طالباني عدالت
لیکوال: اتل سالار هاشمي

هر مخالف د خپل بل مخالف په وړاندې د عدالت دعوې ډېرې کوي، طالبانو به هم هر وخت د خپل مخالف سقوط شوي جمهوریت په اړه ویل: «محکمو کې يې عدالت نه شته، قانون نه عملي کېږي، دولتي کسانو قانون پخپله ولکه کې اخیستی دی او یوازې پر کمزورو يې عملي کوي.»
زه دا نه ردوم چې هلته به محاکمو کې دغه ډول غوبل نه و، بلکې ځینو کسانو له ځانو څخه قوانین جوړ کړي وو، هغوی چې به څه ویل هماغه يې د قانون ماده بلله، دا خبرې پر خپل ځای سمې دي، اما څوک چې د خپل مخالف په اړه دا خبره کوي، نو بیا باید په عمل کې ورسره توپير ولري.
طالبان نه په خبرو کې هغه عدالت کوي چې باید د شریعت او قانون له مخې يې رعایت کړی وای او نه په عمل کې هغه ډول انصاف کوي چې د قانون او شریعت له مخې ورباندې مکلف دي.
طالب خپل هر فکري او سیاسي مخالف ته یو داسې نوم ورکوي، چې فکري مخالف د فکر او تفکر په ساحه کې او سیاسي مخالف د سیاست په حوزه کې، بدنام کړي.
دوی د دیني مکتب خپلو مخالفو کسانو ته د پنچپيري، وهابي، غیر مقلد او سلفي نومونه ورکوي، دا هر نوم يې بیا دومره بدنام کړی دی، چې خلک په لمانځه کې پناه ځنې غواړي.
د سیاسي مخالف په اړه يې پخوانو مخالفانو ته د شر او فساد نوم کاراوه، تر هغه وروسته يې د جمهوریت په دوره کې ورته د خارجي لاسپوڅو نوم ورکاوه، اوس بیا د الدولة الاسلاميه مخالفې ډلې ته د خوارجو او د مقاومت جبهې ته د باغیانو نومونه کاروي.
که هغه قران کریم چې دوی پرې د ایمان دعوې کوي، هر څومره امر کړی دی چې په خبرو کې عدالت کوئ، خو دوی یوازې تر خپلو ګټو پورې ور محدود کړی دی، قران کریم وايي:
{وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا} [الأنعام: ۱۵۲]. او وینا مو باید بشپړه پر عدالت ولاړه وي.
که په عمل کې د طالبانو عدالت ته راشو، نو د وینا تر برخې هم ډېرې جالبې دي، طالبانو پخپلو دواړو دورو کې د زنا، شرابنوشۍ، غلا، لواطت او نورو جرمونو حدود پر خپلو کسانو نه دي جاري کړي. هر وخت چې د دوی محکمې د حدودو او قصاص سزا یو چا ته ورکوي، نو هغوی ټول ولسي کسان وي، طالبي کسان پکې یو هم نه ترسترګو کېږي! که واقعا عدالت وي، د شریعت قانون وي، خلک يې پرته له څه امتیازه، ټول پر وړاندې یو ډول وي، نو بیا د جرم نوعیت ولې د ولسي او طالبي کسانو لپاره توپير پيدا کوي؟ که زنا ولسي کس وکړي، حد پر جاري کېږي، که طالب يې وکړي، بیا يې څوک نوم هم نه شي یادولای؟ دلته د جرم په نوعیت کې فرق له کومه ځایه را پيدا شو؟
طالبانو د خپلې جنګي دورې مهال هم داسې عدالت کاوه چې پر یو چا له جرم ثابتونې پرته يې، هغوی یوازې د ګومان له مخې د موچي په تار ذبح کول! په زرګونو کسان طالبانو پخپلو صحرايي محکمو له هر ډول مدافع وکیل، سپيناوي او علني محاکمو پرته مجرم بللي دي او د مرګ سزاوې يې ورکړې دي! د بانک پر کارتونو يې هم کسان وژلي دي، د شک له مخې يې هم خلک وژلي دي، یو عادي عسکر چې نیول شوی دی، هم يې تر وهلو او ربړولو وروسته وژلي دي، بالمقابل يې بیا خارجیان نیولي دي، هغوی يې تر کلونو کلونو زنداني کولو وروسته، د بدل په توګه خوشي کړي، خو په همدغه بڼه يې د افغان عسکرو او دولتي مامورینو د تبادلې دود نه خپلاوه.
