پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو دېوال ورځ تر بلې لوړېږي. له زده کړو، تحصیل، په خصوصي ادارو او په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د کار له ځنډولو وروسته اوس د ښځو هغه ورکشاپونه چې د دې پرګنې د هیلو یوازینی مرکز او اقتصادي ستنې ګڼل کېدې، هم تړل شوې دي. د ښځو کاري مرکزونو په تړلو سره په ټولنه کې د هیلو او د هغوی معنوي شتون له منځه تللی دی. یو شمېر ښځې چې په تېرو څو کلونو کې یې کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې، په دې باور دي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا د سختو محدودیتونو په لګولو سره دا د جوړښتي توپیر له محوره اوښتی او د «جنسي تبعیض» ښکاره بېلګه ده او باید د نړیوالو میکانیزمونو لخوا حل شي. د مېرمنو په وینا، دغه «ستر بشري جنایت» له پامه غورځول به ناوړه پایلې ولري، چې اغیزې به یې له افغانستانه بهر نړیوال نظام هم له ګواښ سره مخ کړي.
د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته، طالبانو د ناسمې هیله مندۍ سره سره چې د دوی د چلند د بدلون په اړه یې څرګندونه کړې وه، تبعیضي او د ښځو ضد سیاستونو ته دوام ورکړ. دې ډلې په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د نجونو د ښوونځیو دروازې تر شپږم ټولګي پورته د زده کوونکو پر مخ وتړلې او له هغې وروسته یې په پرلپسې توګه د ښځو پر وړاندې د ځپلو او توپير سیاست پلی کړی دی.
د سه شنبیه په ورځ د مرغومي په ۲۰مه، طالبانو په هرات ښار کې د ښځو د یو شمېر کاري مرکزونو دروازې وتړلې. یو شمېر دغو مېرمنو له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکو کې تایید کړه، چې طالبانو د بېلابېلو کارې مرکزونو د دروازو د تړلو ترڅنګ د دوی لوحی هم لیرې کړې او ګواښ یې کړی، چې د دغو مرکزونو د بیا پرانیستلو حق نه لري. دغه مېرمنې او نجونې غواړي خپل کارې مرکزونه بېرته پرانېزي او وايي، دغه کرزونه د دوی د کورنیو د هیلو یوازینی اقتصادي ستنه ده، چې له پراخو بندیزونو وروسته دوی همدې ته خوشحاله وی او په تړل کېدو سره یې ټول ارمانونه له منځه تللي دي.
هوما (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، وروسته له دې چې طالبانو پر ښځو تعلیمي او تحصیلي بندیزونه ولګول، د هغې یوازینۍ هیله د ښځو لپاره دغه ورکشاپونه وو، چې په هر لحاظ د ښځو له خوا چلول او اداره کېدل او ټولې په کې ښځې وې. هغه زیاتوي: «زه د ظهور کورس کارکوونکی یم. د ظهور کورس د زده کونکو شمیر ۵۰ تنه دی. طالبان راغلل او کورس یې بند کړ. زه نه پوهیږم چې ولې یې بند کړ؟ زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی. موږ باید کار وکړو او ډوډۍ پیدا کړو. دلته هیڅ نارینه وجود نلري. دا ټولې ښځې او نجونې دي چې نقاشي کوي، انګلیسي زده کوي او ګنډل زده کوي ترڅو وکولای شي یو ګوله حلاله ډوډۍ پیدا کړي.»
په هرات کې د یوه بل مرکز خاوند وايي:«زموږ ورکشاپ د سهار په ۱۱:۳۰ بجو بند ګړو. موږ نه پوهیږو چې ولې یې بند کړ. موږ په ورکشاپ کې له ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې کارګران لرو. دوی زموږ لوګو هم لرې کړ او [دروازه] یې په هم مهرولاک کړه. خلک کار ته اړتیا لري. دروازه د هر چا پرمخ تړلې ده.» هغه زیاتوي: «د [طالبانو] دا ټولې کړنې ښځو او کورنیو ته زیان رسوي. دا څه مانا لري چې دوی [طالبان] د خلکو پر مخ کورسونه وتړل، دوی د کار [کارې مرکزونو] دروازې د ښځو پر مخ تړلي دي، ښځې باید ډوډۍ له کومه پیدا کړي، دا ټولې هغه ښځې دي چې د کورنۍ سرپرستي ورپه غاړه ده. ښځو د جګړې پر مهال خپل مېړونه له لاسه ورکړي، اولادونه يې شهيدان شوي، څه وکړي؟ څوک به ورته ډوډۍ ورکوي؟»
په هرات کې د ښځو د دغو کاري مرکزونو یوې کارکوونکې ستارې (مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: “زه د ښځینه محصلینو د څانګې یوه کارکوونکې یم. [طالبان] ولې موږ ښځو سره داسي چلند کوي؟ موږ ټول باید کار وکړو. نن ورځ زه د معمول په څېر کار ته ولاړم. دوی موږ ته وویل چې [د ورکشاپ] دروازه تړلې وه او د ورکشاپ لوحه یې هم لیرې کړې وه. طالبان نور موږ ته د کار اجازه نه راکوي. موږ له تاسو غوښتنه کوو چې زمونږ آواز واوري. دا کاري مرکزونه زموږ یوازینۍ هیله وه. نور خو دوي هر څه وتړل، لږترلږه دا هغه کار دی چې زموږ کورنۍ ورته اړتیا لري او موږ کار کولو ته اړتیا لرو. لږ ترلږه دا دروازه خو دی زمونږ پر مخ نه تړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په بلخ کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست د مزارشريف ښار ښځينه هټيوالو ته امر کړى، چې خپل دوکانونه وتړي. دغه ریاست په بلخ کې سوداګرو ښځو ته یوه اونۍ وخت ورکړی چې خپل دوکانونه وتړي. په بلخ کې ښځې وايي، دغه مارکېټ د ښځو لپاره دی او د دې مارکېټونو ټول پېرېدونکي او پلورونکي ښځې دي. د دوی په وینا طالبانو ته هیڅ پلمه نشته چې دا کار د خپلو اصولو او دیني لارښوونو خلاف وګڼي.
