د پخواني حکومت له پرځېدو شاوخوا درې نیمې میاشتې وروسته هم هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کېدنه عادي شوې نه ده. ځینې مهمې ادارې تراوسه ځنډول شوي او یو شمېر نورې هم نیمهفعالې دي. دې موده کې د خلکو ستونزې زیاتې شوي او داسې نه ښکاري، چې ډېر ژر دا وضعیت بدل شي. د طالبانو چارسمبالي حکومت چارواکو له یو څو شعارونو پرته په عمل کې کوم کار کړی نه دی. د دې ترڅنګ ښکاري، چې طالبان هم د خپل سلف له ستونزې سره لاس او ګریوان دي او خپل زیات وخت او انرژي د چارواکو پر ټاکلو او بدلولو تېروي. ډېر کله د طالبانو او حقاني ډلې ترمنځ د تضادونو په تړاو راپورونه خپاره شوي او دا خبرې دې ته لا قوت ورکوي، چې د واک وېش د طالبانو منځ کې او همداراز د غیرطالبانو ګډون په راتلونکې حکومت کې پر یوې جدي ستونزې بدلېدونکی دی.
د پخواني حکومت پر مهال کومې پروژې چې کارونه یې پیل و، اوس ځنډول شوي. د یو څو ګوته په شمېر پروژو په تړاو یوازې خبرې شوي، خو کوم عملي اقدام نه تر سترګو کېږي. تراوسه مالي سرچینې او ملاتړي هم روښانه نه دي. طالبانو هم د مرستو د راجلبولو په موخه د نړیوالو نورمونو سره سم انعطاف ښوولی نه دی. که خپلې غوښتنې کمې کړو او له پروژو تېر شو، لږ تر لږه خلکو ته د لومړنیو او اړینو خدماتو غوښتنه خو کولای شو. سره له دې چې د هرې ورځې په تېرېدو د بېوزلۍ او لوږې لمن پراخېږي او بیکاري هم زیاته شوې، د طالبانو چارسمبالی حکومت د کار په بدل کې د غنمو د وېش له پروګرام پرته کوم بل پروګرام نه لري. دا پروګرام هم له پیله د هېوادوالو له غبرګون سره مخ شو، چې نه د بېوزلۍ کچې او نه هم د خلکو ستونزو په راکمولو کې مرسته کوي.
بېوزلي چې اوسمهال پر هېواد حکم چلوي، د هرې ورځې په تېرېدو کورنۍ اغېزمنوي، چې دا په خپله د ندو رامنځته کېدو چاره نوره هم جدي کوي. د دندو رامنځته کېدا د طالبانو پروګرام کې نه شته او نه یې هم توان لري، چې رامنځته یې کړي. اوسمهال شته دندې نه ساتل کېږي او د هرې ورځې په تېرېدو لوی او وړې کارخونې ځنډېږي او کارکوونکې یې بیکاره کېږي. یوازې زما(لیکوال) په کورنۍ کې یو دوکان تړل شوی او د دوو نورو دوکانونو د تړلو په تړاو خبرې روانې دي. زه تېره اوونۍ د خپلو ملګرو د دوو کارخونو د ځنډېدو شاهد وم. له شک پرته دا وضعیت یوازې پر موږ تپل شوی نه دی، بلکې ټول وګړي یې اغېزمن کړي دي. که د ځان او ملګرو وضعیت د ټول هېواد له وضعیت سره تړلی وبولم، دې ناوړه پایلې ته رسېږو، چې بازار د ځنډېدو په حال کې دی او په بېسارې توګه د بیکارۍ کچه پراخېږي. له بده مرغه دا بهیر ډېر ګړندی روان دی. دې وضعیت کې خلکو ته د ډوډۍ پېدا کولو یوه چاره د کار لپاره ګاونډیو هېوادونو ته د ګڼو ستونزو او کړاوونو ډکه لار ده. دا کار هم ځانته شرایط لري، چې د طالبانو چارسمبالی حکومت یې د تامین توان نه لري یا یې نه غواړي. د پاسپورت لرل، بهر ته د تګ یو شرط دی او د الکترونیکي یا تایید شوې کاغذي تذکرې لرل، د پاسپورت اخیستلو شرط. د تذکرې او پاسپورت ترلاسی ډېر وخت نیسي، ان له ننګونو ډک او ځينو مواردو کې ناممکنه برېښي. د دې بهیر په ګام ګام کې کمیشنکاران میدان ته رادانګي. کوم کار به چې پخوا په دوو یا درېیو ورځو کې کېده، اوس په دوو میاشتو کې هم نه کېږي.
