د افغانستان د سیاستوالو او مختلفو پرګنو ترمنځ یوه کلیشه خوله په خوله کېږي، چې وايي: «افغانستان د تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی.» هغوی د دې کلیشې په ویلو سره خپل مسوولیت د حساس پړاو پر غاړه اچولی، پر واقعیتونو يې سترګې پټې کړې او په اصطلاح پر لوټه له اوبو اوښتي دي. له دغې کلیشې ورهاخوا، افغانستان نن سبا په رښتیا هم په حساسه مرحله کې دی، د بېلابېلو ناورینونو ترمنځ ساه اخلي، د نورو بدمرغیو تر څنګ، فقر او لوږه د هېوادوالو پر انساني کرامت پښه ږدي او ښايي ډېر نور وخت ساه اخیستلو ته ونه لري. که دا حساس پړاو په فکر، منطق او متانت مدیریت نه شي، د اوسني مصیبت په پرتله ښايي لویه بدمرغي رامنځته شي او ښايي هېواد له حساس وضعیت څخه ووځي او د نړيوالې ترهګرۍ او د قاچاق او مافیا په مرکز واوړي او او مسوول به يې طالبان وي.
طالبانو د ولکۍ له لومړیو راهیسې تر ننه د واحدې ایډيالوژۍ پر واکمنۍ، ترهوونکي امنیتي سیسټم، مطلق تمرکزپالنې، مذهبي بنسټپالنې، حذف او د بل فکر د ترور پر لارې ګام اېښی دی. طالبانو تل د یوې پېښې په رامنځته کولو سره له یوه ناورین يا پېښې چې ښايي د خلکو او نړۍ پام ور واوړي، مخنیوی کړی دی. د جعلي دښمنانو په بللو او ساختګي پېښو په رامنځته کولو سره یې تبلیغاتي ستراتيژي بنسټیزه کړې، چې تر دې مخکې د غني حکومت په امنیت شورا کې پرې غږېده او تر هرې پېښې وروسته يې یو بل کار پيلاوه او د عامه خلکو ذهنیت يې ترې اړاوه. په خواله رسنیو کې په جعلي اکاونټونو سره د پسونو په جامه کې لېوه راته او پېښې يې په بله خوا اړولې. دوی هم په دې چاره کې تر اوسه بریالي دي. طالبانو د نجونو ښوونځیو په تړلو، پر مېرمنو د بندیزونو په لګولو، د امتیازاتو د ترلاسه کولو او د عامه ذهنیت د او نړۍ په پام اړولو کې زیاته ګټه کړې ده. تازه مورد کې چې د دغې ډلې پر وړاندې د مخالفې جبهې فعالیتونو زیات شوي دي، شدیدې جګړې شوې او لویې اندېښنې یې راپورته کړې، منځنۍ اسیا ته د داعش تحرکات هم زیات شوي او په عقده يي چارو يې لاس پورې کړی، پر ښځو د چادري او حجاب اغوستلو د موضوع په رابرسېره کولو سره یې غوښتل چې پر یادو مواردو برغولی کېږدي. پر ښځو د چادري او حجاب جبري کولو په سپارښتنې سره غواړي عامه ذهنیت بلې خوا ته وکاږي، چې د امنیت په تامین کې خپله ناکامي، اقتصادي بحران، ققر، لوږه او ډله ییزه کډوالۍ او همداراز د ټولشموله دولت د نه جوړولو موضوع په بلې خوا واړوي. د څو تېرو میاشتو له تجربو څخه دا زده کېدای شي، چې طالبان په منحرف کوونکو تبلیغاتو غواړي د خلکو ذهن په بله واړوي، په ټولنه کې فردي حضور ترینګلی کوي، فردي هویت کمرنګه کوي، د قانون پر وړاندې ازادي او برابري محوه کوي او د ټولنې هویت له ستونزې سره مخ کوي، چې په دې سره د حیاتي او مهمو پوښتنو د رامنځته کېدو مخه ونیسي. طالبان له پراخو تبلیغاتو پرته د خلکو ذهن په ولکه کې نه شي راوستلی یا دا چې خپل تصورات او برداشتونه د ټولنې د مسلطو واقعیتونو ځایناستي کړي، له همدې کبله د پېښو په خلق کولو سره هڅه کوي، نړۍ او خلک پر دغو پېښو بوخت کړي او پخپله پر یوه بل کار لاس پورې کړي.
طالبان د یوویشتمې پېړۍ د توتالیتریزم مذهبي نسخه او تجربه ده. که څه هم تاریخي پېښې د وخت په تېرېدو سره یګانه ځانګړنې لري، خو ګډې تېروتنې پکې وي، چې تاریخي پېښې یوشان کوي. د توتالیتر نظام یوه ځانګړه د وحشت او وېرې رامنځته کول دي، چې ټولنیزو تضادونو ته د پای ټکی کېږدي او په توتالیتریزم سره غواړي ټولنه یوشان کړي. طالبان په ټول قدرت په مذهبي جامې د قومي واکمنۍ رښتیاینې ته کار کوي او پر رسنیو د بندیزونو له لارې د بیان ازادۍ، د رسنیو د ودې او پوښتنې ګروېږنې مخه نیسي. په دې سره دوی غواړي چې ټولنه فکري انجماد، مذهبي بنسټپالنې او کرختۍ ته بوځي او د اطلاعاتو انحصار ته لاره پيدا کړي. د توتالیتریزم په اړه معاصره فیلسوفه هانا ارنت وايي: «د رسنیو او اطلاعاتو انحصار د توتالیتر نظام یوه لویه ځانګړنه ده.» د هغه په وینا، جعلۍ نړۍ چې د ذهن جوړونه ده او بهرنی شکل نه لري، د حقیقي جهان پرځای یې د تبلیغاتو په مټ بیانوي. د ارنت په وینا، د تبلیغاتو یو اصلي ځانګړنه دا ده، چې پراخه برخه وګړي پر دغو تبلیغاتو زیات باور کوي.
طالبان د امنیت په تامین او ولس ته د سوکالۍ په راوړلو کې ناتوانه دي او له اتو میاشتو راهیسې چې د افغانانو او نړۍ ذهن یې چاپېر کړی، له دغو بدمرغیو یې د خلکو پام په بله اړولی دی.