصرفوونکو لپاره د بیو د بدلون لامل کېږي.
د اقتصادي چارو دغه کارپوه وايي: «د سړو خونو نشتوالی د دې لامل کېږي چې د کرنیزو محصولاتو یوه برخه کورنیو او بهرنیو بازارونو ته له رسېدو مخکې خوسا شي. دا وضعیت هم د کروندګرو او سوداګرو عواید کموي او هم کولای شي د مصرفوونکو لپاره د محصولاتو پر بیو اغېز وکړي. د سړو خونو پر جوړولو پانګونه کولای شي د محصولاتو د ساتنې او په مناسب وخت کې بازار ته د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.»
د معیاري سړو خونو د نشتوالي په اړه د سوداګرو شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو مخکې په کابل کې د نږدې ۱۱۰ کوچنیو او لویو سړو خونو د جوړولو، ترمیم او ګټې اخیستنې ته د سپارلو خبر ورکړی و. خو په ټول هېواد کې د فعالو سړو خونو د شمېر او د هغو د ټولټال ظرفیت په اړه مشخصې شمېرې نه دي خپرې شوې. په وروستي مورد کې، د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې د کابل د دهسبز ولسوالۍ په صنعتي پارک کې د درې زره ټنه ظرفیت په لرلو سره د تازه مېوو یوه سړه خونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
سوداګر وايي چې شته سړې خونې د کرنیزو محصولاتو د حجم اړتیا نه شي پوره کولای او د محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره په تولیدوونکو سیمو کې د لویو او معیاري سړو خونو جوړولو ته اړتیا ده.
افغانستان له هغو کرنیزو هېوادونو دی چې د محصولاتو د پام وړ برخه یې مېوو او نورو کرنیزو تولیداتو ته ځانګړې شوې ده. خو د دغو محصولاتو د ساتنې او زېرمه کولو لپاره د کافي امکاناتو نشتوالی د سوداګرو او کروندګرو له مهمو ننګونو بلل کېږي.