په هلمند کې د (اجمل نقشبندي) په نوم خبریال د طالبانو قصاب (ملا دادالله) قتل کړی! اما له هغه سره یوځای نیول شوی فرانسوی خبریال يې په تبادله کې خوشي کړ. دا ډول يې د امریکايي پوهنتون استادان تبادله کړل، اما په زرګونو واره يې افغان عسکر نیولي دي، ان له دولت سره د تبادلې لپاره يې د تماس نیولو تکلیف لا نه دی کړی؛ بلکې تر نیولو وروسته به يې ربړول، وهل ټکول يې ور کول او بیا به يې په وحشیانه توګه وژل! ددې لپاره یوازې د طالبانو خپلې ويډیوګانې کافي دي. دا ټولې خبرې د دوی پخپلو مستندو ویډیوګانو کې رسنیزې شوې دي او دلته يې له ځانه د ثبوت لپاره هيڅ اړتیا نه وینم.
د همدې طالبانو تر شل زره پورې کسان، د دولت له لوري په ګڼو زندانونو کې ژوندي ساتل کېدل، له هر ډول اسلحو او جنګي مهماتو سره يې نیولي ول، د قتلونو، اختطافونو، عامه تاسیساتو ورانولو، دولت خلاف وسلې پورته کولو، قاچاق او ډېرو غیر اخلاقي، بشر ضد او د قانون او شریعت ضد کړنو باندې پړه پېژندل شوي ول، له دې هرڅه سره دولت د هغوی کسان په زندان کې ژوندي ساتل، څوک يې ونه وژل، د دولت تر سقوط وروسته پخپل لاس له زندانونو څخه را ازاد کړل، اما د همدې دولت کارکوونکي يې د قتلونو په ټولو انواعو ووژل او هره حربه يې د هغوی د وژلو لپاره استعمال کړه.
په هغه دوره کې که به نیوکه پر وشوه، نو طالبانو او ډېرو مدافعینو به يې ویل چې هغوی د مبارزې پر ډګر دي، نشي کولای، چې د هر کس لپاره محکمه دایره کړي، مدافع وکیل ته وخت ورکړي، متهم خپل سپیناوی وړاندې کړي، له ځانه دفاع وکړي، محکمه علني کړي او بیا خپله پرېکړه د قانون په رڼا کې له کامل بېپرېتوب سره اعلان کړي؛ ځکه نو دا اوس نه کېږي، دا کارونه یوازې دولت کولای شي، د طالبانو په شان یوه ډله دا توان نلري!
دغه خبرې خلکو منلې، دوی يې په دې برخه کې قصوره داره نه بلل، د ازادۍ مبارزین؟! يې ورته ویل، له دې امله دا شل کاله همداسې بې خرته وژنې روانې وې او د زرګونو انسانانو ککرۍ پکې ور غړېدې، جسدونه خاورې شول او ډېرې تعمیري هیلې تر خاورو لاندې شوې. د دوی بېعدالتیو د خورا ډېرو کورونو د امیدونو ډېوې ځنې واخیستې، د روزي ګټونکي يې پرې ودرول، ماشومان يې یتیمان کړل، ځوانې ښځې يې کونډې کړې، میندې يې بورې کړې او پلارونه يې د زامنو د غم پر ټغر کېنول.
خیر که تر دې دوره را تېر شو، اوس چې ټول دولتي امکانات او مالي منابع دوی ته پاته دي، ادارې د هغوی په ولکه کې دي، هیواد يې په لاس کې دی، د حکومت پر درې ګونو قواو واک لري، اجرایوي ځواک لري، د یوه مسوول دولت ټولې چارې ور له غاړې دي، اما بیا هم هغه صحرايي محکمو کې د انساني ککریو ماتول روان دي، خلک له کورونو بېول کېږي، چا ته سپيناوی نه ورکول کېږي، چې څوک مو د کوم کار له مخې چېرې بیايي؟ نامسئوله وسله په ښارونو کې له عادي جامو سره ګرځي او په دې کسانو د امنیت ساتلو ادعاوې کوي، د غلا لپاره د طالبانو په نوم بسته ګروپونه د خلکو کورونو ته ننوځي، ټول شته يې غلا کوي او بیا تښتي، هدفي وژنې ښې ډېرې کېږي،په دولتي محکمو کې تر میاشتو انتظار وروسته خلکو ته یوازې د خپلې دعوې د دایرولو نوبت رسېږي، دا چې پرېکړه څه وخت کېږي، په دې یوازې الله خبر دی.
