د طالبانو کورنيو چارو وزارت: سږ کال شاوخوا ۱۲ زره جنایي پېښې شوي

۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، چې دغه وزارت سږ کال د انسان تښتونې د ۱۰۶ قضيو ترڅنګ ۱۱۸۹۰ جنایي پېښې ثبت کړي دي.
نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دوی د انسان تښتونکو خلاف ۲۰۰ عملیاتونه کړي او ۱۹۰ تنه یې د انسان تښتونې او ۱۶۶۸۵ تنه د نورو پېښو په تور نیولي.
طالب ویاند ونه ویل، چې د دغو پېښو په نیول شویو کې طالب وسله وال هم شامل دي کنه؟
یو شمېر خلک ادعا کوي، چې د انسان تښتونې او نورو پېښو کې خپله د طالبانو وسله وال هم لاس لري، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړي دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې سږ کال یې د وسلو او زرهي نقلیه وسایطو د جوازونو د وېش له پلوه ۱۶۷میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کړی.
ټکور د وسلو او زرهي وسایطو د وېشل شویو جوازونو شمېر په ډاګه نه کړ.
هغه دا هم ونه ویل، چې خلک ولې د دوی له لوري د بشپړ امنیت د تامینیدو له ادعاوو سره بیا هم وسلو او زرهي وسایطو ګرځولو ته اړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد او ځانګړي ډول کابل ښاریان د جنايي او نورو پېښو له زیاتوالي شکایت کوي.