• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د طالبانو محدودیتونه؛ د کندهار ښځې له کار او اقتصادي خپلواکۍ محرومې شوې دي

۸صبح،کندهار ۸صبح،کندهار
۲۸ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789813330]

په کندهار کې یو شمېر هغه ښځې او نجونې چې کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو ته یې مخه کړې، وايي چې د طالبانو د محدودیتونو له امله نه شي کولای د خپل ځان او کورنیو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې برابرې کړي. د هغوی په وینا، د طالبانو د محدودیتونو دوام د ښځو اقتصادي خپلواکي له منځه وړې او د هغوی لپاره یې د اندېښنې وړ پایلې لرلې دي.

یو شمېر هغه ښځې چې د کندهار په عینو مېنه کې یې د ښځو په سوداګریز بازار کې یې فعالیت درلود، وايي چې دغه بازار شاوخوا ۲۵۰ دوکانونه لرل او پکې کورني تولیدات او د ښځو لاسي صنایع پلورل کېدل؛ خو شاوخوا درې کاله وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست له خوا وتړل شو. د هغوی په وینا، ښځو هغه مهال په دغه بازار کې د اقتصادي فعالیتونو له لارې کولای شول د خپل ژوند اساسي اړتیاوې برابرې کړي؛ خو اوس په سخت او نامعلوم وضعیت کې ژوند کوي.

ځينې دغه ښځې چې اوس له خپلو کورونو فعالیت کوي، وايي چې په کور کې د اقتصادي فعالیتونو دوام سخت دی او د خپلو تولیداتو د پلور زمینه ورته برابره نه ده. هغوی ټینګار کوي چې اقتصادي فعالیت بازار ته اړتیا لري او د طالبانو د محدودیتونو له امله یې کاروبارونه له پراخو ستونزو سره مخ شوي دي.

د کندهار یوه اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وايي، مېړه یې څو کاله وړاندې وژل شوی دی. هغه زیاتوي: «له خپلو دوو لوڼو سره ژوند کوم، زوی نه لرم. مخکې مې د ښځو په بازار کې کار کاوه، خو هغه بازار یې وتاړه. اوس کله په یوه کور او کله په بل کور کې کار کوم؛ هغه هم په سختۍ پیدا کېږي. زموږ ژوند ډېر سخت دی.»

زلیخا چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده، وايي: «زموږ کار مخکې د ښځو په بازار کې و، خو کله چې یې هغه وتاړه، په کور کې مو کار پیل کړ. ښځې به زموږ کور ته راتلې، هغه هم طالبانو بندې کړې. له دې سره سره مې خپل کار ته دوام ورکړ. هر څه چې مې تولیدول، په بازار کې به په نیمه بیه پلورل کېدل او هېڅ ګټه به راته نه پاتې کېده. اوس مې ټول کارونه درېدلي دي.» د هغې په خبره، د محدودیتونو له امله د ښځینه کارکوونکو تګ راتګ هم کم شوی او له همدې امله هغه ښځې چې په کورونو کې تولیدات کوي، د خپلو محصولاتو د پلورلو پر مهال له جدي ستونزو سره مخ دي.

په کندهار کې یوه ښځینه متشبثه هم وايي، تر دې مخکې له ۳۰ تر ۴۰ ښځو پورې ورسره کار کاوه؛ خو اوس یوازې شپږ ښځې ورسره په کار بوختې دي.

دغه مېرمن وايي: «د سختو اقتصادي ستونزو له امله اوس نور څوک راسره کار نه کوي. هغوی هم ملامتې نه دي، ځکه زه نه شم کولای ډېره لوړه مزد ورکړم. ډېرو ښځو دلته خیاطي او د صابون او شامپو جوړول زده کړل؛ خو اوس ډېرې ښځې راسره کار نه کوي او زموږ تولیدات هم مشخص بازار نه لري.»

د کندهار د ښځو لپاره د کاري فرصتونو له منځه تلل یوازې د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو لامل نه دي شوي؛ بلکې یو شمېر یې د عایداتي سرچینو له له لاسه ورکولو وروسته اړې شوې چې د ژوند د اړتیاوو د برابرولو لپاره له نورو مرسته وغواړي.

د کندهار یوه اوسېدونکې چې مېړه یې معلول دی او له خپل کوچني زوی سره ژوند کوي، وايي د کار نشتوالي اړه کړې چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره له نورو خلکو مرسته وغواړي. هغه وايي: «زما هم  خیرات غوښتل او خلکو ته لاس اوږدول نه خوښېږي. که کار وای، کار به مې کاوه؛ خو هېڅ کار نشته. ماشوم مې ژاړي او ډېره اړه شوې یم.»

د کندهار یو شمېر هغه ښځې چې د کورنۍ په اقتصاد کې مهم رول لري، وايي چې د کاري فرصتونو پر له له لاسه ورکولو سربېره، له یوه بل اساسي حقه هم بې‌برخې شوې دي. د هغوی په وینا، داسې موارد یې په خپلو سترګو لیدلي چې نجونې د خپلې خوښې خلاف واده شوې او په پایله کې یې د خپل راتلونکي ژوند ټولې هیلې له منځه تللې دي. هغوی وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سختو محدودیتونو او د بشري حقونو نقض د هغوی پر ژوند ژور اغېز کړی دی.

شازیه چې مخکې یې په یوه موسسه کې کار کاوه، وايي، د خپلې دندې له له لاسه ورکولو وروسته یې رواني او جسمي وضعیت خراب شوی دی. هغه وايي: «زه خپله د کورنۍ سرپرسته یم. کار یې رانه واخیست. هرې خوا ته ولاړم، هېڅ کار نشته. له ډېرې مودې راهیسې ناروغه یم او سر مې درد کوي. د ډېر فکر او اندېښنې له امله مې رواني حالت خراب شوی دی. ډاکټران وايي فکر مه کوه، که نه ناروغي به دې شدیده شي؛ خو کله چې داسې وضعیت وي، څنګه فکر ونه کړم؟ اوس ټولې لارې راته تړل شوې دي.»

شازیه زیاتوي چې د کار له لاسه ورکولو وروسته یې د فکر کولو او تمرکز وړتیا هم اغېزمنه شوې ده. د هغې په خبره، هر ځل چې هڅه کوي پر یوه موضوع سم تمرکز وکړي، اقتصادي ستونزې، پر ښځو لګېدلي محدودیتونه او د راتلونکي په تړاو اندېښنه یې ذهن له دوامدار فشار سره مخ کوي.

نړیوال بانک هم په ۲۰۲۵ کال کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ځوانو ښځو د بېکارۍ کچه لوړه شوې او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله یو شمېر ښځې د کار له بازاره وتلې دي. د دغه راپور له مخې، دې وضعیت د ښځو اقتصادي شرایط لا ډېر زیان‌منونکي کړي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/9: گفت‌وگو با زهرا یگانه
۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.