د پخواني نظام تر سلګونو پوري کسان له هر ډول محکمې پرته ووژل شول، ان د خلکو د سترګو پر وړاندې عامه بازارونو کې، د هغوی د ټوپک شپيلکو له خلکو ژوند واخیست، د خوښې مراسم يې د غم په مراسمو بدل کړل، د کوژدې او واده د ورا پر موټرو يې ماشینګڼې وچلولې، زوم او ورسره خپلوان يې ووژل، هیچا د دې پوښتنه هم ونه کړه چې دغه قاتلین څه شول او د قانون له مخې د کومې سزا لایق دي؟
طالبان حتا د خپل نظام لپاره یو مشخص قانون نلري، د پخواني اساسي قانون تر لغو کېدو وروسته نه دوی د بدیل په توګه بل قانون لري او نه يې د جوړولو لپاره اقدام کوي، د همدې خلا د ډکولو یادونه چې راغلې ده، طالبانو په دې ځواب له خلکو ځانونه خلاص کړي دي چې د دوی قانون اسلامي قانون دی!!!
دلته له طالبانو سره خبره نه څېړل کېږي، چې کوم اسلامي قانون؟ د اسلام په نوم خو ډېر قوانین جوړ شوي دي، یوه برخه قوانین تاسو ته د منلو نه دي، یوه برخه بیا نورو ته د منلو نه دي، ستاسو د ملایانو له لوري پر یوه مسئله داسې څو کسان را وښایاست چې سره یوه خوله وي، نو د کوم اسلامي قانون ادعا لرئ؟
له اسلامه په هره برخه کې ګڼ تعبیرونه شوي دي، دغه تعبیر يې د اسلامي فقهې په نوم یادېږي، فقهې بیا پخپل منځ کې وېشونلري، جعفري فقه، حنفي فقه، شافعي فقه، مالکي فقه، حنبلی فقه، فقه عامه او داسې نور، تاسو چې د اسلامي قانون دعوه لرئ، نو په دې فقهو کې تاسو د کومې یوې پيروان یاست او په هماغه فقه کې دوه زره کتابونه يې د بېلابېلو ملایانو له خوا څخه لیکل شوي دي، ترمنځ يې دومره ډېر تضادونه شته چې په یوه کتاب کې یوه شي ته حرام ویل شوي وي او بل ورته حلال ویلي وي، د یوه له مخې بدعت وي، بل يې سنت بولي، یوه ته فرض ښکاره کېږي، بل يې سنت بولي، یو يې موکد سنت بولي او بل يې زواید سنت ګڼي، یوه ته کفر معلومېږي، بل يې اسلام بولي!
اوس دا ټول ټکي په نظر کې ونیسئ، ځواب راوړئ، چې تاسو د خپل نظام لپاره کوم اسلامي قانون تعین کړی دی! هغه د چا له خوا پر کوم میتود لیکل شوی دی؟ که ځواب مشخص نه وي، بیا نو عدالت هم مشخص تعریف نلري، د یوه جرم لپاره مشخصه سزا هم بیا وجود نلري، مدافع وکیل به د کوم قانون په رڼا کې له خپل موکل څخه دفاع وکړي؟
لنډه دا چې دلته عدالت سر خوړلی دی! څوک چې د عدالت لپاره تعریف نلري، قانون نلري، هغه به په وینا او عمل کې عدالت څنګه پلی کړي؟ موږ په دې شرایطو کې له طالبانو د عدالت تمه هم نه درلوده، خو د دوی بېځایه لویو خبرو دې ته اړ کړو، چې په اړه يې یو څو ټکي ولیکو او د خلکو پاملرنه هغوی واقعیتونو ته را واړو، چې دوی يې د پټولو هڅه کوي.