ویست له پخوانیو افغانچارواکو سره په لیدنه کې: غوره لاره خبرې اترې دي، نه تاوتریخوالی

۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د امریکا استازی (تام ویست) په ترکیه کې له یو شمېر پخوانیو حکومتي چارواکو او د مدني ټولنې له فعالانو سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
ویست د دوشنبې په شپه (د وري ۲۸)، په یوه ټوېټ کې لیکلي چې په دې ناستو کې، په افغانستان کې پر ننګونو او د نړیوالې ټولنې په مشارکت خبرې وشوې.
هغه زیاته کړه «بله مسئله دا وه چې باید یوه سولهییزه لاره هم باید شته وي. خبرې اترې غوره لاره ده، نه تاوتریخوالی.»
تام ویست یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا «د افغانانو لخوا د خپل هېواد راتلونکې ټاکلو پخاطر، د هغوی ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کوي.»
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي، همداراز زیاته کړه چې په دې غونډه کې یو شمېر افغان مشرانو او د مدني ټولنې غړو، پر ښځو د طالبانو د بندیزونو په اړه خپلې جدي اندېښنې ورسره شریکې کړې.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تام ویست د پنجشنبې په ورځ (وري ۲۴)، هم په دوحه کې د «افغانستان د راتلونکي فکري فورم» له غړو سره چې د پخواني افغان حکومت یو شمېر غړو، د ښځو د حقونو فعالانو، مدني فعالانو او یو شمېر قومي مشران په کې شامل ول، لېدلې و.
له دې غونډې وروسته ویست ادعا وکړه چې د دې غونډې ټولو ګډونوالو، د افغانستان د اوسنیو ننګونو د حل لپاره، د خبرو ملاتړ کړی او له وسله والې مبارزې سره یې مخالفت ښوولی.