۸صبح، کابل: په تاجکستان کې د «هرات امنیتي غونډې» یوولسم پړاو پیل شو.
دا غونډه د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ۶ مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له لوري جوړه شوې ده.
د «افغانستان بیا لوستل؛ بېلابېلې لارې چارې» تر سرلیک لاندې د هرات ۱۱مې دورې امنیتي غونډه به دوه ورځې دوام وکړي.
په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو خلک، د طالبانو مخالفو له ډلې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، جهادي مشر اسماعیل خان او د تېر حکومت یو شمېر نور چارواکي ګډون لري.
د دې غونډې په لومړۍ برخه کې د تېر حکومت د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل، د پاکستان د پارلمان غړی او د پښتنو د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ، د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې څیړونکی ډاکټر زبیر استري او د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز څیړونکې ډیویډ سیډني به وینا وکړي.
د هرات امنیتي غونډه په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوې او د افغانستان سیاسي او امنیتي مسایلو اړوند له نوموتو سیاستوالو سره تر بحث لاندې نیسي او وړاندیزونه کوي.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا ناسته په «انلاین» او یا هم نورو هېوادونو کې جوړه شوې ده.
تېر کال د هرات ۱۰مه امنیتي غونډه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې وه او ګډونوالو یې په افغانستان کې د موقت حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی و.