۸صبح، کابل: باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې نن پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۶ طالبانو په ارګ کې پر یو بل یې ډزې کړې دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، لومړی طالب قوماندانانو په ارګ کې دننه لفظۍ شخړه کړې او وروسته پر ۱۱:۳۰ له ارګ څخه د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
تر اوسه د دې نښتې تازه جزیات په لاس کې نشته.