ایران د اسلامي جمهوریت د پخواني مذهبي مشر د جنازې په مراسمو کې یوازې د افغانستان له مېلمنو کوربتوب ونه کړ، بلکې دغه هېواد ته یې پيغام هم ورکړ؛ داسې پیغام چې د مېلمنو په ترکیب کې (طالبان او د طالبانو مخالفان)، له هغو سره په لیدنو او په تالارونو کې د هغوی د حضور په ډول کې لوستل کېدای شي. البته د فاطمیون لښکر د حضور څرنګوالی هم پر خپل ځای ارزښت لري. د دوو مخالفو جبهو د مشرانو (عبدالغني برادر او امیرخان متقي؛ احمد مسعود او محمد محقق) انځورونو ته په کتلو دا پوښتنه راپورته کېږي: څه وشو چې د ایران اسلامي جمهوریت طالبان او د طالبانو مخالفان په یوه چوکاټ کې سره راټول کړل؟ ایا دا یوازې یوه تشریفاتي پرېکړه ده یا د افغانستان د اوسني وضعیت او په ځانګړې توګه د طالبانو رژیم په اړه د ایران د بهرنۍ پالیسۍ د بیاتنظیم نښه؟
هغه څه چې پورته یې یادونه وشوه، څو ټکي یې په اړه د پام وړ دي:
۱ – له هغه ځایه چې طالبان په بهرنیو اړیکو کې ځانونه د افغانستان اصلي استازي ګڼي، واک ته له بیا رسېدو وروسته یې په مطلق ډول په هغو سیمهییزو، ګاونډو او نړیوالو غونډو او مناسبتونو کې له ګډونه ډډه کړې چې پکې یې مخالفانو حضور لرلی او خپل اعتراض یې هم تر کوربه هېوادونو رسولی دی. له دې ورهاخوا، په هغو غونډو کې یې هم له ګډونه ډډه کړې چې پکې دوی ته د یوه رسمي او مشروع دولت په کچه تشریفات په پام کې نه و نیول شوي یا د غونډې اجنډا د افغانستان د وضعیت ارزونې ته ځانګړې شوې وه؛ ان که مخالفانو ته یې هم بلنه نه وه ورکړل شوې. له همدې کبله، په تهران کې د طالبانو پلاوي ترڅنګ د مخالف پلاوي حضور سطحي پېښه نه، بلکې د غور وړ ده.
که د طالبانو حساسیت د ارزونې معیار وګرځول شي، د تهران او د دې ډلې ترمنځ د مخکینۍ همغږۍ شونتیا لیدل کېږي؛ په دې مانا چې اسلامي جمهوریت مخکې له مخکې د طالبانو مخالفانو د بلنې موضوع له طالبانو سره شریکه کړې او رضایت یې هم ترلاسه کړی وي؛ که نه لرې ښکاري چې طالبان له خبرتیا پرته په داسې مراسمو کې ګډون وکړي چې پکې د افغانستان د استازولۍ انحصاري ادعا یې تر پوښتنې لاندې راشي، هغه هم د سیاسي – نظامي مخالفانو له خوا. که طالبانو په دې برخه کې رضایت ښودلی وي، نو له ځینو تشریفاتي نښو او سیمبولونو څخه د تېرېدو په بدل کې یې له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو ساتل مهم ارزولي دي.
د ایران او طالبانو ترمنځ د مخکینۍ همغږۍ د تایید لپاره څو نښې وړاندې کېدای شي: لومړی دا چې ایران او طالبان له یو بل سره تودې اړیکې لري او هڅه یې هم د اړیکو ساتل او پراخول دي. له همدې امله، شونې نه ده چې تهران دې طالبان د دومره مهمو مراسمو په ترڅ کې له خبرتیا پرته حیران یا سپک کړي. دویمه دا چې طالبانو د دې لیکنې تر بشپړېدو کوم ښکاره غبرګون نه دی ښودلی چې دا خپله د پام وړ ټکی دی. که د احمد مسعود او محمد محقق حضور د طالبانو لپاره بشپړ ناڅاپي او د نه منلو وړ وای، تمه کېده چې د دې ډلې مشران، ویاندویان یا اړوندې رسنیو یې په اړه غبرګون یا اعتراض څرګند کړې وای. البته د غبرګون نه ښودل خپله د مخکینۍ همغږۍ قطعي ثبوت نه دی، خو د احتمال د پیاوړتیا لپاره قرینه بلل کېدای شي. درېیم دا چې طالبان د ایران د بهرنۍ پالیسۍ واقعیت پېژني: د افغانستان له ډېرو سیاسي لورو سره اړیکې، نه له یوه ځانګړي اړخ سره. له همدې امله، د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د مخالفانو حضور، دې ډلې ته ناڅاپي نه ګڼل کېږي.
