۸صبح، خوست: په خوست کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یو محتسب وژل شوی دی.
سرچینو د چهارشنبه د وږي پر ۱۸مه، ۸صبح ته وويل چې د طالبانو دغه محتسب نن سهار وژل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د طالبانو دغه محتسب د خوست ښار په متون سیمه کې د وسلهوالو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
سرچینو د دغه محتسب د هویت او د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو یو شمېر محتسبان او د استخباراتو غړي د دې ډلې د مخالفو جبهو له لوري تر بریدونو لاندې راغلي دي.
تر اوسه طالبانو هم د خپل دغه محتسب د وژل کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.





