طالبان او د علم او پوهې پر لارویانو ورځ تر بلې زیاتېدونکی فشار

په دې ورځو کې له افغانستانه نړۍ ته د محدودیتونو، ځپلو، نیونو او شکنجو تازه خبرونه ورکول کېږي، نن سبا په هېوا کې خلکو ته د سزا ورکولو لپاره اړینه نه ده چې څوک د داعش یا مخالفو پوځي ډلو غړی وي، دا کافي ده چې یو څوک د علم د ودې په ځانګړې توګه په دې هېواد کې د نجونو د با سواده کولو لپاره ګام پورته کړي، یا یو لوستی کس پر فېسبوک یو څو جملې ولیکي، ان که لیکنه یې له طالبانو سره هېڅ تړاو ونه لري او یوازې په دیني او ټولنیزو مسایلو کې د شخصي نظر څرګندول وي. تر ټولو وروستۍ بېلګه يې د شرعي علومو په تړاو د نظر څرګندولو په جرم د شرعياتو د عالم رسول عبدي نيول او د قلم لار بنسټ د بنسټګر مطيع الله ويسا نيول دي، چې زده کړو ته د نجونو د هڅولو په جرم نيول شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیره نیولې، د دې ډلې د کورنیو چارو او دفاع وزارت تر سرپرست وزیرانو او نورو طالب چارواکو پورې چې کله له رسنیو او بهرنیو پلاوو سره مخامخ کېږي، په تېره بیا، له هغو پلاوو سره چې پیسې یې ورکوي، په ډېرو باټو او پټاقو سره ټینګار کوي، چې په دوحه کې یې له امریکايي لوري سره پر خپلو ټولو کړو ژمنو صادقانه عمل کړی دی او د ښه نیت د ثابتولو لپاره یې اړین ګامونه پورته کړي دي. د افغانستان خلک نه پوهېږي چې د دې ډلې مشرانو په دوحه کې له امریکايي لوري سره کومې ژمنې کړې چې په ویاړ یې یادوي او په بدل کې یې ترې پیسې اخلي، خو هغه څه چې ولس یې ویني، دا دي چې که څوک وغواړي د دې خاورې څو بچیان له کتاب او قلم سره اشنا کړي، نو خپل ژوند په خطر کې اچوي او که څوک له کلونو زده کړو او مطالعې وروسته په ديني او ټولنيزو چارو کې نظر ورکړي، نو نيول کېږي او شکنجه کېږي او ښايي ژوند يې ترې واخیستل شي.
د دې بهیر دوام یقیناً پر هر وګړي او په ځانګړې توګه، پر لوستو او تحصیل کړو هېوادوالو چې د سیاسي او ټولنیزو ناخوالو په اړه ښه درک لري او د هغو په څرګندولو او نقد سره د خپلو له لاسه ورکړو حقونو په تړاو د ټولنې د پوهاوي کچه لوړولای شي، د وېرې او ډار د فضا خپرول دي. په تېر يو نيم کال کې پر دې سربېره، چې په سلګونه زره تنه خلک د ډار او وېرې له دغې فضا تښتېدلي دي، هغه کسان چې نه يې غوښتل او یا نه دي توانېدلي ځانونه وباسي، هره شېبه په وېره کې دي، چې که یې چېرې له خولې کومه خبره ووځي او یا پر ټولنیزو پاڼو په کنایې سره څه ولیکي، په اسانۍ سره له ډېرو سختو ګواښونو او خطرونو سره مخ کېدای شي. پر خلکو د فضا د تنګولو او پر هغوی د خپلې ولکې د ټينګولو لپاره د ډار او وحشت خپرول د ټولو استبدادي رژيمونو سټراټيژي ده.
په لنډ مهال کې ، دا تګلاره د استبدادي رژیمونو په ګټه ده او کولای شي د یو څه وخت لپاره د اعتراضونو مخه ونیسي، غږونه چوپ کړي، د حقایقو د افشا کېدو مخنیوی وکړي او واکمنان هغه څه وکړي چې غواړي یې. خو په اوږد مهال کې لکه څنګه چې د نړۍ د ډېرو هېوادونو تجربو ښودلې، دغه تګلاره د ولس د غوسې د زیاتېدو او د هغې د چاودنې لامل کېږي او د بې ثباتۍ، ګډوډۍ او د نظامونو د ړنګېدو څپې رامنځته کوي. په افغانستان کې پېچلي قومي، مذهبي، ژبني، جغرافيايي او جیوپولیټیکي جوړښت ته په پام سره، د بلوا او وسله والې جګړې زمینه ډېره ژر برابرېږي، ځکه چې د رژیمونو د ړنګېدو د څه باندې یوې پېړۍ تجربې دا واقعیت په ښه توګه ثابت کړی دی. نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونه باید د هغه څه پر وړاندې خپل مسوولیت ومني، چې د افغانستان پر خلکو راغلي دي او د یوه ځپونکي، د بشري حقونو ضد او په بشریت ضد جنایتونو تورن رژیم پر وړاندې د مبارزې لپاره د لا جدي اقداماتو چمتوالی ونیسي. د دغه کار لپاره ان د مالي مرستو بندول بسنه نه کوي، باید داسې اقدامات په پام کې ونیول شي، چې د استبداد او ظلم د پای ته رسېدو لامل شي.