۸صبح، نیمروز: په نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې یو پخوانی نظامي وژلی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پخوانی پوځي یکشنبه د وري پر ۱۲مه د نیمروز د چهاربرجک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.
دا پخوانی پوځي عبدالقدوس نومېده او په تېر حکومت کې یې د کمال خان بند په محافظي قطعه کې دنده لرله.
سرچینې زیاتوي چې عبدالقدوس د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته بزګري کوله او له هېڅ طالب مخالفې ډلې سره یې اړیکه نه لرله.
تر دې دمه په نیمروز کې ځايي طالبانو څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ طالبانو د پخواني حکومت یو ډګروال د لوګر محمداغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د چړو په ګوزارونو وژلی و.