سمنګان کې د طالبانو خپلمنځي نښته؛ د پوځ د یوه کنډک د قوماندان خوریی یې ووژل شو

۸صبح، سمنګان: سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په سمنګان ولایت کې د وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې، د دې ډلې د پوځ د کنډک قوماندان (مولوی جلال حنفي) خوریی وژل شوی دی.
دغه پېښه دوشنبې له غرمې وروسته (وري۲۱مه)، د سمنګانو ولايت د مرکز ايبک ښار په څنډه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه شخړه په سمنګانو ولايت کې د وسله والو طالبانو د پوځ د یوه کنډک د قوماندان د خوریي ملا عبدالخالق او د دې ډلې د يوه جنګيالي تر منځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
د طالبانو یوې سرچینې هم له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې، د دې پېښې پخلی کړی دی.
د طالبانو ترمنځ جګړه، کومه نوې خبره نه ده. تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خپل منځي جګړو په پایله کې، د طالبانو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.