په بلخ کې يو شمېر دغو مېرمنو ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د خپلو کورنيو د مالي لګښت مسووليت پر غاړه لري او که هټۍ يې وتړل شي، نه پوهېږي، چې څنګه خپلې لومړنۍ اړتياوې پوره کړي. د دغو مېرمنو په وينا، هغه ښځې چې له څو کلونو راهيسې يې په خپلو هټیو کې په هڅو او زیار سره پانګونه کړې وه، اوس د وزګارۍ تر څنګ خپله بوديجه هم له لاسه ورکوي او دا د دوى لپاره تدريجي مرګ دى.
مهر آفرین (مستعار نوم) په بلخ کې یوه له ښځینه هټیوالو څخه ده. هغه وايي: «د طالبانو لپاره هېڅ پلمه نشته چې زموږ بازار بند کړي. دلته ښځې د طالبانو له خوا د وضعه شوي شرعي حجاب سره کار کوي. زموږ پیرودونکي ټولې ښځې دي، او هیڅوک زموږ د شتون له امله نه تحریک شویاو نه د دوي ایمان تهکوم ضرر رسیدلی. [طالبان] هیڅ اسلامي بهانه نه لري. نو نېغ په نېغه دی راته ووایې چې ښځې دې هدیرې ته ولاړې شي.»
په همدې حال کې د بلخ یو شمېر مدني فعالان هم وايي چې طالبانو د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو او نامحدود بندیزونو په لګولو سره د دوي ژوند په دوزخ بدل کړی دی. د دوی په خبره، د ښځو مارکېټونه د ښځو یوازینۍ هیله وه او دوی کولای شي هلته کار وکړي او نورې مېرمنې کولای شي په ارامه سودا وکړي. دغه ښځې تمه لري چې د ښځو لپاره د بازارونو دروازې او د کارې مرکزونو او روزنیزو مرکزونو دروازې پرانستل شي. د دوی په وینا که طالبان غواړي په هېواد کې واکمني ته دوام ورکړي، باید د خلکو غږ واوري او په ژوند کې د تورو تیارو استبداد لري کړي او د ژوند کولو لپاره زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو ۱۷ میاشتو راهیسې طالبانو پر ښځو بندیزونه لګولي، چې له ټولو ارزښتونو او د بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې دي. له ښوونې او روزنې محرومیت، په دولتي او خصوصي موسسو کې د کار منع کول، په ټولنه کې د دوي د موجودیت مخنیوی، اجباري حجاب او د یو شمېر دولتي تعلیمي بنسټونو د دروازو تړل، چې له امله یې ښځې د خپلو تحصیلي اسنادو له پړاوونو څخه د تېرېدو حق له لاسه ورکوي، دا یو له هغو محدودیتونو څخه دی چې طالبانو پر ښځو لګولي دي.
یو شمېر مظاهره کوونکي ښځې او نجونې، چې د ښځو له ظلم څخه ستړې شوې او د ښځو په وړاندې د طالبانو تګلارې د «جنسي تبعیض» یوه بېلګه ګڼي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې د طالبانو محدودیتونه له سیستماتیک او جوړښته لرې کړني دي. د دوی په وینا نن ورځ په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ظلم د «جنسي تبعیض» بشپړ سمبول دی.
ښځې په داسې حال کې د ښځو د ورکشاپونو او مارکېټونو له تړل کېدو شکايت کوي، چې په تېرو دوو لسيزو کې يې په وړو سوداګريو کې د پانګونې له لارې د بازار په ښه والي او د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کې ستر رول لوبولى او په ورته وخت کې دوی د خپلو کورنیو او اقتصادي خودکفایۍ ملاتړ کړی او هم یې د اقتصادي پراختیا په برخه کې ارزښتناک ګامونه پورته کړي دي. اوس چې ښځو د ګنډلو په ورکشاپونو کې خپل یوازینی اقتصادي ستنه او د هیلو اساس له لاسه ورکړی، دوی په دې باور دي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دوی د ژوند څرخ ودرېدلی دی.
تر دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې د ښاریانو له قوله په یو شمېر راپورونو کې موندلې چې د وزګارۍ او ښځو د محرومیت له امله جبري ودونه، د کم عمره ودونه او د نجونو خرڅلاو زیات شوی دی. زیات شمېر نجونې او ښځې چې د جبري ودولو قرباني شوې، دغه ظلم ته د غاړه اېښودلو اصلي لامل وزګاري، بې وزلي، لوږه او له زده کړږ او کاره بې برخې کېدل بولي. طالبان له پراخو کورنیو فشارونو او نړیوالو نیوکو سره سره، د ښځو او نورو ټولنیزو لږکیو حذفولو ته ادامه ورکوي. په وروستي مورد کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی چې ظاهراً د خپل غیرحاضر مشر له حکمونو تر پوزې راغلی، په یوه وینا کې چې ځای او وخت یې معلوم نه دی، ویلي چې خلک کولای شي چې له هغو فرمانونو چې د شریعت خلاف صادر شوي، اطاعت ونه کړي.