برعکس، که رښتیا هم د ایران اسلامي جمهوریت له طالبانو سره له همغږۍ پرته د دې ډلې مخالفان بللي وي، ښايي دا په کابل کې یو ډول لنډمهالې نارضایتي رامنځته کړي، نه دا چې تر ډېره د دواړو غاړو اړیکې ترینګلې شي. لامل یې هم روښانه دی: دواړه لوري تر احساساتو زیات د اړتیاوو پر بنسټ چلند کوي. اسلامي جمهوریت د امنیتي، سرحدي، اوبو، اقتصادي او ترانزیتي لاملونو له کبله له طالبانو سره اړیکو ته اړتیا لري او طالبان هم ورته اړتیاوې لري. دا ډول اړیکې نه شي کولی په یو ډول مراسمو کې د نمایشي بلنې له کبله ترینګلې شي.
۲ –ایران یوازې له طالبانو او د طالبانو له مخالفانو نه، بلکې غیرطالبانو ته هم بلنه ورکړې: په مشهد ښار کې د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره عادي افغانانو ته ۲۵۰۰ وړیا ویزې. دا ښيي چې تهران په ظاهري ډول هم نه غوښتل دا جنازه یوازې حکومتي – سیاسي شي، بلکې هڅه یې کړې چې دغه مناسبت ته پراخ، غیرسیاسي او عاطفي – مذهبي رنګ هم ورکړي. کله چې داسې وي، نو د مخالفانو بلنه تر ډېره د ایران د بهرنۍ پالیسۍ د بدلون نښه نه وي او ښايي د ایران د سیاسي – مذهبي دودونو په چوکاټ کې د ملي – مذهبي مراسمو د تنظیم په توګه تفسیر شي.
۳ – محقق او مسعود د څلوېښت ورځنۍ جګړې پر مهال څرګند دریځ درلود: د ایران له اسلامي جمهوریته ملاتړ. د دغو دواړو دریځ او هغه بنسټونه چې مشري یې کوي، د ایران د ملاتړ په برخه کې د طالبانو له دریځه هم روښانه او څرګند و. له ایران څخه په جګړې کې د طالبانو، د طالبانو د مخالفانو او غیرطالبانو (عام خلکو) ملاتړ د دې لامل شو چې د اسلامي جمهوریت چارواکو له افغانانو د مننې پیغامونه خپاره کړي. له همدې اړخه، د طالبانو مخالفانو ته بلنه تر دې چې د ایران د بهرنۍ پالیسۍ د بدلون نښه وي، د هغو کسانو له دریځ څخه د مننې هڅه ده او هممهاله دا پیغام ورکوي چې تهران د افغانستان وضعیت ته یوازې د یوه ځانګړي لوبغاړي له زاویې نه ګوري. که په داسې شرایطو کې یوازې طالبان بلل شوي وای او په افغانستان کې د ایران ملاتړي سیاسي لوري له پامه غورځول شوي وای، پیغام به یې دا وای چې تهران ان په سخت حالت کې هم همکارۍ ته ارزښت نه ورکوي.
۴ – ظاهراً ایران هم پام کړی و چې د احمد مسعود او محمد محقق حضور داسې تعبیر نه شي چې ګواکې دا هېواد له طالبانو واټن اخلي. له همدې کبله یې د «عمومي تشریفاتو» او «خصوصي – رسمي تشریفاتو» ترمنځ توپیر کړی و. د «مخه ښې تالار» ته د ورتګ او مړي ته د درناوي مراسمو کې ګډون د مخالفانو په ګډون ټولو بهرنیو مېلمنو ته ممکن و، خو د ایران له ولسمشر او نورو جګپوړو چارواکو سره خصوصي – رسمي لیدنې یوازې طالبانو ته ځانګړې وې. البته له هوايي ډګر څخه د مراسمو تر ځایه د بدرګې بڼې هم توپیر لاره چې دا پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو ته ورګرځي. هر څه چې وي، له تشریفاتو ورهاخوا په دومره لویو مراسمو کې ګډون، د طالبانو مخالفانو ته یو ډول سیمبولیک ارزښت لري. هغوی د افغانستان د واکمن پلاوي ترڅنګ ولیدل شول، نه په څنډه او نه له صحنې بهر. همدا لږ تر لږه هم د هغو جریانونو لپاره چې کلونه کلونه له واکه لرې پاتې شوي، کوچنۍ سیاسي پانګه نه ده.
په ټوله کې له اوسني افغانستان سره د ایران د اړیکو بېلابېل اړخونه څرګند شول: له طالبانو سره دولتي – رسمي اړیکې، د طالبانو له مخالفانو سره سیاسي اړیکې او له افغان ولس سره فرهنګي – مذهبي اړیکې (د عادي وګړو بلنه). همدا تفکیک ښيي چې د ایران اسلامي جمهوریت تګلاره نه د طالبانو پر بشپړ حذف ولاړه ده او نه هم د طالبانو د مخالفو لوبغاړو په له پامه غورځولو. هو، اسلامي جمهوریت پوهېږي چې لږ تر لږه اوس واک له طالبانو سره دی، خو د دې ډلې بقا دومره قطعي نه ګڼي چې د اړیکو ټول کانالونه یوازې یوه لوبغاړي ته محدود کړي.