طالب چارواکي د هغو څرګندونو خلاف داسې ښکاري، چې په مدیریت او رهبرۍ چندان وارد نه دي او له بلې خوا د ځان پرته پر چا اعتماد نه کوي. که له پاسپورت او تذکرې د هويتي او مسافرتي اسنادو په توګه یادونه وکړو، اوسنۍ وېش یې سم نه دی. زه خپله دو ځلې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو ته ورغلم، خو سره له دې چې د پخواني حکومت له پرځېدو وړاندې مې نوملیکنه کړې وه، منفي ځواب مې ترلاسه کړ. یوه ستونزه دا ده، چې تاسې نور د دولتي دفترونو له مدیرانو او امرانو سره مخامخ نه یاست او هغو ته لاسرسی نه لرئ؛ باید هر څه چې کوئ او هر څه چې غواړئ د دفترونو له طالب ساتونکو سره چې له اداري بهیره ناخبره دي، مطرح کړئ. لومړی ځل ماته وویل شول، چې د فورم د تحویل په موخه د شنبې پر ورځ راشم. کله چې د شنبې پر ورځ ورغلم، ویل یې د قوس تر شلمې نوی فورم نه منو.
دا ډول کړنې سره له دې چې د خلکو وخت مصروفوي، پر دې ادارو د بېروبار لامل هم کېږي. که طالبان د ملي احصاییې د مدیریت توان نه لري؛ ښه به وي، چې کارپوه او باتجربه کسانو څخه ګټه واخلي. کله چې سیستم له څو کالو وړاندې تیار وي او بشري ځواک شتون ولري، دا ډول ځنډول او بیروبار بیا په څه مانا لري؟ که د مدیریت وړتیا لري، دا ډول بې نظمي او بیروبار بیا د څه لپاره دی؟ ولې یو وګړی چې حق لري تذکره او پاسپورت واخلي، د ترلاسي لپاره دې میاشتې په تمه اوسي یا د زرګونه ډالرو په ورکړې د کمیشنکارانو منګولو کې راګېر شي؟ که د پاسپورت بهیر ګړندۍ او ښه مدیریت شي، نور به کمیشنکارانو ته لار پاتې نه وای او طالبانو به هم په وار وار د کمیشنکارانو د نیولو خبره کړې نه وای. داسې څه به هېڅ شتون نه لاره.
په داسې حال کې چې د ملي احصاییې ټولې څانګې پرانېزي، ترڅو د خدماتو وړاندې کول ګړندي شي، شمېر یې راکم کړی او په څانګو کې یې بیروبار رامنځته کړی دی. داسې حال کې چې هره څانګه کې له وېش وروسته خدمات هم شتون لاره او کارونه په عادي ډول پر مخ تلل، اوسمهال دا خدمات له څانګو مرکزي ادارې ته لېږدول شوي او هر غوښتنوال اړ دی، چې له سهار تر ماښامه او کله کله ممکن څو ورځې په اوږدو لیکو کې ودرېږي. دا ستونزه یوازې د هویتي او مسافرتي اسنادو د وېش بهیر کې نه دي؛ هره برخه کې خلک سرګردانه دي، خو د خدماتو وړاندې کول نه شته یا ډېر لږ او له ابهامه ډک دي. د دې وضعیت مدیریت، سره له دې چې د کار سیستم او بشري ځواک شتون لري، پر کارپوه کسانو اعتماد او پر مدیریتي کچې د هغوي د ګمارلو له مخې حل کېدای شي. تراوسه هغه څوک چې د طالبانو له لوري ګمارل شوي دي، یا له طالبانو یا حقاني ډلې سره تړاو لري؛ اوسمهال د وضعیت د مدیریت لپاره اړتیا ده، چې غیرطالب او کارپوه کسان وګمارل شي، ترڅو خلکو ته خدمات وړاندې شي.
وخت تېرېږي او ورځ تر بلې د بېوزلۍ او بیکارۍ کچه هم په لوړېدو ده. اوسمهال طالبانو ته په کار ده، چې خلک په رسمیت وپېژني او پر هغوي باور وکړي، تر څو له دې زیات زیان ونه ویني. نور څه د لاسه وتلو پاتې نه دي. طالبان دې لاس په کار شي. ژمي کې ماشومان، لویان، ښځې او سپینږیري پنځلس ساعته د پاسپورت یا تذکرې د ترلاسي لپاره په لیکه کې درېدای نه شي. زیات شمېر کسان راروان ژمي کې د خوړو لپاره ډوډۍ او د اوسېدو لپاره ځای نه لري.