۸صبح، بدخشان: بدخشان کې ځايي سرچیني وايي، چې د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د طالبانو د خپلمنځي نښتې په پایله کې یو نهه کلن ماشوم وژل شوی او ۸ طالبان ټپيان شوي دي.
سرچینو سهشنبه د غبرګولي پر ۱۷ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې دا نښته پرون ماسپښين د درایم ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي پر نیولو شوې ده.
د سرچینو په خبره، ټپيان د بدخشان مرکز فیضاباد روغتون ته وړل شوي دي.
سرچینې د درېیو ټپيان حالت نازک ښوولی دی.
بدخشان کې ځايي طالب مسوولانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.